دسیاسي کمیسون او مذاکراتي ټيم غړي محترم حافظ انس حقاني صاحب سره د څرک مجلې مرکه

یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د سیاسي کمیسیون او مذاکراتي ټېم غړي محترم حافظ انس حقاني صاحب مرکه درسره شریکوو . پوښتنه    ښاغلی  […]

یادونه: د حوت د لسمي تاریخي ورځي په هکله څرک مجلې د اسلامي امارت له ګڼو لوړپوړو مشرانو سره مرکې کړي دي، الاماره ویب پاڼه یې کټ مټ خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي، دا ځل درته د سیاسي کمیسیون او مذاکراتي ټېم غړي محترم حافظ انس حقاني صاحب مرکه درسره شریکوو .

پوښتنه    ښاغلی  مجاهد ورورو  انس  حقاني  !  ستا داسارت له غمجنو پوښتنو او خبرو به فی الحال تیرشو دخوښیو او فتحو خواته به ولاړ شو 

دکب په ۱۰ چې دقطر په مرکز دوحه کې له امریکا سره کوم تړون اسلامي امارت لاسلیک کړ تاسې په هغو شیبو او کنفرانس کې حاضر وی که خپل تاثرات راسره شریک کړی چې دغه تړون په تاریخي او جهادي لحاظ څومره مهم او افغان مجاهد ولس ته یې څه ورکړل؟ 

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وحده، والصلاة والسلام علی من لانبی بعده،

اما بعد ، د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون ټولو کارکونکو او د څرک مجلې درنو لوستونکو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

الله مو د دواړو جهانونو بریالیتوبونه نصیب کړه، مننه کوم چې ستاسي مجله دومره حوصله لري چې زموږ تاثرات تر درنو لوستونکو رسوي، الله تعالی مو ټول فرهنګي خدمتونه قبول کړه،

د ۱۳۹۸ کال د کب د میاشتې په لسمه چې د ۲۰۲۰ کال د فروري له ۲۹ نیټې سره سمون خوري د قطر هیواد په پلازمینې دوحه ښار کې د افغانستان د اسلامي امارت او امریکایانو ترمنځ یوه تاریخي توافقنامه لاسلیک شوه.

د همدې توافقنامې له مخې په رسمي ډول په افغانستان کې د اشغال خاتمې ته د پای ټکی کیښودل شو او امریکایان دې ته حاضر شول چې په ۱۴ میاشتو کې له دیپلوماتانو پرته نور خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دغسي یو توافق امریکایانو په کال ۱۹۷۵م کې له ویتنامیانو سره هم لاسلیک کړی و ، خو په دومره توپیر چې هلته د دوی په مقابل کې یو داسې دولت جنګیده چې د هغه تر شا روسیه ، چین او په کمونیستي بلاک کې شامل نور ټول کمونیستي هیوادونه و لاړ وو.

اما په افغانستان کې د اشغال په وړاندي جګړه له ویتنام څخه متفاوته وه،دلته افغان ولس په تیره طالبان یوازې د امریکا په مقابل کې نه ؛ بلکې د هغوی ترڅنګ یې د هغه پوځي ایتلاف مقابله هم کوله چې د امریکایانو تر اشراف لاندې له (۴۹) هیوادونو څخه تشکیل شوی و.

یعنی اسلامي امارت په داسې حال کې چې د هیڅ کوم بهرني هیواد پوځي او سیاسي حمایت یې تر شا نه و په یواځي سر له امریکا او د هغوی له نړیوال ایتلاف چې ناټو تړون هم ورکې شامل و په خالي لاس خو د ایمان په زور مقابله کوله.

د یاد تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او د ملګرو ملتونو د رسمي استازي په شمول د نړۍ د خواوشا پنځوسو هیوادونو د سفیرانو شتون د امریکایانو پر ټولو هغو الزاماتو او تورونو د بطلان خط راکش کړ کوم چې یې د اسلامي امارت په خلاف ترسره کول ، د اسلامي امارت مجاهدین یې په ناوړه نومونو یادول او د هغوی د له منځه وړلو لپاره یې خپل ټول پوځي ، تخنیکي او تبلیغاتي وسائل کارول.

