نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ اړوند د مستو خېلو د دار العلوم حبیبيه مدرسې او د تېزناوې د سیمي د تجوید القرآن مدرسې په انګړ کې د فاضلانو او قاریانو د فراغت په مناسبت سترې غونډې ترسره شوې. غونډې د سې شنبه په ورځ د سهار په ۸:۰۰ بجو د قرآن مجید د څو مبارکو […]
د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ اړوند د مستو خېلو د دار العلوم حبیبيه مدرسې او د تېزناوې د سیمي د تجوید القرآن مدرسې په انګړ کې د فاضلانو او قاریانو د فراغت په مناسبت سترې غونډې ترسره شوې.
غونډې د سې شنبه په ورځ د سهار په ۸:۰۰ بجو د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، په دې غونډو کې د معارف د مسئولینو په ګډون سربېره علماء کرامو، بانفوذه قومي مخورو او عامو متدینو هیوادوالو برخه اخیستې وه.
علماءکرامو په خپل نوبت سره خلکو ته د دیني علومو، د قرآن کریم د زده کړې، قرائت د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې جالبې ویناوې وکړې.
د دغو غونډو په پای کې د دار العلوم حبیبیه مدرسې ۱۷ تنو فاضلانو او ۲۵ تنو قاریانو ته او همدا راز د تجوید القرآن مدرسې ۱۲ تنو قاریانو ته د فضیلت پګړۍ ورپه سر کړل شوې.
دا پرتمینې غونډې د ماسپښین پر مهال ۱:۰۰ بجه د هیواد دخپلواکۍ او ازادۍ د دعاوو په ترسره کولو سره پای ته ورسېدې. ۲۰۲۱/۳/۹
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.