نن : جمعه, ۱ وری , ۱۴۰۴ Friday, 21 March , 2025

زابل

۱۴۰۰-۰۹-۲۵

د زابل د مرستیال والي په مشرۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه تر سره شوه.

د زابل د مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غوڼده په داسې حال کې نن په ولایت مقام کې تر سره شوه چې د ټولو دولتي ادارو مسئولېنو برخه لرله. د اجنډا سره سم د جلسې پیل د قرانکریم په مبارکو آیاتونو سره وشو او د جلسې ټولو ګډونوالو […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۴

د زابل ولایت د پاسپورټ مدیریت څخه لیدنه وشوه

د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد نن د ولایت مقام د دفتر رئیس په ملتیا د پاسپورټ مدیریت له چارو څخه له نيژدې لیدنه وکړه. د زابل مرستیال والي د پاسپورټ مدیریت له مسئولینو څخه مننه وکړه چې په کمو امکاناتو سره یې په زابل کې خپل خدمات پیل کړل او لارښوونه یې […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۴

د زابل مرستیال والي د عامې روغتیا ریاست د یو شمېر همکارو مؤسساتو له استازو سره وکتل

  د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد په ولایت مقام کې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د یو شمېر همکارو مؤسساتو له استازو سره په داسې حال کي وکتل چې د عامې روغتیا رئیس مولوي ګل محمد احمد او د ولایت مقام د دفتر رئیس احمد مختار هم برخه لرله. د […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۳

زابل ولايت شملزو والسوالي كي (۱) ټن تاريخ تير خوراکي توكي وسوځول شول

یاد خوراکي توکي ددې ولسوالي د صحت عامي او امنیه قوماندانۍ په همکارې را ټول سوي وو چې نن په عام محضر کې وسوځول سول. دزابل ولايت دشملزو ولسوالي د صحت عامي مدير وایی چې د امنيه قوماندانۍ په همکارې یی د څو ورځو راهیسي یاد کمپاین پیل کړی وو چې په ترڅ کې یی […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۳

د زابل دوالي مرستیال د DRC مؤسسې د پروګرامونو له عمومي مشرې سره وکتل

زابل: د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د افغانستان لپاره د DRC مؤسسې له عمومي مشرې الکس او د جنوب زون د مسئول علي المغداد سره نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې وکتل چې د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او استازو هم حضور درلود. د زابل مرستیال والي ملا […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۳

د زابل مرستیال والي د DRC موسسې د پروګرامونو د عمومې مشرې سره وکتل

د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د افغانستان لپاره د DRC موسسې له عمومي مشرې الکس او د جنوب زون د مسئول علي المغداد سره نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې وکتل چې د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او استازو هم حضور درلود. د زابل مرستیال والي ملا عبدالخالق […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۲

زابل:شاجوی ولسوالي د بابا هوتک (۲) نمبر عالي لیسه د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د زدکوونکو فراغت غونډه تر سره شوه

زابل: یاده فراغت غونډه نن په داسې حال کې ترسره شوه چې پر مهال یې د زابل د پوهنې ریس ملا محمد عثمان حریت، د لیسې ښوونکو، علماؤ، قومي مشرانو او د زده کوونکو والدینو هم حضور درلود. په غونډه کې یو تن دیني عالم مولوي محمد امین ټولو ته د مبارکي تر څنګ د […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۱

دزابل ددوهمي امنیتي حوزې مسؤلینو په مرکز کلات کې یوتن د موټر سیکل غل نیولي.

زابل: دمرکز کلات ددوهمي حوزې آمر مولوي زیت الله احمد وايي، چې یاد کس دکندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې دیوه کور څخه موټر سیکل غلا کړي وو، چې بیا ددې ولایت سیوري ولسوالۍ او وروسته یې مرکز کلات ته را انتقال کړي وو او غوښتل یې چې خرڅ یې کړي، دوئ چي په […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۰

زابل:دوهمې پلي لواء کې ددې لواء د مسؤلینو، علماوو او ډلګۍ مشرانو تر منځ غوڼډ ترسره شوه

ياده غونډه نن په داسي مهال تر سره شوه چې پر مهال یی شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حاجی مولوی اصغر صاحب ، دلواء قوماندان ملا عبدالجبار یاسیر، ریس ارکان مفتي حیات الله اسیر صاحب، ډلګۍ مشرانو او ګروف مشرانو حضور درلود.   په پیل کې شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حاجي مولوي اصغر صاحب […]

۱۴۰۰-۰۹-۱۸

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس د زابل له کرکټ لوبغالي څخه ليدنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس ښاغلي ميرويس اشرف نن د يوه ځانګړي سفر په ترڅ کي د زابل کرکټ لوبغالي له رغنيزو چارو  لیدنه وکړه. ښاغلي ميرويس اشرف د زابل ولايت د کرکټ له مسئولینو او لوبغاړو سره د هغوئ پر شته ستونزو او مشکلاتو وغږيدی او د حل ډاډ يې ورکړ او زیاته […]

۱۴۰۰-۰۹-۱۸

د زابل ولایت په دوهمه پلي لیوا کې ورزشي کلب فعال شو.

  دا کلب د یو لړ مراسمو په ترڅ کې داسې مهال افتتاح شو چې د لیوا قمندان عبدالجبار یاسر او رئیس ارکان مفتي حیات الله اسیر شتون درلود. د زابل د دوهمې پلي لیوا مسئولین وایي د مجاهدینو د لا ښه بدني روزنې او ولس ته د خدمت په برخه کې د هغوی د […]

۱۴۰۰-۰۹-۱۸

د زابل تاریخي بالاحصار د ويجاړيدو له خطر مخ دی

د زابل د تاریخي بالاحصار تاريخي قدامت تر سکندر مقدني پوري رسي، ياد تاریخي بالاحصار زابل ولایت تر ټولو په لوړ سطح کې قرار لري او په هر نظام کې ورڅخه د نظامي چارو کار اخيستل سوی دی چې غټ ديوالونه، نظامي سمڅې او زیرخانې هم لري، د ورستيو جګړو له امله يي زیاتي برخې […]

۱۴۰۰-۰۹-۱۷

د زابل والي په افغانستان کې د NRC مؤسسې له عمومي مشرې سره وکتل

  د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د افغانستان لپاره د NRC مؤسسې له عمومي مشرې آغلې سلونیا او ورسره مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو هم برخه لرله. په افغانستان کې د […]

۱۴۰۰-۰۹-۱۷

د زابل والي د دې ولایت له قومي مشرانو دیني عالمانو او دسيمې له متنفذینو سره وکتل.

د زابل والي ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د زابل ولایت له یو شمېر قومي مشرانو دیني عالمانو او متنفذینو سره په داسې حال کي وکتل چي مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد، امنیه قومندان ایوب اخندزاده، د ولایت مقام دفتر رئیس ملا احمد مختار او د یو شمېر امنیتي حوزو مسئولینو […]

۱۴۰۰-۰۹-۱۶

په زابل کې له ۴۰۰ کورنیو سره د نغدو پيسو او غیر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه

  د کډوالو نړیوال سازمان نن په زابل کې د بیلابیلو ولسوالیو د ۴۰۰ غریبو او اړمنو کورنیو سره د نغدي او غیر خوراکي توکو د ویش لړۍ په داسې حال کې پیل کړه چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم حضور درلود   د زابل ولایت مقام د دفتر رئیس […]

go Up