جنګي جنایتونه( مئ)

 سید سعید د ۲۰۲۱ز، کال د مئ دمیاشتې په لومړۍ نیټه   دهرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په چهل دختر سیمه کې د حکومت په بمبار کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی. د مئ په لومړۍ نیټه اربکیانو د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په اسلام اباد کلي کې یو ملکي وګړی شهید کړی […]

 سید سعید

د ۲۰۲۱ز، کال د مئ دمیاشتې په لومړۍ نیټه   دهرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په چهل دختر سیمه کې د حکومت په بمبار کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د مئ په لومړۍ نیټه اربکیانو د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په اسلام اباد کلي کې یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د مئ په ۲مه  د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د پاتو په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په برید کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ژبل شوي دي.

د مئ په ۲مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په ګرګړ کلي کې د داخلي عسکرو د ډیسي توپ یوه مرمۍ پر  یو کور لګېدلې چې له امله یې یوه ماشومه شهیده شوې ده.

د مئ په ۲مه  د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ د مرکز  په مربوطاتو کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۳مه  د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مارکیټ د پوستې عسکرو د شفیق په نوم یو موټر چلونکی شهید کړی، څو ورځې وړاندې هم د همدې پوستې عسکرو یو بل موټر چلونکی هغه مهال شهید کړی و،چې عسکرو ته یې ناقانونه پیسې نه ورکولې.

د مئ په ۴مه حکومتي ځواکونو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د ابو محمد په لیسه کې پر راټولو شوو ولسي خلکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د مئ په ۵مه د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د مئ په ۵مه  دهرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ مرکز  ته څیرمه داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید او بل تن ژوبل کړی دی.

دمئ په ۵مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په  خاشا کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د مئ په ۶مه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په مهمندو کوتل کې حکومتي ځواکونو پر هغو خلکو بمبار کړی چې دتخلیه شوې پوستې لیدو ته ورغلي وو، په یاد شوي بمبار کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د مئ په ۶مه دهلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د باباجي  د لویي هدیرې په سیمه کې حکومتي عسکرو چاپه وهلې، خلک یې له خپلو کورونو څخه رایستلي، وهلي او تهدید کړي  او په اخر کې یې پر سیمه بمبار کړی چې له امله یې ګڼ دوکانونه او نقلیه وسایط ویجاړ شوي او نهه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مئ په ۶مه دهلمند  ولایت  د ناوې ولسوالۍ دنظر دپوستې په سیمه کې حکومتي ځواکونو پر یو کور بمبار کړی، په دغه بمبا رکې د ښځو او کوچنیانو په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د مئ په ۷مه دهلمند ولایت  دسنګین ولسوالۍ دپانکیلې په سيمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی چې په لاره روان و، شهید کړی دی.

دمئ په ۸مه د ارزګان ولایت  د  مرکز  ترینکوټ دپای ناوي دخانانو په کلي کې داخلي عسکرو یو بزګر چې خپل کښت کې یې اوبه لګولې شهید کړی دی.

د مئ په ۸مه دسرپل ولایت د مرکز اړوند د بغاوي په سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې پنځه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د مئ په ۸مه دهرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په درزو سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان او زخمیان شوي او دکلي مسجد زیانمن شوی دی.

د مئ په ۸مه  د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په منګوسبمه سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبارکې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

دمئ په ۹مه دفاریاب ولایت  دقیصار ولسوالۍ په  ینګي تاشقول  سیمه کې داخلي عسکرو یوه ۱۱کلنه نجلۍ شهیده کړ ې ده.

د مئ په ۹مه د جوزجان ولایت د منګجیک ولسوالۍ په  هارون اول سیمه کې حکومتي ځواکونو  یو جامع مسجد بمبار کړی،په دغه بمبار کې مسجد زیانمن شوی خو ځاني زیان نه دی پکې رامنځته شوی.

د مئ په ۹مه د لوګر ولایت مرکز اړوند پاتخواب شانه سیمه کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.

د مئ په ۱۰مه  دهرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ درباط منزل په سیمه کې د حکومت په توپچي ډزو کې یوه میرمن او ماشوم شهیدان شوي دي.

د مئ په ۱۰مه  د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په کنداکوري سیمه کې داخلي عسکرو پر یو  موټر ډزې کړې چې له امله یې  موټر چلونکی او یوه ماشومه شهیدان شوي او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د مئ په ۱۰مه  د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د خلبسات بازار سیمه کې دحکومتي ځواکونو په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۱مه  د جوزجان ولایت د قوشتېپې ولسوالۍ په  جرقدوق کلي کې داخلي عسکرو د خلیفه ګل محمد په نوم یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د مئ په ۱۲مه د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ په قندر سیمه کې د حکومتي ځواکونو په یو ډرون حمله کې یو سپین ږیری شهید شوی دی.

