پروان: د پوهنې مسئولینو د شینوارو ولسوالۍ د مکاتبو له مدیرانو او سرمعلمانو سره غونډه وکړه

د پروان ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو او د شینوارو ولسوالۍ مدير د شینوارو ولسوالۍ اړوند د اشتر شهر سردره سیمې شهید عبدالکرم لېسې کې د يادې ولسوالۍ آمرینو، د مکاتبو مدیرانو او سر معلمانو سره مجلس داير شو، د مجلس پيل د قرآن کرم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره وشو. له […]

د پروان ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو او د شینوارو ولسوالۍ مدير د شینوارو ولسوالۍ اړوند د اشتر شهر سردره سیمې شهید عبدالکرم لېسې کې د يادې ولسوالۍ آمرینو، د مکاتبو مدیرانو او سر معلمانو سره مجلس داير شو، د مجلس پيل د قرآن کرم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره وشو.

له تلاوت وروسته د پوهنې مسئولینو لخوا اصلاحي بیان شو، د اسلامي امارت پالسي، اهداف توضیح شول، همدا راز د نصاب پاڼې هم تقسیم شوې او د مجلس له ګډونوالو څخه تعهدنامه هم واخیستل شوه چې دوی به یې عملي کوي.

د مکاتبو مسئولبنو ژمنه وکړه چې د ۱۴۴۲ هجري قمري کال نصاب به عملي کوي، کومې ستونزې چې دوی درلودلې په تحریري بڼه ولایتي مسئولینو ته وسپارل شوې او ځینې ځایونو کې شته نواقض په ګوته شول چې باید راتلونکي کې یې اصلاح کړي.

دا غونډه له معمول سره سم د دعاوو پهذغوښتلو سره پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۴/۱۹