د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهم او درېیم فازونو پرانیسته وشوه ۱۴۰۳-۰۱-۰۵الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۳ د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه نن د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په پنځمه نېټه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شول. د ریاستالوزراء اقتصادي […]
د برېښنا د تولید او ساختماني چارو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول ۱۴۰۳-۰۱-۰۵الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۳ د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۵مه نېټه د مالیې،اوبو […]
په هېواد کې نوی ښوونیز کال «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پیل شو ۱۴۰۳-۰۱-۰۲الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۱ نن د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ښوونیز کال «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پيل شو. په يادو مراسمو کې د پوهنې وزارت په سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سربېره د یاد وزارت معینانو، سلاکارانو، مرکزي رئیسانو، د ریاست وزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، […]
۱۴۰۰-۰۵-۲۴په کابل او نور هیواد کې د بانګونو، تجارتخانو، صرافیو او هټيو د اطمینان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې داچې له نویو تحولاتو سره ممکن د کابل په شمولو په لویو ښارونو کې د بانګونو څښتانونو، ملي تجارانو، صرافانو او نورو هټيوالو سره د خپلو مالونو د خوندیتوب په اړه تشویش موجود وي، او یا په ځينو سیمو کې اوریدل کیږي چې له بانکونو څخه د پیسو او سرمایو د ایستلو هڅې کیږي. اسلامي […]
۱۴۰۰-۰۵-۱۳د کابل ادارې د دفاع وزیر په مقر او مهمه غونډه استشهادي برید دښمن ته درانه تلفات واړول تیره شپه په کابل کې د کابل ادارې د دفاع وزیر په استوګن ځای او د غوڼدو پرځای دروند استشهادي برید ترسره شو. برید د اسلامي امارت د استشهادي کنډک د څو تنو زړورو فدايي مجاهدینو لخوا چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې او همدا راز له موټر بم څخه په استفاده ترسره شو. […]
۱۴۰۰-۰۵-۰۷په کندهار کې د خبریالانو د نیولو او د حقائقو د خپراوې د مخنیوي په اړه اسلامي امارت د ویاند څرګندونې په دا وروستیو کې د هېواد په لر او برکې د اسلامي امارت د مجاهدینو د پرمختګونو سره سم، د کابل اداره له فوق العاده وارخطايي او اضراب سره لاس او ګریوان شوې ده. د دې لپاره چې خپل شکست او رسوايي توجیه کړي، او د ملت د کرکې او نفرت په وړاندې مقاومت وکړي، […]
رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند پیغام