د لندن کنفرانس کې د بي باورۍ فضا

د تیرې پنجشنبې په ورځ (۴ دسمبر ۲۰۱۴م) په لندن کې د افغانستان په هکله د نړیوال کنفرانس تر عنوان لاندې یوه بشپړه تشریفاتي او بي ارزښته غونډه جوړه شوه چې له ورایه د  بې باورۍ او بې پروایۍ تر مستقیم تاثیر لاندې وه،  د ګډون والو ویناوې او بیانیې پر دې را څرخېدې چې […]

د تیرې پنجشنبې په ورځ (۴ دسمبر ۲۰۱۴م) په لندن کې د افغانستان په هکله د نړیوال کنفرانس تر عنوان لاندې یوه بشپړه تشریفاتي او بي ارزښته غونډه جوړه شوه چې له ورایه د  بې باورۍ او بې پروایۍ تر مستقیم تاثیر لاندې وه،  د ګډون والو ویناوې او بیانیې پر دې را څرخېدې چې هره خوا دې پر خپلو ژمنو او دریځ ودریږي، هر چا کوښښ کاوه چې په ډیره نرمه لهجه  نور د تهمت په غشيو وولي.

   د دیارلس کلن کرغیړن اشغال په دوران کې په ګڼو هیوادوو کې په مختلفو نومونو د اشغال د استحکام په مقصد شپاړس نړیوال کنفرانسونه دایر شوي دي، چې له هغو نه لاندې لس کنفرانسونه د یادولو وړ دي:

  • ·د بن کنفرانس (۵ دسمبر ۲۰۰۱م).  
  • ·د توکیو لومړی کنفرانس (۲۲ جنوري ۲۰۰۲م).
  • ·د برلین کنفرانس (۱ اپریل ۲۰۰۴).
  • ·د لندن لومړی کنفرانس (۱ فبروري ۲۰۰۶م).
  • ·د پاریس کنفرانس (۱۲ جون ۲۰۰۸م).
  • ·د مسکو کنفرانس (۲۷ مارچ ۲۰۰۹م).
  • ·د لندن دويم کنفرانس (۲۸ جنوري ۲۰۱۰م).  
  • ·د بن دویم کنفرانس (۵ دسمبر ۲۰۱۱م).
  • ·د شیکاګو کنفرانس (۲۰- ۲۱ می ۲۰۱۲م).
  • ·د توکیو دوهم کنفرانس (۸ جولای ۲۰۱۲م).

   په ټولو کنفرانسونو کې د اشغالګرو لخوا له افغانستان سره د بیارغونې او د همکاریو پوچې وعدې او بې مسؤولیته ژمنې شوې دي، یرغلګرو او ملګرو یې یوازې د توکیو په اول کنفرانس (۲۲ جنوري ۲۰۰۲م) او د پاریس په کنفرانس (۱۲ جون ۲۰۰۸م) کې تر پنځه ویشت میلیاردو ډالرو د زیاتو مرستو ژمنې وکړي، خو په عمل کې ډیر څه ونه لیدل شول،  یوازې د څو غلاوو، ورکو راپورنه یې نشر ته وسپارل، او په قرار دادونو کې درغلۍ، نه مدیریت، د ظرفیتونو نه شتون او د حکومت فساد داسې لویې بلاوې وبلل شوې چې د یرغلګرو دروغجنې ډالري بوجۍ یې ټولې په دې بهانو تر ستوني تیرې کړې.

د لندن له کنفرانس نه د لاسپوڅو هیلې هغه مهال په ناهیلۍ بدلې شوې کله چې یرغلګرو د بې اعتمادۍ په هکله ډاګیزې څرګندونې وکړې: د کنفرانس یو ګډون وال د کابل ادارې ته په اشارې سره وویل: سره له دې چې ډېر کارونه شوي، خو ډېر، ډېر شیان پاتې دي چې باید وشي.

  بل وویل:که نوي افغان مشران د اصلاحاتو لپاره خپلې ژمنې پرځاى کړي نو نړيواله ټولنه به له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي، دا زموږ لپاره يا د نړيوالې ټولنې لپاره يو ښه فرصت دى چې د دوى کار وګورو،که دوى خپلې ژمنې پرځاى کړي نو موږ هم چمتو يو چې د افغانستان ترڅنگ و درېږو او خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړو.

د لندن وروستنی کنفرانس د توکیو د دوهم کنفرانس (۸ جولای ۲۰۱۲م) په تعقیب جوړ شو، تر څو د هغو شپاړسو میلیاردو جعلي ډالرو ژمنه چې په نوموړي کنفرانس کې شوې وه یو وار بیا را تازه کړي، خو ښه حکومتولي، اصلاحات او له فساد سره مبارزه هغه شرطونه دي چې د حامد کرزي د بلواکه حکومت په څیر د اشرف غني او عبد الله دوه سری، فاسد او کاواکه حکومت یې نه شي پوره کولای؛ ځکه د فساد سرچشمه خپله یرغلګر دي نو لاسپوڅي چارواکي یې هیڅکله هم له منځه نشي وړی، او له ښې حکومتولۍ څخه د یرغلګرو اصلي مقصد دادی چې افغان ولس دې د یرغل او یرغلګرو ومنلو ته و هڅوي تر څو د دوی په مقابل کې د مقدس جهاد لاره پریږدي او تسلیم شي، دا هڅه هم د ځکه د بریاليتوب چانس نلري چې افغانان په هېڅ ډول د یرغل منلو ته تیار نه دي.