نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کانګو ديموکراتيک جمهوريت په پلازمېنه کينشاسا کې له دوو ورځو راهيسې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله تر دا مهاله د ۱۲۰ تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، په سلکونو وکړي ټپيان او يا هم نادرکه شوي دي، ددغو اورښتونو له کبله ګڼ استوګنځايونه تخريب شوي او سرکونه يې هم […]
د ورکړل شويو راپورونو پر اساس د هند او چين سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی، هند وايي د اروناچل پرادېش د غرنۍ سرحدي پولې په اوږدو کې د دواړو هيوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته را منځ ته شوې ده، هندي چارواکي وايي، پېښه د […]
د نړيوالو خبري رسنیو د راپورونو پر اساس، د اسټرليا په کوينزلينډ ايالت په يوه لرې پراته کلي کې د وسله وال بريد له امله شپږ تنه وژل شوي دي، ځايي مسئولينو رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې ددې بريد په پايله کې دوه پوليس، يو لاروی او درې مشکوک کسان وژل شوي […]
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل رسمي ټویټر ادرس لیکلي، چې ”د کابل په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل باندې برید د ۳ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید. د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه نه دی وژل شوی. یوازې ۲ تنه بهرني میلمانه […]
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي رئیسانو سره په ترتیب شوې ناسته کې ولیدل. په دغه ناسته کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین […]
د رسنیو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د سایبریا په مرکزي برخه کې په یوې ودانۍ کې چاودنه را منځ ته شوې چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده. د راپورونو له مخې، دغه چاودنه په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې را منځ ته شوې چې له کبله یې […]
د هارورډ پوهنتون څېړنه چې د نومبر په ۹ مه په ژورنال کې خپره شوې راغلي، چې امریکا کې په تېرو ۳۲ کلونو کې د وسله والو بریدونو کچه په بي ساري توګه لوړه شوې، په یاده څېړنه کې راغلي، دمګړۍ په دغه هیواد کې د انفرادي وسله وال کېدو پروسه لا چټکه شوې ده. […]
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په کلورادو ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په نایټ کلب وسله وال برید تر سره شوی، چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي. دا خونړی برید د یکشنبې په شپه د یاد […]
د روان کال په 2022/11/13م نیټه د کندهار ولایت له سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزې شوې دي چې له امله یې یو تن پاکستانی عسکر وژل شوی. د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر بنسټ د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې پر یوه پوهنتون وسله وال برید تر سره شوی چې مرګ ژوبله هم لري. د ځایي امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، پېښه د یاد ایالت په ”شارلوتزویل“ سیمه کې د یوه پوهنتون په مرکزي ودانۍ کې را منځ […]
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د استانبول ښار په استقلال واټ کې پرونۍ چاودنه، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، په کلکه غندي او د ترکیې ورور هېواد له حکومت او ولس سره د خواخوږۍ مراتب شريکوي. د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو […]
نړیوالې خبري سرچینې وایي، چې د ترکیې په استانبول ښار اړوند استقلال کوڅه کې چاودنه شوې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې خورا خونړۍ چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور بیا ټپیان شوي دي. له سیمې څخه یو شمېر سرچینې وایي، د چاودنې […]
ډاکټر ګل محمد عثمان، د افغانستان د طبي شوری د سرپرست په په حیث. د لوړو زده کړو وزارت مخکینی سرپرست شیخ مولوي عبدالباقي حقاني، د امتحاناتو د ملي ادارې د سرپرست په حیث. د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د پلان او پالیسۍ مخکینی معین قاري صلاح الدین ایوبي د زابل ولایت […]
له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په […]
د ارګ په ټویټر پاڼه خپاره شوي خبر کې راغلي، چې د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي ”عبد الکبیر“ تېره ورځ د افغانستان لپاره د قطر سفیر ”سعید بن مبارک الخیارین“ سره کتلي، د رئیس الوزراء سیاسي نوموړي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دوحه کې د افغان حکومت او امریکا متحدو ایالتونو له […]