پکتيکا: د وازيخواه ولسوالۍ د مکاتبو له مديرانو سرمعلمانو او ټول پرسونل سره غونډه وشوه

پکتیکا ولایت وازیخواه ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د مکاتبو له مدیرانو، سرمعلمانو او ټول پرسونل سره غونډه تر سره شوه، په غونډه کې چې د ګواشتې بازار کې جوړه شوې وه، د سيمې علماء کرامو او د پوهنې مسؤلينو هم پکې ګډون کړی و، په پیل کې د علماء کرامو له خوا د مکاتبو […]

پکتیکا ولایت وازیخواه ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د مکاتبو له مدیرانو، سرمعلمانو او ټول پرسونل سره غونډه تر سره شوه، په غونډه کې چې د ګواشتې بازار کې جوړه شوې وه، د سيمې علماء کرامو او د پوهنې مسؤلينو هم پکې ګډون کړی و، په پیل کې د علماء کرامو له خوا د مکاتبو استاذانو ته په خطاب کې دديني اوعصري علومو د ارزښت او د يو بل د تړاو په هکله ارزښتناکې ويناوې وشوې، ټول پرسونل يې خپلو شرعي او ديني مسؤليتونو ته متوجه کړل.

په دې باارزښته وینا کې د اينده نسل د ښې روزنې او د مسؤليت په ښه توګه اداء کولو ته وهڅول، وروسته د وازيخواه ولسوالۍ د تعليم او تربيې مسؤل د علماء کرامو د خبرو په تائيد د اينده نسل تعليم اوتربيې ته په ضرورت او اهميت حاضرينو ته وينا وکړه.

د مکاتبو لپاره تصويب شوی طرز العمل يې ورته بيان او د ټولو موادو د تعميل يې ورځنۍ غوښتنه وکړه، په اخر کي د معلمينو په نمايندګۍ دوه کسانو خبرې وکړې او تعليمي مسؤلينو ته يې ډاډ ورکړل، چې د هرې مادې او فرمان قدر کوي او په ټولومکاتبو کې به طرزالعمل عملي کوي.

له معمول سره سم غونډه اسلام او اسلامي امارت ته د کاميابۍ او بريا غوښتنې په دعاء پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۴/۳۰