بلخ: شولګرې ولسوالۍ کې د یو باب دیني مدرسې پرانیسته وشوه

د بلخ ولایت د پوهنې مسئولینو او د سیمې د خلکو په ګډه همکارۍ شولګره ولسوالۍ اړوند تورپاغ علي سیمه کې د امام بخاري رحمه الله په نوم د یوې دیني مدرسې پرانیسته وشوه. په دې پرانیست غونډه کې د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو ګډونوالو ته وویل، دوی په دغه ولایت کې […]

د بلخ ولایت د پوهنې مسئولینو او د سیمې د خلکو په ګډه همکارۍ شولګره ولسوالۍ اړوند تورپاغ علي سیمه کې د امام بخاري رحمه الله په نوم د یوې دیني مدرسې پرانیسته وشوه.

په دې پرانیست غونډه کې د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو ګډونوالو ته وویل، دوی په دغه ولایت کې د پوهنې د پیاوړتیا او تقویت لپاره جدي هڅې پیل کړي او ددیني مدارسو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

دوی همدا راز د سیمې له سپین ږیرو او ځوانانو غوښتنه وکړه چې د خپل وس او توان په اندازه د مدرسې د اطاقونو او تعمیر په برخه کې خپله ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده چې دمګړۍ په دې مدرسه کې ۹۰ تنه زده کوونکي او ۵ تنه استادان په لیلیه توګه په تعلیم او تدریس بوخت دي.

هېره دې نه وي، چې د بغلان ولایت د پوهنې مسئولینو بیا ددې ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له حسن تال لیسې څخه لیدنه وکړه، په یاده لیدنه کې زده کوونکو ته په خپلو زده کړو کې د زیات کوښښ کولو نصیحت وشو او استادان هم خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل شول.
۲۰۲۱/۴/۲۶