د واقعیت پیژندنې یو مثبت اعتراف

د اونۍ تبصره: د افغاني لانجې د اوږدیدلو او ستونزمن کیدو یو اساسي عامل په هغې کې پر واقعیتونو نه اعتراف او پر هغو سترګي پټول دي. په افغانستان کې د بهرني اشغال په خلاف د افغان مجاهد ولس  دفاعي جهاد او د امریکا او ناټو غوندې مجهز پوځي ځواک په مقابل کې یې خارق […]

د اونۍ تبصره:

د افغاني لانجې د اوږدیدلو او ستونزمن کیدو یو اساسي عامل په هغې کې پر واقعیتونو نه اعتراف او پر هغو سترګي پټول دي.

په افغانستان کې د بهرني اشغال په خلاف د افغان مجاهد ولس  دفاعي جهاد او د امریکا او ناټو غوندې مجهز پوځي ځواک په مقابل کې یې خارق العاده بریالیتوب یو نه انکارمنونکی واقعیت دی.

تیر اتلس کاله امریکایانو او د هغوی پوځي ایتلافیانو او داخلي ملګرو یې له دغه ملموس واقعیت څخه چشم پوشي کوله او د خپل ځان په مقابل کې یې افغان جهادي مقاومت بهرنۍ مداخله بلله او د هغه ټول فتوحات او لاسته راوړنې یې نورو جهتونو ته منسوبولې.خو د وخت تیریدلو هرڅه داسې واضح شول چې اوس ترې انکار لکه د لمر له رڼا څخه انکار او یا هم لمر په دوو ګوتو پټول دي چې اصلا امکان نه لري.

له نيكه مرغه چي له یوې خوا د ماسکو په غونډه کي په تیرو اتلسو کلونو کي د کابل ادارې چلوونکو او د امریکایې یرغل د ملاتړ کوونکو سرلارو په یوه خوله د اسلامي امارت دا غوښتنه حق وبلله او تائید یې کړه چي بهرني پوځونو دي په مکمل ډول له افغانستان څخه ووځي.  له بلي خوا د سپینې ماڼۍ اوسنۍ چارواکي هم د هغو په جمله کې دي چې په افغانستان کې یې موجود واقعیتونه درک کړي او غواړي د هغو په رڼا کې له افغاني  قضیې سره د حقیقت بینۍ له مخې تعامل وکړي.

څو ورځې وړاندې کانګریس ته د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ کلنۍ وینا او په هغې کې د طالبانو په اړه د یو لړ مثبتو اصطلاحاتو کارول هغه څه دې چې د سپینې ماڼۍ د چارواکو لخوا په افغانستان کې پر واقعیتونو د اعتراف څرک په کې ښکاري.

ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په خپلې کلنۍ وینا کې اسلامي امارت ته د (مقابل لوري) خطاب وکړ چې د امریکايي ولسمشر په توګه د نوموړي په وینا کې دغه اصطلاح کارونه د امریکايي چارواکو په سیاست کې داسې ژور بدلون دی چې په مذاکراتي بهیر کې د مثبتو اغیزو توقع تري کیدای شي.

د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما به د کانګریس په کلنیو ویناوو کې له واقعیتونو څخه په انکار سره طالبانو (اسلامي امارت) ته د تروریستانو خطاب کاوه او  پر هغوی به یې نامعقول الزامونه لګول.

خو اوس چې ډونالډ ټرمپ د اسلامي امارت لپاره د تروریستانو نوم کارولو په ځای هغوی ته د مقابل لوري خطاب کوي دا هڅه پر واقعیت باندې د اعتراف ترڅنګ د اسلامي امارت او واشنګټن ترمنځ پر مذاکراتي بهیر هم مثبت اغیز لرلای شي.

اسلامي امارت په دې نظر دی چې له روان حالته د وتلو یوازینۍ لار د حقائقو منل او له بې ځایه تشنج او بحران اوږدولو څخه اجتناب دی. تېرو اوولس کلونو تجربو ثابته کړه چې د پوځي ستراتيژیو تغیر او تمرین ستونزې نه حل کوي بلکې وضعیت تر پخوا پیچلی کوي. په دې هیله چې د قضیې د حل په خوا پیل شوی مسیر پسې تعقیب شي تر څو زموږ د اولس اوږده غمیزه پای ومومي او جنګ ځپلی اولس مو د آرامۍ او هیواد جوړولو فرصت تر لاسه کړي.