د کابینې د ځنډ عوامل د معیارونو اختلاف که ازدحام یا ..؟!!

د کابل د لاسپوڅې ادارې د چارواکو تر خبرو “وپوهیدې“ ډیره ده، په لفاظۍ او نطاقۍ کې د امریکایي میتود نه کار اخلي، په خوله یوه، په زړه بله او په عمل کې بله، د ارګ فضا د امریکایي اشغال تر تاثیر لاندې دومره پیکه شوې ده چې دوی ته نه ځان ښکاري او نه […]

د کابل د لاسپوڅې ادارې د چارواکو تر خبرو وپوهیدې ډیره ده، په لفاظۍ او نطاقۍ کې د امریکایي میتود نه کار اخلي، په خوله یوه، په زړه بله او په عمل کې بله، د ارګ فضا د امریکایي اشغال تر تاثیر لاندې دومره پیکه شوې ده چې دوی ته نه ځان ښکاري او نه جهان، هغوی شپه او ورځ سرګردانه او لالهانده وي خو د بني اسرائیلو په څیر د ( تیه ) له میدانه نشي وتلی.

     ټولو ته معلومه ده چې اشرف غني په (۲۹- ۹- ۲۰۱۴م) نیټه د نیمې چوکۍ لوړه وکړه، هغه مهال یي یو لړ څرګندونې وکړې، د خپلې مختصرې وینا په ترڅ کې یې څو غټي نمایشي ژمنې هم وکړې، نوموړي د اداري فساد او موازي حکومتونو د محوه کولو تر څنګ د ثبات او امنیت د پیاده کولو ټټر هم وواهه، مګر اوس دادي تر دوه نیمو میاشتو زیاته موده وشوه چې د خپل لاسپوڅي حکومت ابتدایي تشکیل یې لا نه دی بشپړ کړی، د کابیني پر سر شخړه دومره ژوره ده چې سپینه ماڼۍ او اروپایي مشران ورته ګوته په غاښ هیښ پاته دي، کیدای شي د ګډ حکومت امریکایي مؤسس “جان كيري” به هم د خجالت احساس کوي، او د مولانا رومي (رحمه الله تعالی) دې وینا ته به تسلیم وي:

خشت اول گر نِهَد معمار کـج  :  تا ثـریـا می رود دیوار کـج

د کابینې د تشکیل ستونزه ولې دومره جنجالي شوه؟!!

کومه ستونزه چې رسنیو ته یې لاره موندلې هغه د کابینې د مساویانه ویش پر سر ناندرۍ دي، جنجال یوازې د کلیدي پوستونو د ویش پر سر نه دی، بلکې لویو ریاستونو، ولایتونو او امنیه قوماندانیو ته هم سرایت کوي، خو دا ستونزه وړه ده او آسانه حل لاره لري، په یوه ورځ بلکې په یو ساعت کې حل کېدی شي،  یا په بل عبارت صرف جان کیري ته ضرورت لري او بس.

 د کابینې په تشکیل کې لویه ستونزه چې حل یې شاید نور وخت هم وغواړي د ارګ د باندې او دننه ابعاد دي، د اشرف غني مربع او د عبد الله مثلث اوه زاویې لري، او شاید چې په هره زاویه کې به د کابینې د غړو تر شمیر زیات کسان منتظر وي، بل خوا د ارګ د باندې ډیرو کسانو د یو او بل اړخ په تایید کې خوَلې تویې کړې دي، چیغې یې وهلې دي، ستړیاوې یې ګاللې دي، د هغوی هر کس غوښنه برخه غواړي، هغه کسان چې له امریکې سره د امنیتي تړون په مهال لاس پر نامه په صف کې ولاړ وو، هغوی هم باید بې برخې نشي.

د ستونزې بل اړخ په کابینه کې د یرغلګرو ونډه ده، د پړي یو سر د امریکا او بل سر یې د نورو یرغلګرو په لاس کې دی، دوی یوازې د کابینې په حصه غاړه نه باسي، بلکې هر ښکیل هیواد کما في السابق په ولایتونو کې ونډه غواړي، د بېلګې په ډول کاناډا تر کندهار، بریتانیا تر هلمند، جرمني تر مزار، او امریکا تر جلال آباد هیڅکله هم نه تیریږي.

بله د یادولو وړ ستونزه د کابینې د غړو د لیاقت معیار دی، په ښکاره د متخصصې کابینې  خبرې کېږي،  خو غالبا له تخصص نه مقصد علمي تخصص یا کاري تجربه نه ده؛ ځکه چې  په افغانستان کې مسلکي او تجربه کار خلک ډیر دي، اصلي مطلب دا دی چې هره ډله دداسې کسانو په لټون کې ده چې شخصي ګټو، ژبپالنې، قوم پالنې او غربپالنې ته ژمن وي، او د داسې کسانو موندل چې په یوه وخت کې هر شی وي رښتیا ګران کار دی.

  لېرې نه ده چې د کابینې ستونزه به د یرغلګرو په منځګړیتوب په راتلونکو څو اونیو یا څو میاشتو کې په سر سري توګه حل شي، خو د ګډ فرمایشي او لاسپوڅي دوه سري نظام ناندرۍ به دوام وکړي، او ډیر زر به راپرېوزي.