هرات: فارسي، اوبي او پښتون زرغون ولسوالیو کې د ښوونځیو له مسئولینو سره غونډې تر سره شوې

د دې په خاطر چې په عصري ادارو کې د اسلامي امارت د تعلیم و تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون لایحه، اصول او مقررات تطبیق شي نو په همدې منظور د ښوونځیو له آمرینو، مدیرانو او سرمعلمانو سره مجلسونه و شول. په دې لړۍ کې د هرات ولایت د تعلیم او تربیې رئیس د یادو […]

د دې په خاطر چې په عصري ادارو کې د اسلامي امارت د تعلیم و تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون لایحه، اصول او مقررات تطبیق شي نو په همدې منظور د ښوونځیو له آمرینو، مدیرانو او سرمعلمانو سره مجلسونه و شول.

په دې لړۍ کې د هرات ولایت د تعلیم او تربیې رئیس د یادو ولسوالیو د ۶۴ ښوونځیو له مدیرانو او سرمعلمانو سره هر اړخیز مجلسونه ترسره کړل، همدا راز د ښوونځیو مدیرانو او سرمعلمانو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسئولینو خوښي څرګنده کړه او وعده یې وکړه چې په خپل ټول وس او توان به په تعلیمي چارو کې مصرفوي او کوښښ به کوي چې د تعلیم او تربیې لایحه، اصول او مقررات عملي کړي.

په یادو غونډو کې د تعلیم او تربیې رئیس په خپلو څرګندونو کې د ۵۱ ماده ییز طرز العمل پلي کول لازمي وبلل، د غونډې ګډونوالو هم ژمنه وکړه چې اصول به لازمًا عملي کوي.

یادې غونډې له معمول سره سم د قرآن مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د دعاوو په کولو سره پای ته ورسېدې.
۲۰۲۱/۴/۲۵