پروان کې له یوې دیني مدرسې څخه لیدنه وشوه او لغمان کې د شاګردانو تر منځ سیالۍ تر سره شوې

د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د کوز مندیقول د جامعه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له کلیوالې مدرسې څخه لیدنه وشوه، همدارنګه د شاګردانو په شمول د استادانو حاضریګانې وکتل شوې او دشاګردانو څخه په درسي مضامینو کې پوښتنې هم وشوې. په یاده لیدنه کې د استادانو سره مجلس وشو او اینده […]

د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د کوز مندیقول د جامعه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له کلیوالې مدرسې څخه لیدنه وشوه، همدارنګه د شاګردانو په شمول د استادانو حاضریګانې وکتل شوې او دشاګردانو څخه په درسي مضامینو کې پوښتنې هم وشوې.

په یاده لیدنه کې د استادانو سره مجلس وشو او اینده کې ورته د لاپیاوړتیا په اړه مشورې ورکړل شوې، درسي او اداري کارونه يې ډیر ښه او د ستایلو وړ و.

بلخوا د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ د څلورو لیسو د دولسم ټولګي د شاګردانو تر مابین تربیتی سیالۍ تر سره شوې، چې د هرې لیسې څخه لسو لسو شاګردان د امتحان لپاره ټاکل شوي وو چې اول قدم کې د اندروړ لیسه، دویم قدم کې د ګړوچ لیسه، دریم قدم کې د شاګلیانو لیسه او څلورم قدم کې د بادپښ لیسه شوه، د امتحان مضمون اسلامي ښوونه ټاکل شوې وه.

ددې تربیتي سیالۍ د نظارت او څارنې چارې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د مدیر لخوا تر سره شوې.
۲۰۲۱/۴/۱۰