دمئ په ۱۳مه   حکومتي ځواکونو دفراه ولایت د مرکز  مشرقي دروازي دهیک سیمه کي  دنو قلعه په نامه کلي څخه خلک په زوره کډه کړي او همدغه کلی چې تر پنځوس زیات کورونه پکې اباد وو،ټول یې په  بلدوزونو وران کړی، باغونه یې رېبلي او ولس ته یې ملیونونه افغانۍ زیان رسولی دی.

د مئ په ۱۶مه  د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په چهار راهي سیمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان شوي او څلور ټپیان شوي دي.

‏د مئ په ۱۶مه دهلمند مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې دلیواء په سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبا رکې دوه ماشومان شهیدان شوي،دوې ښځې او سړی ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۶مه د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په څوکۍ کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو مسجد شهید شوی دی.

د مئ په ۱۷مه دفاریاب ولایت د خواجه موسی  ولسوالۍ  په مرکز کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې دوه ماشومان شهیدان شوي او یوه نجلۍ ټپي شوې او همداراز په یاد شوي بمبا رکې  دخلکو کورونه، مسجد او کلینیک هم زیانمن شوي دي.

د مئ په ۱۷مه د پکتیا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ په سرحوضې کلي باندې حکومتي عسکرو  هاوانونه ویشتلي،چې له امله یې درې ماشومان شهیدان او ژوبل شوي دي.

د مئ په ۱۸مه حکومتي الوتکو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د شهر کهنه بازار په عمومي روغتون بمبار کړی، په دغه بمبار کې د روغتون زیاته برخه ورانه شوې او یو نامعلوم شمېر ناروغان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۸مه دهلمند ولایت  مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې دهدېرې په سیمه کې حکومتي الوتکو  د ملکي  خلګو پر یو زرنج موټرسایکل  بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۸مه دهلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې دبولان کلا په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو سړی او ښځه شهیدان شوي دي.

د مئ په ۱۹مه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ  په  یعقوبیو کلي کې د کمپاین عسکرو د چاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي( میر ولي او طاویل) چې د متحده عربي اماراتو له اوږدې مسافرۍ څخه خپلو کورونو ته راغلي وو، شهیدان کړي دي.

د مئ په ۲۰مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د کهدادي په نواباد کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یو دوکان تخریب شوی او دوکاندار پکې شهید شوی دی.

د مئ په ۲۰مه  د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په ډنډ غوري سیمه کې د حکومتي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او یوه بله ښځه له پنځو ماشومانو سره ژوبله شوې ده.

د مئ په ۲۱مه دهلمند ولایت  د مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې دبولان دهدېرې په سیمه کې داخلي عسکرو درې تنه ملکي وګړي په مخامخ ډزو کې شهیدان کړي دي.

د مئ په ۲۱مه دسرپل ولایت دمرکز  د نوآباد په  خواجه چغ  سیمه کې دحکومت په بمبار کې یو مسجد شهید شوی دی.

د مئ په ۲۱مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د اره کش ترانسپورټ، تاوه شاخ کوتل، خواجه احمد او دهلو سیمو کې د حکومت په هوایې او توپچي بریدونو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او درې کسان ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د مئ په ۲۲مه دهلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې دبولان په وطن سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او درې میرمنې ټپیانې شوې دي.

د مئ په ۲۲مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په منجان سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبا رکې دوه ماشومان شهیدان شو ي دي.

د مئ په ۲۲مه د جوزجان ولایت مرکز مربوط په  دشت بیانغر کې د حکومتي چورلکو په  برید کې یو ملکي وګړی( زین الدین بای) شهید شوی دی.

د مئ په ۲۳مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د جوینو احمدزیو کلي باندې حکومتي ځواکونو بمبار کړی، په یاد شوي بمبار کې یو سړی، دوې میرمنې شهیدان شوي او درې تنه نور زخمیان شوي،  همداراز  یو مسجد او څو کورونه زیانمن شوي او خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دي.

د مئ په ۲۴مه  دهرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په دوغ آباد سیمه کې حکومتي الوتکو دملکي وګړو  یو سراچه موټر په نښه کړی، یو سړی پکې شهید شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۶مه دبدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د حکومت په هوایې او توپچي بریدونو کې یوه مدرسه، څلور مسجدونه او ګڼ کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.

