نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د مشرتابه د دفتر د رئیس، رهبري شورا او مذاکراتي ټيم غړي محترم مولوي امیرخان متقي صاحب سره […]
یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د مشرتابه د دفتر د رئیس، رهبري شورا او مذاکراتي ټيم غړي محترم مولوي امیرخان متقي صاحب سره ترسره شوې مرکه وړاندي کوو.
پوښتنه: داسلامي امارت دمشرتابه دفتر مشر او د رهبري شورا غړی محترم مولوي امیرخان متقي صاحب!
تاسې له امریکایانو سره په اوږدو مذاکراتي پړاوونو کې شریک وی او ټول جریان ستاسې ترمخ و، ډیرو خلکو ته دا ناشوني بریښیدله چې له امریکاسره دې داسلامي امارت مذاکرات کومه نتیجه ورکړي ځکه دا ذهنیت و چې امریکایان به حتما غدرکوی او د مذاکراتو له نهایي کیدو به تیښته کوي، اخیر کوم عوامل او شرایط وو چې امریکا چمتو شوه ترڅو امارت سره دسولي تړون لاسلیک او خپل اشغال ته دپای ټکي کیږدي؟
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم.
له هر څه مخکې تاسو او قدرمنو لوستونکو ته سلام او احترام تقدیموم. لکه تاسو چې وویل د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې تړون واقعا د خپل ډول یو بې سابقې پرمختګ و چې د الله تعالی په نصرت سره د لاسلیک تر مرحلې ورسید. زما په نظر د جهادي صفوفو قوي مقاومت، په جهادي صف باندي د انحراف، انشعاب او نورو ټولو حربو د کارولو ناکامیدل، او د اسلامي امارت پخه او معقوله پالیسي او د امریکا مجبوریت د دې سبب شول چي بالاخره تړون لاسلیک شو.
پوښتنه : جناب متقي صاحب کله چې دقطر په مرکز دوحه کې دکب په ۱۰ نیټه تاریخي تړون لاسلیک کړی شو ستاسې په فکر جالب ټکي یې څه وو یعني افغانانو او اسلامي امارت دنوموړي تړون له مخې څه ترلاسه کړل؟
ځواب:
ـــ داتړون خو په حقیقت کي د افغانستان د اشغال د خاتمې تړون دی او د یوه اسلامي هیواد ازادي او د اوسنۍ نړۍ حالاتوته په پام سره یې استقلال ګټل دومره لویه لاسته راوړنه ده چي باید په تعریف یې کتابونه ولیکل شي.
ـــ په نړیواله سطحه له یوه غیر اسلامي نړیوال ځواک سره کیدای شی دا بي ساري تړون وي چي د مقدس شریعت اصول په کلکه پکې رعایت شوي.
ـــ دې توافق جهادي ذهنیت درلودونکو ته دا فکر ور کړ چي په سیاسي ډګر کي هم د جهاد اهداف تر لاسه کېدای شي او بل دا چې د اسلامي امارت قیادت بي ساري سیاسي وړتیا هم لري.
ـــ دې تړون د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه معقول جوړ جاړي دروازه خلاصه کړه.
ـــ یاد تړون په دې برخه کي واقعا بي ساری دی چي دوست او دښمن لیري او نږدې خیرخواه او بدخواه هیچاته هم د اعتراض ځای په لاس ورنغی.
پوښتنه : کله چې تیرکال دامریکا ولسمشر ټرمپ دیولړ پلمو له مخې دسولي خبري وځنډولې اوتړون لاسلیک مخه یې ډب کړه د سیاسي دفتر د غړو غبرګون څنګه وو خصوصا داسلامي امارت سیاسي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند عکس العمل څه وو او امید یې لاره چې یوه ورځ به خبري نهایی کیږي او معاهده به سرته رسیږي؟
ځواب: کله چي د امریکا د متحده ایاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو د ځنډ ټویټ وکړ، محترم ملا برادر اخوند فورا د مذاکراتي ټیم مجلس را وغوښت او په مجلس کي مو په اتفاق سره دا فیصله وکړه چي موږ به معقول او معتدل دریځ اعلانوو هغه و چی بیا مو په همدې ترتیب اعلامیه خپره کړه چي هم نړیوالو تائید کړه او هم هیواد والو او هم امریکا یې چارواکي تر لازیات فشار لاندی راغلل، زموږ مجلس په هغه ورځ داخبره هم فیصله کړه چي نه شدید عکس العمل ښه یو او نه هم زارۍ ورته کوو، په خپله به بیرته د مذاکراتو میز ته راشي چي بالاخره همداسي وشول.