خو دا چې د اسلامي امارت داعیه برحق وه هماغه وه چې الله ورته د امریکا، ناټو او د هغوی د ایتلافیانو پر وړاندې د بریالي جهاد او مقاومت توان ورکړ او د همدې جهاد او سرښندنو برکت و چې له امریکایانو سره یې د اشغال د پایته رسیدو او جګړې د خاتمې سند لاسلیکولو امکانات شونې کړل.

د امریکایانو او اسلامي امارت ترمنځ تر تړون وړاندې امریکایانو په افغانستان کې شته واقعیتونه درک او د هغوی له مخې یې له اسلامي امارت سره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بیرته ایستلو تړون لاسلیک کړ.

که امریکایان په عملي لحاظ د دې تړون د محتویاتو پلي کولو ته ژمن پاتې شي زه هیله مند یم چې دلته د اشغال له امله راپیداشوې بي ثباتي، او جګړه به ورسره پای ته ورسیږي او افغانستان به د یوه ځواکمن مرکزي نظام په لرلو سره د ټولو افغانانو لپاره د امن او سوکالۍ په کور بدل شي.

د هماغې ورځې د ژر رارسیدو په هیله

پوښتنه : دکنفرانس په اوږدو کې مونږ لیدل چې کله به تاسي راښکاره شوي دخبریالانو به درباندي لوي مزاحمت اورش جوړ شو دهغوئ مهمي پوښتني او خبري څه وې او تا یې څو عمده پوښتني څه ډول ځواب کړي؟

هو یقینا چی د ژورنالستانو له ګڼو پوښتنو سره په تصادفي توګه مخامخ شوم، په داسي حال کې چې ما له وړاندی تیاری هم نه و ورته نیولی ځکه زمونږ د مذاکراتي ټیم په مجلس کې په دې پریکړه وشوه چې څلور تنه به له مطبوعاتو سره غږیږي، د مجلس په اخر کې یو نظر دا هم وړاندي شو چې که کوم ملګری ځواب ویلو ته مجبور شو نو ځواب دي ووایي. نو دې ته په پام ما هیڅ دلچسپي نه درلوده چې له رسنیو سره مرکې وکړم اما ژورنالستانو به چې هرځای لیدلم یو هجوم به یی راباندی راوړ. نو د مجبوریت په اساس می ځوابونه ورکړل د دوی زیاتره عمده سوالونه د روانې غونډي په اړه وو یا زما د شخصیت په اړه، د بیلګي په توګه دا سوال زما څخه ډیر وشو چی ایا دا تړون لاسلیک کول ستاسي لپاره بریا ده ؟ ماهم اکثرو ته یو ځواب وایه چې هو، دا لاسلیک یوازي زموږ لپاره بریا نه ده بلکې د هر هغه چا لپاره ممکن بری او د خوښۍ وړ خبره وي چې هغه امن او سولییز ژوند خوښوي هغه خلګ که د هر هیواد او د هرې عقیدی وی، دا لاسلیک هغه اشغال ته د پای ټکی ږدي چې د ټولو بدمرغیو سرچینه ده.

په موږ باندي جنګ تحمیل شوی دی زمونږ خاوره اشغال شوې ده او د اشغال په وړاندی زمونږ جنګ مقدس جهاد دی نن چی دا د ټولو ستونزو ستر لامل یعنی د اشغال وجود له منځه ځي دا زموږ د جهاد او قربانیو نتیجه ده، داچې موږ بالاخره د خپلو قربانیو نتیجه تر لاسه کوو دا زموږ لپاره ستره بریا ده.

