نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د تر لاسه شوي رابور له مخې، زابل خاک افغان ولسوالۍ کې لویه تشویقي غونډه تر سره شوه، په غونډه کې د دیني مدارسو مهتممینو، علماء کرامو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو، د غونډې ګډنوالو ته علماء کرامو د تعلیم او تربیې پر اهمیت، ضرورت او د تېر کال د فعالیتونو د ارزونې په […]
د تر لاسه شوي رابور له مخې، زابل خاک افغان ولسوالۍ کې لویه تشویقي غونډه تر سره شوه، په غونډه کې د دیني مدارسو مهتممینو، علماء کرامو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو، د غونډې ګډنوالو ته علماء کرامو د تعلیم او تربیې پر اهمیت، ضرورت او د تېر کال د فعالیتونو د ارزونې په اړه ویناوې وکړې.
همدارنګه د تعلیم او تربیې مسئولینو هم د غونډې برخوالو ته ویناوې وکړې، د مدارسو له مهتممینو یې غوښتنه وکړه چې د دیني مدارسو لپاره ۲۱ ماده ییز طرزالعمل په خپلو مدارسو کې عملي کړي، له علماء کرامو یې هیله وکړه چې په پوره اخلاص په کلیوالي او لیلیه مدارسو کې خپل ورسره علم تر نورو تږو طالبانو ماشومانو ورسوي، تر څو د هغوی علمي تندي پرې خړوبې شي.
د تعلیم او تربیې مسئولینو همدا راز له عوامو مسلمانانو غوښتنه وکړه، چې خپله هر اړخیزه همکاري له مدارسو سره په دوامداره جاري توګه وساتي، په ځانګړي ډول، خپل بچیان کلیوالي مدارسو ته په مقیده توګه ور ولیږي، تر څو یې بچیان روشانه راتلونکی ولری او له نېک بختيو برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې یې له ټولو راغلو، ښاغلو مېلمنو مننه وکړه او له لوی الله جل جلاله یې ورته د ستر اجر غوښتنه وکړه، چې د امارت اسلامي د مسئولینو په یو التماس له لیري پرتو سیمو راغلي دي، دا پرتمینه غونډه د دعاء په کولو سره پای ته ورسېده.
بلخوا غور کې د یو باب دینې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د غور ولایت الله یار ولسوالۍ اړوند ښهرنو سیمه کې د اسلامي امارت دتعلیمي مسئولینو، علماء کرامو او د قومي مخورو په ګډه همکارۍ د (مخزن العلوم) په نوم د دیني مدرسې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
دغه مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په تر سره کولو سره پای ته ورسېدل. ۲۰۲۱/۴/۸
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.