نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا ډیرې ورځې کیږې چې د کابل ادارې د مشر اشرف غني لخوا د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ثبت نام بهیر رسما پرانیستل شوی او ورسره نوم لیکنې ته د خلکو د هڅولو په موخو د اجیرو رسنیو تبلیغات هم پيل شوي دي، خو بیا هم عام اولسي خلک نه دي حاضر شوي چې په […]
دا ډیرې ورځې کیږې چې د کابل ادارې د مشر اشرف غني لخوا د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ثبت نام بهیر رسما پرانیستل شوی او ورسره نوم لیکنې ته د خلکو د هڅولو په موخو د اجیرو رسنیو تبلیغات هم پيل شوي دي، خو بیا هم عام اولسي خلک نه دي حاضر شوي چې په دې پروسه کې ګډون وکړي او یا د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
د ثبت نام د پروسې په اړه ترسره شوې څیړنې ثابتوي چې تر اوسه پورې یوازې حکومتي چارواکو د نوم لیکنې لپاره اړوندو مراکزو ته مراجعه کړې، هغه هم په ډير کم شمېر. د مثال په ډول د بلخ پخواني والی عطاء محمد نور تېره ورځ اعتراف وکړ چې د بلخ په ښار کې چې درې نیم میلیونه تنه نفوس لري، یوازې شاوخوا درې نیم زره کسانو په ټاکنو کې د رایو اچولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.
د نوملیکنې له پروسې سره د افغان اولس سرتاسري پریکون او نه ګډون په حقیقت کې د اشغال تر چتر لاندې د ټاکنو ډرامې ته هغه پریکنده اولسي ځواب یا غبرګون دی چې زموږ د مؤمن اولس د سیاسي شعور په لوړتیا دلالت کوي. عام اولس پوهیږي چې هیواد تر اشغال لاندې دی، د ټاکنو پروسه جعلي او کاذبه ده او د هیواد د زعامت ټاکلو واک د امریکایي اشغالګرو په لاس کې دی.
عام اولس چې د ټاکنو پروسه یې په سرتاسري پریکون سره تحریم کړې، د خپل دې موقف لپاره تر لمر روښانه دلائل لري. د اولس په یاد دي چې په تیرو ټاکنو کې نهایي پریکړه د چا لخوا وشوه او امریکایي چارواکو په څومره سپین سترګۍ زموږ د اولس سیاسي سرنوشت مسخره کړ.
د افغان اولس لخوا د ټاکنو د پروسې سرتاسري تحریم ټولو بهرنیو اشغالګرو، د هغوی پالیسي جوړونکو او حتی د هغوی عامو اولسونو ته دا پیغام لري چې افغان اولس نور په هیواد کې نه د هغوی پوځي شتون غواړي او نه هم د هغوی لخوا جوړ شوي حکومتونه، ټاکنیزې ډرامې او نورې پروسې د باور وړ ګڼي.
موږ امید لرو چې د افغان اولس دغه عملي غبرګون ته به نړیوال او په خاص ډول اشغالګر هیوادونه او د هغوی اولسونه په جدیت سره وګوري او په ژوره توګه به یې تحلیل کړي؛ ځکه کله چې یو اولس نه غواړي د چا اشغال ومني او یا یې د زور تر دموکراسۍ لاندې ژوند وکړي، نو بیا څنګه ممکنه ده چې په اوږده مهال کې په داسې ملت ځان وتپل شي؟ که خبره یوازې د وسلې په زور په ملت د ځان تحمیلولو وي؛ نو تاریخ ثابتوي چې د زور واکمني تر ډیره دوام نه کوي او له متداومې جګړې دواړو خواوو ته له زیانونو پرته بل هیڅ نتیجه هم نلري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.