تاریخ : چهارشنبه, ۳ زمری , ۱۴۰۳ Wednesday, 24 July , 2024

زابل

۱۴۰۰-۱۰-۲۰

د زابل په میزانه ولسوالي کې امنیتي ځواکونو ته نظامي یونیفورم ورکړل شو.

ياد نظامي یونیفورم د دې ولسوالي د امنیې قوماندانۍ او ولسوال نظامي پرسونل ته د امنیې قوماندانې له لوري ورکړل شول، چې د ویش پر مهال يی د دې ولسوالۍ ولسوال زبیرآغا او امنیه قوماندان زابلوال حضور درلود. د مسولینو په خبره (۳۰) تنو امنیتي ځواکونو ته يې دغه یونیفورم توزیع کړ او پلان لري […]

۱۴۰۰-۱۰-۱۹

زابل مرکز او شاجوی ولسوالي کې د اتصالاتو (۲) پایو د ۳G انټرنيټ خدمات پیل کړل

د زابل ولایت د مخابراتو او ټکنالوژۍ ريس یحی وايي چې د اتصالاتو دوه پایو انتنونو په مرکز او شاجوی ولسوالي کې د ۳جې انټرنیټ خدمتونه پیل کړي، چې په مټ به يې د خلکو د انترنیټي خدمتونو ستونزې حل شي. د ده په خبره چې موږ په پلان کې لرو چې د سلام مخابراتي […]

۱۴۰۰-۱۰-۱۶

په شاجوی کې د صفوفو د تصفیې د کمېسیون تر منځ غونډه وشوه

نن د زابل په شاجوی ولسوالي کې د قومندان عبدالغفار په ګډون د صفوفو د تصفیې د کمیسون ټولو غړو، او د ورسره راغلي هیئت او د ولایت د نماینده حیدر مولوي او د استخباراتو د معاون قاري عبدالغفور او د شاجوی ولسوالي د ټولو ادارو مسولینو تر منځ غونډه وشوه. به غونډه کې د […]

۱۴۰۰-۱۰-۱۶

د زابل ولایت د ځانګړو ځواکونو نوي قومندان دنده پیل کړه

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د عمومي قومندان د حکم پر اساس ملا عبدالخالق موسي د زابل ولایت د ځانګړو ځواکونو د سرپرست قومندان په توګه وټاکل شو. او نن د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر د ولایت مقام د مالي او اداري رئیس د بشري سرچېنو د رئیس […]

۱۴۰۰-۱۰-۱۴

په زابل کې به د لسګونه زره کورنیو سره بشري مرستې وشي

زابل: د زابل ولایت مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد د ولایت مقام د داخلي د رئیسانو په شتون کې نن د خیریه موسساتو له مسئولینو او استازو سره وکتل او د دوی د تېرو کړنو راپورونه او نوي پلانونه په اړه یې معلومات ورڅخه تر لاسه کړل . په پیل کې د راغلو خیریه […]

۱۴۰۰-۱۰-۱۲

د زابل ولایت اټغر ولسوالي پر (۳) حوزو ووېشل شوه

د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ امنیه قومندان حاجي عاکف وایي د اټغر ولسوالي پر درو حوزو ووېشل شو. په خبره يې لومړۍ حوزه د بابیزو په سیمه کې د عمري په نوم ونومول شوه، چې مسؤل یې حکمت الله واثر مرستیال یې موسی مکرم وټاکل شول، دوهمه حوزه د جلکزو په سیمه کې د […]

۱۴۰۰-۱۰-۰۹

زابل د شملزو په ولسوالي کې ٣٥٠ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

زابل: زابل د شملزو په ولسوالي کې ٣٥٠ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه ياده مرسته د قطر هیواد له خوا د سرې میاستې په چوکات کې د دې ولایت د شملزو ولسوالي په حاجي کلي کې توزیع شوه. ددې مرستو مسؤل مولوي لقمان وايي چې په یادو مرستو کې […]