پوښتنه : متقي صاحب ! بین الافغاني راتلونکي ناسته څومره بریالۍ بولئ کوم جهتونه به پکې برخه لري؟ دکابل رژیم به هلته دڅه ډول موقف درلودونکی وي ؟بله مهمه خبره داده که د ناستې برخوال په یو خوله له اسلامي امارت څخه وغواړي چې په خپلو یو لړ مواقفوکې تنزل وکړي لکه د امارت په ځای دولت، د ښځو ګډون په نظام کې د بیان ازادي او نور …د امارت ځواب به څه وي ؟
ځواب: په بین الافغانی مذاکراتو کي به افغاني جهتونه ګډون کوی او د کابل اداره د یوه جهت په ډول ګډون ګولای شي خو د حکومت په حیث یې اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني، او داچي څه ډول فیصلې به کیږي، زه فکر کوم چي په دې اړه تر وړاندوینې به دا ښه وي چي په هغه نقش قدم ولاړ شو لکه له امریکا یانو سره چي پري ولاړو هغه داسي چي قدم په قدم موضوعات له شرعي، سیاسي اوملي اړخه تحلیلول او د جیدو علماء کرامو او مشرانو سره شریکول او څه ته چی مقدس شریعت اجازه ور کوي هغه منل او چي غیر مشروع وي هغه ردول، زه یقین لرم چي په دې ډول به د وخت د ضرورتونو او مصلحتونو په نظر کي نیولو سره ښه پرمختګ وشي.
پوښتنه: محترم متقي صاحب له امریکایانوسره د مذاکراتو په پړاوونو او هم له افغانانو سره د مسکو او دوحې په ناستو کې به خامخا تاسې ته جالبي صحني مخته درغلي وي که څه دخوږو او ترخو خاطرو دویلو لورینه د څرک مجلې په لوستونکو وکړي خوند به وکړي؟
ځواب: د مذاکراتو په دوران کي ترخې خاطري هغه وې چي له وطنه به د دښمن د چاپو، بمبارد او په هیواد والو د وحشت او ظلم خبرونه را رسیدل او ویل کېدل به چي دا هرڅه په اسلامي امارت باندی د فشار راوړلو په موخه تر سره کیږي تر څو په مذاکراتو کي تنزل وکړي او دا د مقابل لوري اشتباه وه ځکه په نظریاتي خلکو فشار اثر نه کوي بلکي نور یې هم عزم ټینګوي. او بله ترخه یا ترخې خاطري مو دا وي چي کله به مو په شپو ورځو او حتی هفتو مذاکرات وکړل او خاص پرمختګ به ونه شو.
او خوږې خاطري خصو صا چي ماته به جالبي وي هغه به هغه صحنه وه چي په مذاکراتي مجلس کي به زموږ د استدلال تله درنه شوه او جانب مقابل به وویل چي اوس به یو بریک واخلو یعني وقفه به وکړو تر څو خپلو کي بحث وکړي او جواب پیداکړي او طبعا به هغه صحنه هم جالبه وه چي خبره به زموږ په ګټه فیصله شوه.
پوښتنه: محترم متقي صاحب! په پای کې که اوسنیو خاصو شرائطو ته په پام سره مجاهدینو او عام ولس ته څه پیغام لرئ هیله ده راسره شریک یې کړئ.
ځواب: پیغام مې مجاهدینو او د افغانستان ټول مسلمان ولس ته دا دی لکه څنګه چې په یو انسان په شخصي ژوند کې کله ناکله د ازمویښت او ابتلاء ورځ راځي، همداسې د ملتونو او ولسونو په ژوند کې هم د ابتلاء مراحل راځي. دا چې د یو ملت ژوند د یوه فرد له ژوند څخه اوږد وي نو ابتلاء یې هم د ورځې نه بلکې د کلونو په حساب وي. د افغانستان په مسلمان ولس راغلی اوسنی حالت زموږ د ازمویښت او ابتلاء مرحله ده. په داسې وخت کې باید د یوه ملت په حیث خپل حواس او روحیات ونه بایلو، بلکې لکه په تیرو اتلسو کلونو کې مو چې په پوره متانت، حوصله، اتحاد او تدبر له راغلي امتحان سره مقابله کړې او لله الحمد بالاخره بریالي راوتلي یو، په راتلونکي کې هم باید خپل همدا د سنجیدګۍ خاصیت وساتو. باید د حالاتو په سړو او تودو، سختیو او آسانیو دغه راز د دښمن د تبلیغاتو او بیلابیلو حربو په وړاندې باید خپل دیني اصول، ستر هدف او علیا مصالح راڅخه ورک نه شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.