د مئ په ۲۶مه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ د بازار په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان او درې تنه ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۶مه د لغمــان ولایت  په مرکز مهترلام، علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې حکومت  داستوګنې پر سیمو هوایې او توپچي بریدونه کړي، د رپوټونو له مخې په یادوو شوو بریدنو کې دعلیشنګ په جمشیر اباد سیمه کې په یوه کور کې یوه ښځه اویو ماشوم شهیدان او دوه نور کوچنیان ژوبل شوي دي. همداراز  په ګلبیلې سیمه کې په یوهوایي برید کې شپږ تنه ولسي وګړي زخمیان شوي او د علینګار ولسوالۍ په کندې سیمه کې په هوایې برید کې د یوې کورنۍ دوه تنه نارینه شهیدان شوي، یوه میرمن او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د مئ په ۲۶مه  دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په قبرغه سيمه کې د حکومتي عسکرو  د توپچې په ډزو کې یو تن شهید او دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۶مه د  بلخ  ولایت د شولګر  ولسوالۍ په  بودنه قلعه کې دحکومتي الوتکو په بمبار کې یو مسجد شهید شوی دی.

د مئ په ۲۶مه دهرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې حکومتي الوتکو  پر  یوکلینیک بمبار کړی،په یاد شوي بمبار کې د کلینیک یوه برخه تخریب شوې، خو ځاني زیان نه دی رامنځته شوی.

د مئ په ۲۷مه  د کابل  ولایت  د قره باغ ولسوالۍ په  پیتاوې  کلي کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د مئ په ۲۷مه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د  باغ ذخیره په سیمه کې د د اخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه شهیده شوې ده او خلکو ته مالي تاوان رسیدلی دی.

د مئ په ۲۷مه  د سرپل ولایت  د صیاد ولسوالۍ د الملک په سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او درې نفره ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۷مه دغزني ولایت ددهیک ولسوالۍ په تاسن کلي کې داخلي عسکرو یو سپين ږیری دیني عالم (مولوي فضل  ربي صاحب) شهید کړی دی.

د مئ په ۲۷مه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ  د مامند پاچایانو په سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې څلور تنه ماشومان  ټپیان او شهیدان شوي دي.

د مئ په ۲۷مه دهرات ولایت د شینډنډولسوالۍ په کوهک سیمه کې دحکومت په بمبا رکې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۸مه دلغمان ولایت  د علیشنګ ولسوالۍ په  میل دره کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې یوه ښځه شهیده او دوې ټپیانې شوې دي.

د مئ په ۲۸مه دهلمند ولایت  دنادعلي ولسوالۍ دچاه انجیر په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي زخمیان شوي او یوه ماشومه شهیده شوې ده .

د مئ په ۲۸مه د بادغیس ولایت  دابکمرې ولسوالۍ په  پده کلي کې داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د مئ په ۲۸مه دلغمان  ولایت د مهترلام په  پهلوان بابا  سیمه کې حکومتي الوتکو د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې اته تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۹مه  دکاپیساولایت د تګاب ولسوالۍ په  قلعه ولي  سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي ژوبل شوي  او مالي زیان هم ورته رسیدلی دی.

د مئ په ۲۹مه  دکاپيساولايت د تګاب ولسوالۍ په انارجوي کلي کې حکومتي ځواکونو د واده پر مراسمو دتوپچي ډزې کړې، د رپوټونو له مخې په دغه برید کې اووه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او درې تنه زخمیان شوي دي.

د مئ په ۲۹مه دهرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په قدوس آبادسیمه کې حکومتي عسکرو مخامخ پر ملکي وګړو ډزې کړې، درې  تنه ولسي وګړي یې شهیدان او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.

د مئ په ۲۹مه دسرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ  په مربوطاتوکې حکومتي الوتکو دملکي خلکو پر کورونو  بمبار کړی، په یاد شوي بمبار کې یو مسجد او اته کورونه زیانمن شوي او لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۳۰مه  د کندز ولایت مرکز په  قوش تپه سیمه کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال دوه ولسي وګړي شهیدان کړي او دوه تنه یې ژوبل کړي دي.

د مئ په ۳۰مه  دفراه ولایت د مرکز په  شمالګاه  سیمه کي د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشومه شهیده شوې او یو بل ماشوم ژوبل شوی دی.

د مئ په ۳۱مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په پېښي دره کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې شپږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي او دوولس دوکانونه سوځیدلي دي.

د مئ په ۳۱مه  د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش سیمه کې اربکیانو درې میرمنې او درې ماشومان شهیدان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]