د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون مشر او د اسلامي امارت ویندوی محترم ذبیح الله مجاهد صاحب سره د څرک مجلې مرکه

یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د فرهنګي کمیسیون د رئیس او اسلامي امارت د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب سره ترسره شوې […]

یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د فرهنګي کمیسیون د رئیس او اسلامي امارت د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب سره ترسره شوې مرکه وړاندي کوو .

پوښتنه   داسلامي امارت او امریکایانو ترمنځ دکب په لسمه نیټه دتړون داهمیت اوارزښت په اړه ستاسې تاثرات ترلاسه کول غواړو چې دنوموړي تړون په ترڅ کې افغان مجاهد ولس څه ترلاسه کړل او اسلامي امارت په جهادي، سیاسي اونړیوال میدان کې کومې لاسته راوړنې درلودې؟

او که امریکایان له افغانستان څخه دهمدغه تړون په ترڅ کې ووځي دغه کار ستاسې په اند سیمي اوګاونډ ته  څومره په ګټه او خیر ده؟ 

ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم، حامدا ومصلیا امابعد:

که واقعا امریکايي لوری لکه څرنګه يې چې له اسلامي امارت سره په تړون کې توافق کړی د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې له افغانستان څخه ووځي، دا کار هم د سیمې، هم د افغانستان او هم د امریکا لپاره ستره ګټه لري او یو چانس يې بللی شو.

الف: د افغانستان لپاره يې مهم ګام بللی شو، ځکه روانه شل کلنه مبارزه او جهاد د همدې لپاره وو چې د افغانستان خاوره په ناجایز ډول، په زور سره د امریکا لخوا تر اشغال لاندې وه، دلته يې د اسلامي نظام، سولې او امن مخه ډب کړې وه، کله چې اشغالګر قوتونه له افغانستان څخه وځي، ښکاره ده چې افغانان یوځل بیا د استقلال خاوندان کیږي، پخپله د خپل راتلونکی په اړه مستقلانه پرېکړې کولای شي او د سوچه اسلامي نظام تر چتر لاندې به د خپل ویجاړ هیواد آبادۍ ته فرصت پیداکړي. ان شاءالله

ب: د سیمې لپاره ځکه په خیر ده چې په افغانستان کې له امریکايي شتون څخه د سیمې هیوادونه د مختلفو دلائلو په اساس نا راحته وو، روسانو په افغانستان کې د امریکا شتون د خپلو او متحدینو د منافعو پرخلاف باله، ایران خو له امریکا سره په ښکاره دښمنۍ اخته ده، همدا ډول د چین هیواد هم چې اقتصاد يې مخ په وده ده او په عین حال کې له امریکا سره په ډيرو اقتصادي برخو کې مشکلات لري، هم د امریکايي ځواکونو له شتون څخه انديښمن و.

خو په لومړیو کې یادو ټولو جهتونو نه غوښتل چې له امریکا سره په جګړه کې ښکیل شي، نو يې ښکاره څه نه ویل، خو کله چې د افغانستان خلکو مقاومت وښود، د اسلامي امارت تر چتر لاندې يې د جهاد قوت، د مبارزې حجم او وړتیا ولیده، نو ټولو اړخونو په یوډول نه په یو ډول په سیمه کې د امریکايي موجودیت مخالف غږونه پورته کړل.

کله چې امریکايي اشغال پای ته رسیږي د سیمې هیوادونه پخپلو کې تعاملاتو، همکاریو، او مشترکې اقتصادي ودې ته توجه زیاتوي چې دا کار د افغانستان او ټولې سیمې په ګټه ده.

د مثال په ډول د ټاپي پروژه سره له دې چې د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان لخوا يي په کارونو خنډ وجود نه لري، مګرپه افغانستان کې د امریکايي شتون او جګړې له امله پرمختګ نشي کولای، همدا ډول د منځنۍ آسیا د کاسا زر په نامه پروژه ناتکمیله ولاړه ده، د چین د يو کمبر بند یوې لارې پروژه د افغانستان په خاوره کې له مشکلاتو سره مخ کیږي، نو دا لوړ سیمیز اقتصادي هدفونه په افغانستان کې د اشغال د خاتمې او امن د راتګ لارې څارې، اوس که د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لکه څرنګه چې ښايي هغسې عملي شي، بې له شکه د ټولې سیمې په خیر ده.