د رسنیو استازو به زما په اړه راته ویل چې خلک له تا څخه ویریږي، تا دیو قاتل په توګه پیژني، ما به په ځواب کې ورته ویل چې دا زموږ د دښمنانو پلان شوي کارونه دي او ستاسی د رسنیو تبلیغات دي چی له یو معصوم انسان څخه بلا جوړه کړي، خلګ چې زموږ په اړه کوم منفي نظر لري د دوی ذهنونه او فکرونه د دښمن مطبوعاتو او تبلیغاتو  مينځلي دي، زموږ او د هغو وروڼو تر منځ چې موږ ته دشک په سترګه ګوري، د دښمن تبلیغاتي دستګاو واټن ایجاد کړی دی، واقعیت دادی چې موږ هغه ډول نه یو څنګه چې نژدې ۱۸ کلونه رسنیو تعبیرولو، ما د امریکا غږ سره تفصیلي مرکه وکړه خو متاسفانه چې د بیان د تش په نوم ازادۍ دعوه دارانو د هغې د نشر اجازه ورنکړه، هلته ما هغه د همدې سوال په ځواب کې وویل چې زما عمر د ا مریکا د راتګ په ورځو کې ۷ کاله و، او د اسارت په وخت کې زه شل کلن وم نو ایا د بیان د ازادۍ معنا داده چې یو کم عمره او بې جرمه انسان ټولني ته د هغې د قاتل په صفت معرفي کړي؟ په حقیقت کې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندي دښمنان سیاسي حربې پر مخ وړي خو زه په دې عقیده یم چې د خدای په فضل به د دوی په تزویرونو هیڅ ګټه هم مرتبه نشي ان شاء الله او دادی موږ او تاسو ددې خبرې شاهدان یو چې نړۍ ورو ورو له حقایقو خبریږي.

پوښتنه : داسلامي امارت له بنده ازاد شوی استرلیایی استاد ( تیموتی ویکس) هم دکنفرانس نه بهر ښکاره کیدو او تمه وه چې دتړون دلاسلیک سالون ته به هم ورشي خوداسې ونشول کنفرانس کې شریک نسو علت یې څه وو او رښتیا دتړون له لاسلیک ورسته به ممکن هغه تاسې لیدلي وي دتړون په اړه دنوموړي تاثرات او ارزونه سه وه؟

ټیموټی ویکس (جبرایل) زما دوست او دینی ورور دی، نوموړی زموږ په بلنه یادي غونډي ته راغی ټول مذاکراتي ټیم په دې متفق شو چی هغه ته په غونډه کې د ګډون دعوت ور کړو ځکه هغه یو سوله خوښ سړی دی او یادي غونډي ته د راتګ خواهش لري، په همدې اساس ما هغه ته بلنه ورکړه، سره له دې چې هغه ناروغ هم و خو په ډیره خوشالۍ سره قطر ته راغی او زه د هغه د هرکلی لپاره هوایي ډګر ته ورغلم، یقینا زما او دده یوځای ښکاره کیدل ډیر د تعجب وړ و، دغه خبر چې په رسنیو کی خپور شو په امریکایانو یې بد تاثیر وکړ ددوی ددروغو تبلیغات په اوبو لاهو شول، نو په اخره ورځ یې دده مخنیوی وکړ د غونډی تالار ته یی پرینښود . سخت خفه شو موږ هم انتهایي هڅه وکړه تر څو نوموړی په غونډه کې راسره ګډون وکړي خو بریالي نشوو، ده خپله د استرالیا د صدر اعظم له معاون سره تماس ونیو، هغه په دوحه کې د استرالیا سفیر د هوټل مخي ته ورته راولیږه، خو ددغو ټولو هڅو سره سره بیا هم امریکایانو اجازه ورنکړه، زه هم ډیر خفه وم ډیري دعاګاني می ورته وکړې، بالاخره مي په دې قناعت وکړ چی کیدی شي په دې کې به یې خیر وي له غونډي وروسته ماښام مهال دده هوټل ته ورغلم ډیر غمجن ناست و زه هم دده په دې حالت ډیر خواشینی  وم ډیره تسلی مي ورکړه بیا مي دا خبره ورته وکړه چی الله جل جلاله څو ځایه په قران کریم کې فرمایلي دي چې یو شی به تاسی بد ګڼی خو په هغه کی به خیر وي، کیدی شي په دې کې به زموږ خیر وي، بیا مي د خپل اسارت څو داسي د تکلیفونو کیسی ورته وکړې چې مخکې مي چاته نه وې کړې، د هغو تکلیفونو تر شا به لوی خیر مضمر و، وروسته جبرایل هم ډیر مطمئن شو ویې ویل چې که ما ګډون پکې ونکړ هیڅ خبره نه ده مهمه داده چی دا لوی او مهم کار په خیر سرته ورسیدو او زه په دی متیقن یم چی په دې کی زما لپاره الله جل جلاله خیر ایښی و، ځکه اوس مي امریکایان نور هم سم وپیژندل اصل کې د سولي دښمنان همدوی دي، نوری هم ډیری خبری وشوې چې هغه به زه بیا په تفصیلی توګه په خپل کتاب کی راوړم ان شاء الله تعالی .

