د دلو ۲۶مه افغانان خپلمینځي یووالي او سولي ته رابولي

ټولو ته معلومه ده چې د ۱۳۵۸ لمریز هـجري کال د جدي په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان پر پاک حریم وحشیانه او بي موجبه یرغل وکړ، د ببرک کارمل په مشرۍ یي ګوډاکۍ حکومت اعلان کړ او د افغان ولس خلاف یې ظالمانه جګړه پیل کړه، او د اشغالګرې امریکا […]

ټولو ته معلومه ده چې د ۱۳۵۸ لمریز هـجري کال د جدي په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان پر پاک حریم وحشیانه او بي موجبه یرغل وکړ، د ببرک کارمل په مشرۍ یي ګوډاکۍ حکومت اعلان کړ او د افغان ولس خلاف یې ظالمانه جګړه پیل کړه، او د اشغالګرې امریکا په څېر یې داسې فجایع او نارواوې وکړې چې د نړۍ په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کیږي. خو آخر یې د نهه کلونو او یو پنځوس ورځو تر اشغال او مسلسلو جګړو وروسته د سختو ستړیاوو او درنو ناخوالو په زغمولو د افغان ولس د مقدس جهاد په وړاندي ماتي وخوړه او د ۱۳۶۷ ل هـجري کال د دلوې په ۲۶مه نیټه (۱۵ فروري ۱۹۸۹م) د افغانستان نه په ډیر بد حالت کي ووتل، بیشمیره مالي او ځاني تلفات یې ولیدل، په پایله کې د شوروي اتحاد امپراطوري ړنګه شوه.

تجربو ښودلې چې د پرديو او یرغلګرو یاري او ملګرتیا تر خپل مطلبه پوري وي، د ماتې او تیښتې په وخت کې خپل ملګري د مرګ کندي ته ټیله کوي، په اشغال شوي هیواد کې د داخلي فتنو او خپلمینځي جګړو اورونه بلوي، خپلو وعدو ته ژمن نه پاته کیږي، دغه کړنه زموږ په هیواد کې څو ځله تکرار شوې ده.

د پورتنۍ سیناریو له مخې د شوري اتحاد واکمنانو هم خپل ټول پوځیان د ځان ژغورلو په نیت د افغانستان څخه وایستل، او د افغاني لوریو په مینځ کې یې د جګړي اور ته لمن وهل پیل کړل، تر څو له افغانانو څخه د خپلي ماتي غچ واخلي، د خپل مینځي جګړو په ذریعه خپل مخالف او موافق دواړه لوري تباه کړي. او دا د یرغلګرو عادت دی.

نن ورځ هم اشغالګره امریکا دغه استراتیجي تعقیبوي، افغانان یې پر ډلو ویشلي دي، په یو او بل نوم یې دښمنۍ یې ایجاد کړې دي، د کورنۍ جګړې لپاره یې سرمایه ګذاري کړې ده، وسلي یې تقسیم کړې دي، د جګړې د دوام لپاره یې بانډونه جوړ کړیدي، غواړي چې د دوی له وتلو وروسته افغانان په جګړه کې بوخت پاته شي، او په آسانۍ سره د یوې با اعتباره روغې جوړې لار پیدا نکړي؟!!.

 د اسلام د مبارک دین د لارښوونو سره سم موږ ټول افغانان مکلف یو چې د دښمنانو د تفرقه اچولو او فتنه انګیزۍ پلانونه شنډ کړود یووالي او اتحاد په لور زړور ګامونه واخلو او صمیمانه حرکت وکړو، په خپل ټول توان سره د الله جل جلاله دا فرمان: {وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا} (آل عمران- ۱۰۳) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هدایت: (وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانا) (متفق علیه) په عمل کې پیاده کړو، د دښمنانه څرګندونو، پوچو ویناو او بې فایدې لفاظیو پر ځای د خیراو ورورولۍ خبرې وکړو، د اشغالګرو د خوشحالۍ پر ځای د الله جل جلاله د رضا طلب وکړو او په دې لاره کې د الله جل جلاله نه د مرستې او توفیق غوښتنه وکړو. والله الموفق