هرات: شینډنډ ولسوالۍ کې د ښوونځیو له مسئولینو سره غونډې تر سره شوې

لکه څرنګه چې نوی تعلیمي ۱۴۰۰ هجري شمسي کال پیل شو، په سرد سېره سیمو کې به ټولې عصري تعلیمي ادارې د خپل تعلیمي پلان له مخې ۹ میاشتې تدریسي چارو ته دوام ورکوي، د دې په خاطر چې په عصري ادارو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون لایحه، […]

لکه څرنګه چې نوی تعلیمي ۱۴۰۰ هجري شمسي کال پیل شو، په سرد سېره سیمو کې به ټولې عصري تعلیمي ادارې د خپل تعلیمي پلان له مخې ۹ میاشتې تدریسي چارو ته دوام ورکوي، د دې په خاطر چې په عصري ادارو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون لایحه، اصول او مقررات تطبیق شي نو په همدې منظور د ښوونځیو له آمرینو، مدیرانو او سرمعلمانو سره د مجلسونو جوړول خورا مهم وبلل شول.

په دې لړۍ کې د هرات ولایت د تعلیم او تربیې رئیس د یادې ولسوالۍ د ۶۲ ښوونځیو له مدیرانو او سرمعلمانو سره  هر اړخیز مجلسونه ترسره کړل، همدا راز د ښوونځیو مدیرانو او سرمعلمانو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسؤلینو خوښي څرګنده کړه او وعده یې وکړه چې په خپل ټول وس او توان به په تعلیمي چارو کې مصرفوي او کوښښ به کوي چې د تعلیم او تربیې لایحه، اصول او مقررات تطبیق کاندي.

په یادو غونډو کې د تعلیم او تربیې رئیس په خپلو څرګندونو کې د ۵۱ ماده ییز طرز العمل پلي کول، د ادارې منظموالی، غیر مطلوب کسان لرې کول او همدا راز تخیلي استا ذان، شاګردان لرې کول لازمي وګڼل شول، هغوی هم ژمنه وکړه چې اصول به لازما عملي کوي.

یادې غونډې له معمول سره سم د قرآن مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او د دعاوو په کولو سره پای ته ورسیدې.
۲۰۲۱/۴/۸