پوښتنه : ښاغلی انس حقاني صاحب اوس هم زرګونه مجاهد اسیران دغلیم په منګلو کې دي له تړون ورسته هغو ته ستا پیغام اواطمنان څه دی او دتړون په تر سره کېدلو کې داتلو اسیرانو قربانۍ دعاګاني او هیلي څومره بارزي ګڼی ؟

کوم اسیران وروڼه چې د دښمن په زندانونو کې د مظلومیت شپې تیروي هغو ته وایم چی تاسي په هیڅ حالت کې د خدای څخه مه ناامیده کیږئ دا شپې به ژر تیریږی ان شاءالله تیر تاریخ خو له ډیرو مثالونو ډک دی خو تاسی لپاره په اوسنۍ زمانه کی زمونږ خلاصون یو ښه مثال دی، موږ په مرګ محکوم وو، دښمنانو هر نوع زور وواهه خو بیا هم ناکام شول الله تعالی موږ ته بندي دروازې راخلاصي کړې او په جګو سترګو راووتو .

دغه تړون هم ستاسي د قربانۍپایله ده تاسي به هم د خدای په فضل ژر تر ژره په عزت سره راوځئ د خبرو تاخیر او تقدیم سیاسی نزاکتونه دي خو په عموم کی دا کار په قانوني توګه فیصله شوی دی او ستاسو د خلاصون شرط ترټولو قوی شرط دی تر څو چی دا نه وی عملی شوی تر هغې مخکی تګ نشته . تاسی فقط خپل پروردګار ته متوجه شئ، د حکومتونو پالیسیو او سیاسی خبرو او داسی نورو ظاهری شیانو ته هیڅ توجه مه کوئ الله جل جلاله به من حیث لایحتسب لاري درته پرانیزي ان شاءالله .

زه په زندان کې دې حقیقت ته رسیدلی وم چی چاته الله جل جلاله د خیر اراده وکړي هغه شخص بندي کوي، خو نور په انسان پوری اړه لري چی هغه له دغه فرصته ښه استفاده کوي او کنه؟ هغه له دغه زرین فرصت نه د صبر او استقامت ستر او ناپایه اجرونه تر لاسه کوي او که خدای مه کړه بې صبري کوي.

زه په یقین سره درته وایم چې تاسې هغه خلک یاست چی الله جل جلاله د خیر اراده درته کړې ده، پاتي وخت هم په اذکارو عباداتو کی تیر کړئ د راتلونکی لپاره له خدای نه د نیکیو توفیق وغواړئ او دا دعا ډیره وایاست چی:ربنا لاتزغ قلوبنا بعد اذ هدیتنا وهب لنا من لدنک رحمة انک انت الوهاب.