۱۴۰۰-۱۰-۰۸

زابل : مرکز قلات ، شاجوی، میزانه او ارغنداب ولسوالیو کې ۲۸۴ کورنیوسره مرسته وشوه

په زابل ولايت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ(UNHCR) په مالې ملاتړ او د HRDA او WAW مؤسسو په همکارۍ د ژمنيو مرستو د پروګرام د لړۍ په دوام په شاه جوۍ، ميزانه ، ارغنداب ولسواليو او قلات کې ٢٨٤ اړمنو کورنيو ته د نغدي پيسو مرسته و ويشل […]

۱۴۰۰-۱۰-۰۳

زابل: د ابن سینا خصوصي اکاډمي د انګلیسي ژبې له زدکړو څخه (۱۰۰) تنه فارغ شول

زابل: کلات:د ابن سینا خصوصي اکاډمي د انګلیسي ژبې له زدکړو څخه (۱۰۰) تنه فارغ شول د دې اکاډمي د مسؤلینو په خبره دغو سل تنو زده کوونکو ته يې د دوه کلونو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل. د ابن سېنا اکاډمي مشر نور الله نوښت په جوړه شوې فراغت غونډه کې ټولو […]

۱۴۰۰-۱۰-۰۱

 دهوایي ډګرونو دچارو د تنظیم کمېسیون نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر دهوایي قواوو په قوماندانۍ کې غونډه وکړه.

دهوایي ډګرونو دچارو د تنظیم کمېسیون نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر دهوایي قواوو په قوماندانۍ کې غونډه وکړه. غونډه د عظیم الشان قران د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل ورپسې د صفونو دتصفیې او دنظامي او ملکي هوایي ډګرونو د چارو دتنظیم کمېسیون مشر او دملي دفاع وزارت سرمفتش محترم مفتي لطیف الله […]

۱۴۰۰-۰۹-۳۰

د زابل لپاره دامر بالمعروف اونهی عن المنکر ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو

دافغانستان اسلامي امارت د دعوت ارشاد، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست نن ١٤٠٠\٩/٣٠ په زابل ولایت کې د امر باالمعروف ریاست لپاره نوی رئيس وټاکل شو. ښاغلی مولوي محمد ابراهیم جاوید صاحب د یوې غونډې په ترڅ کې دامر باالمعروف نهي عن المنکر درئیس په توګه معرفي شو، په یاده غونډه کې د […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۹

د زابل ولایت د عامې روغتیا نوي رئیس دنده پیل کړه

د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالحکیم حکیمي د مولوي ګل محمد پر ځای د عامې روغتیا د رئیس په توګه په رسمي توګه دنده پیل کړه او د ولایت مقام د دفتر د رئیس احمد مختار او د بشري سرچېنو د رئیس احمد شاه مخلص له لوري د دې ریاست کارمندانو ته […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۸

زابلي خبریالانو او درسنيو داستازو ددی ولایت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست ریس سره د هماهنګۍ ناسته وکړه.

خبریالانو او درسنیو استازو د اسلامی امارت په راتګ سره اطلاعاتو ته دلاس رسي په برخه کې خوښي څرګنډه کړه او تر څنګ یې دخبریالانو داقتصادی مشکلاتو یاده ونه کړه. دزابل اطلاعاتو او فرهنګ ریس حمدالله فطرت په رسنیځ ډګر کې د خبریالانو او محلي رسنیو فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چي ددی ولایت […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۸

زابل  کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

  دا کمپاین ددي ولایت د عامي روغتیا د ريس  مولوي ګل محمد احمد او اطلاعاتو او فرهنګ ريس ملا حمدالله فطرت   په لاسونو دوه  ماشومانو ته په دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره پیل سو چي ورسره یو شمیر نور د پولیو ضد کمپاین همکارو مسؤلینو هم برخه درلوده.   د عامې روغتیا ریس مولوي […]

۱۴۰۰-۰۹-۲۵

د زابل د مرستیال والي په مشرۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه تر سره شوه.

  د زابل د مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غوڼده په داسې حال کې نن په ولایت مقام کې تر سره شوه چې د ټولو دولتي ادارو مسئولېنو برخه لرله.   د اجنډا سره سم د جلسې پیل د قرانکریم په مبارکو آیاتونو سره وشو او د جلسې […]

go Up