ج: له افغانستان څخه د امریکا يي ځواکونو وتل پخپله د امریکا لپاره هم ستره ګټه ده، موږ تاسو يې محسوسوو چې مطلق اکثریت امریکايي ملت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون او جګړې سره مخالف دی، همدا ډول د امریکا اقتصاد هره ورځ د خرابیدو په حال کې دی، د جګړې اوږدوالي هم د امریکايي نظامیانو زړونه وهلي دي، د ناټو، امریکا او اروپا ترمنځ هم د افغانستان د جګړې د تمویل په سر مشکلات پریمانه دي، نو داچې سبا هسې هم امریکا ماتې خوري او بیا په نظامي شکل تښتې، نو اوس خورا ښه چانس په لاس ورغلی چې له فرصته ګټه واخلي او د توافقنامې په اساس د افغانستان اشغال او خپله دا اوږده جګړه پای ته ورسوي.

پوښتنه  : مجاهد صاحب داچې امریکایان له خپلي ټولې خودخواهۍ او تکبر سره سره  دیته حاضرشول چې داشغال دخاتمي تړون  لاسلیک کړي، دنظامي میدان داتلانو قربانی  اودسیاسي برخي دځیرکو ملګرو ستومانۍ خو اظهر من الشمس دی، دا راته ووایی چې دامارت د میډیا او مجاهدو قلموالو او فرهنګي ملګرو کردار او رول په دې برخه کې څومره بارز، کلیدي  او موثر و؟ 

ځواب: بې له شکه چې د امریکايي اشغال او بیا د دغسې توافقنامې پورې د رسیدو پورې زموږ د مؤمن ملت ټولو اقشارو خپل خپل مسئولیتونه ادا کړي، نظامي ملګرو د سر او مال سترې قربانۍ ورکړې، ملت مو هم د جهاد سره د همکاري په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې، مشرانو او مسئولینو مو په دې لاره کې شهادتونه، بندونه، ستړیاوې، هجرتونه او نور تکالیف قبول کړل، سیاسي ملګرو مو هم الحمدلله په دې لاره کې سخت استقامت وکړ، ډيره ځيرکتیا او وړتیا يې له ځانه وښوده او د سیاسي استدلال په ډګر کې تاریخې کارنامې پريښودې.

خو په ځانګړي ډول د فرهنګي ملګرو کارګردۍ هم له هیچا پټه نه  ده، داچې روان جهاد په نړیوال سطحه انعکاس وموند د فرهنګي ملګرو د هلو ځلو، خواریو او تکالیفو نتیجه وه، په ځانګړي ډول له امریکایانو سره دا ورستي ځل منتج مذاکرات وروسته له هغه پيل شول، زمینه ورته مساعده شوه او د اعتماد فضا رامنځته شوه چې لومړی په ۲۰۱۷ کال کې د فرهنګي کمیسیون په ابتکار د ټرمپ په نامه د اسلامي امارت لخوا سرخلاصی لیک واستول شو، هغه لیک د امریکايي بیلابیلو جهتونو ذهنیت بدل کړ، بیا په کابل کې د امریکا تیر سفیر جان بس سره د مشهور امریکايي لیکوال بارنت روبین او ځینو نورو ديپلوماتانو او رسنیو په وسیله زموږ مکرر تماسونه وو چې د مذاکراتو پيل ته يې زمینه سازي وکړه.

هسې ستاسو د معلوماتو لپاره دومره ویلی شم چې په امریکايي لوري کې داسې ذهنیت موجود وو چې ګواکې د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون او مشرتابه سره یوه خوله نه دي او ګواګې د سیاسي کمیسیون خبرې، نظریات، ژمنې او وعدې د مشرتابه په استازولۍ نه دي، اګرکه په واقعیت کې داسې نه ووخو امریکایانو همداسې یو غلط برداشت درلود.

کله چې فرهنګي کمیسیون دا خلا محسوس کړه، په ډيره جدي او پرلپسې توګه يې کوښښونه پيل کړل چې امریکایانو ته ثابته کړي چې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ژمنې او تصامیم عین د مشرتابه تصامیم دي.

په دې لاره کې پرمختګ وشو او د مذاکراتو رسمي پيل ته زمینه مساعده شوه، وروسته د مذاکراتو په جریان کې، بیا د توافقنامې په لاسلیک کې ان شاءالله د فرهنګي ملګرو خدمات خورا ښکاره وو، زموږ لیکوالو  او نورو مبارزو ملګرو په دې موده کې د لیکنو، نشراتو، مرکو او نورو هلو ځلو له لارې سعیه وکړه چې ذهنیتونه جوړ وساتو ترڅو پروسه بریالي پرمخ لاړه شي چې ان شاءالله په کې بریالي شوو، دا بریا د ټول اسلامي امارت او بیا په ټوله کې زموږ د مظلوم اومجاهد ولس بریا وه. الحمدلله والمنة