اشغال د بشري کړاوونو او نا خوالو سر چینه ده(د اوونۍ تبصره)

په دې وروستیو کې (۴ مارچ ۲۰۱۵ز) د بشري حقونو د څار ادارې (هیومن رایتس واچ) یو ۹۶ مخیز راپور نشر ته سپارلی دی، چې د بشري حقونو یو شمیر ناقضین یې په کې په ګوته کړي، او دکابل له لاسپوڅې ادارې څخه یې په عمومي توګه د بشري حقونو د سر غړونکو د محاکمې […]

په دې وروستیو کې (۴ مارچ ۲۰۱۵ز) د بشري حقونو د څار ادارې (هیومن رایتس واچ) یو ۹۶ مخیز راپور نشر ته سپارلی دی، چې د بشري حقونو یو شمیر ناقضین یې په کې په ګوته کړي، او دکابل له لاسپوڅې ادارې څخه یې په عمومي توګه د بشري حقونو د سر غړونکو د محاکمې غوښتنه کړي ده او د امریکې د جمهور رئیس اوباما او نورو اشغالګرو نه یې هیله کړې چې په نوموړې اداره فشار وارد کړي تر څو د دوی یاده مطالبه عملي کړي، دا چې د کابل اداره دا واک لري چې څوک محاکمه کړي  که نه؟ دا بیل بحث دی.

حقیقت دادی چې اشغال او پر آزادو هیوادونو تېری د بشري کړاوونو، ناخوالو او مصیبتونو سرچینه ده، ځکه اشغالګر د خپلو شومو اهدافو لپاره غیر انساني کړنو ته لاس اچوي، ټولنه په خپل مینځ کې سره وېشي، یوې ډلې ته امتیازات ورکوي تر څو هغه بله ډله وځپي او بیا د ټولنې پر بل اړخ حمله کوي، په دې توګه هڅه کوي چې  د دوی د ظلم په مقابل کې د ولسي مقاومت د توان کچه راټیټه کړي، د خلکو توجه او فکر په داخلي کشمکش کې مصروف وساتي.

د بېلګي په توګه یوازي پرون ورځ د مارچ په اتمه یوه ناوړه پیښه رامینځته شوه او یو ویرونکی راپور خپور شو: د شبرغان په محبس کې درې کسان ووژل شول، او تر لسو زیات کسان ژوبل شول، پر ښځو د تېري په یوه راپور کې یادونه شوې ده چې : د روان کال له پیل څخه تر دې دمه یوازې په بلخ ولایت کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي ۲۸۱  پېښې ثبت شوې دي، دا د یوه ولایت راپور دی؟!!.

د بشر په حقونو کې تر ټولو مهم حق د انسان د ژوند او آزادۍ حق دی، هغه څوک چې د بل چا ژوند تهدیدوي یا یې پر آزادۍ تېری کوي هغه د بشري حقونو دسرغړونکو مخکښ دی، دا دی له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې اشغالګرو له یوې خوا د افغانستان خاوره اشغال کړې ده، د ځمکې او هوا کنترول یې په لاس کې اخیستی دی، د افغان ولس آزادي یې سلب کړي ده، له بلي خوا یې پر مظلوم ولس ډیر نا اهله او فساد پیشه کسان مسلط کړي دي، او د دې تر څنګ یې د ظلم او شکنجو تعلیم هم ورکړی دی.

د امریکا د مرکزي استخباراتو پخواني افسر رابرت ګرینر په خپل کتاب کې لیکلي دي چې: دغو خلکو (زورواکانو) د امريکايانو په ډاډ پر خلکو ظلمونه کول… او امريکايانو هم د دې لپاره سترګې پرې پټې کړې وې، چې دغو خلکو له امريکايانو سره د طالبانو پر ضد عملياتو کې مرسته… کوله، نوموړي په خپلو يادښتونو کې دا هم ليکلي دي چې: د امريکا مرکزي استخباراتو خپلو افغان پلويانو… ته د بنديانو د شکنجه کولو وحشي لارې چارې ښودې او هغوی يې د بنديانو شکنجو ته هڅول.

د تعجب وړ خبره داده چې د بشري حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې اشغالګرو ته چې هم د بشري حقونو اصلي ناقضین دي او هم د نورو سر غړونکو ښوونکي او مربیان دي هیڅ اشاره نه ده کړې، بلکې دوی دغو اشغالګرو ته – چې د خلګو کورونو ته به په نیمه شپه ننوتل، ویده ماشومان، ښځې او نارینه به یې په بې رحمانه ډول وژل، انسانان به یې ژوندي تر خاورو لاندي کول، په یو او بل نوم به یې بیګناه خلک کړول، او لا اوس هم دغو ناوړو کارونو ته ادامه ورکوي- د بشر د حقوقوناقضین نه وایې، بلکې د مصلحینو په توګه يې د انصاف تله هم دوی ته سپارلې، او له دوی نه غواړي چې د کابل په بیواکه اداره فشار راوړي چې د بشري حقونو سر غړونکي محاکمې ته راکش کړي؟!!.

اسلامي امارت پر خپل شریف ولس غږ کوي چې خپل اسلامي، ملي او ټولنیز ارزښتونه په پام کې ونیسي، ایماني ورورولۍ ته وده ورکړي، د خپلواک اسلامي ښکلي نظام د حاکمیت لپاره خپلې هڅې ګړندنۍ او پراخه کړي، او د اسلام د اصولو په رڼا کې خپل دوست او دښمن تشخیص کړي. والله الموفق