د لغمان ولایت د تعلیم او تربیې مسئول مهترلام کې له یوې لیسې لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د لغمان ولایت د تعلیم او تربیی مسئول د یاد ولایت مرکز مهترلام اړوند ګلارام د ذکورو له لیسې څخه لیدنه وکړه، په یاده لیسه کی یې استادانو، زده کوونکو او قومي مشرانو ته باارزښته وینا وکړه. د لغمان د پوهنې ولایتي مسئول ښوونکي او زده کوونکي خپلو درسونو ته متوجه […]

د افغانستان اسلامي امارت د لغمان ولایت د تعلیم او تربیی مسئول د یاد ولایت مرکز مهترلام اړوند ګلارام د ذکورو له لیسې څخه لیدنه وکړه، په یاده لیسه کی یې استادانو، زده کوونکو او قومي مشرانو ته باارزښته وینا وکړه.

د لغمان د پوهنې ولایتي مسئول ښوونکي او زده کوونکي خپلو درسونو ته متوجه کړل، په یوې جلا سپارښتنه کې یې دګلارام قومي مشران د مدرسې جوړولو ته وهڅول، د نوموړي په خبرو قومي مشرانو ډېره خوښي څرګنده کړه، دوی همدا راز د لغمان ولایت د تعلیم او تربیې مسئول څخه مننه وکړه چې د دوی ستونزې له نږدې اوری او لازمې د حل لارې ورته په ګوته کوي.

هېره دې نه وي چې دغه لیدنه چې د یوې غونډې په شکل جوړه شوې وه، په آخر کې د یو سوچه اسلامي نظام د نفاذ لپاره دعاء وشوه او غونډه پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۴/۲۶