غور: الله یار ولسوالۍ کې د يو باب دینې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت الله یار ولسوالۍ اړوند دهن ده سرخ سیمه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې پیل شو. دغه مدرسه […]

د غور ولایت الله یار ولسوالۍ اړوند دهن ده سرخ سیمه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې پیل شو.

دغه مدرسه د حضرت (ابوبکرصدیق) رضی الله عنه په نوم ونومول شوه.

یاد مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۴/۱۷