جنګي جنایتونه( فبروري)

سید سعید: د ۲۰۱۹ز، کال د فبروري دمیاشتې  په ۶مه نیټه د میدان وردګ ولایت  د جلګې ولسوالۍ د رشید او نازک خېلو په سیمو کې یرغلګرو او داخلي عسکر چاپه وهلې، څو کورونه او یوه دیني مدرسه يې نړولې او د دیني عالم مولوي عبدالرحمن په ګډون یې څلور تنه  کلیوال بندیان کړي دي. […]

سید سعید:

د ۲۰۱۹ز، کال د فبروري دمیاشتې  په ۶مه نیټه د میدان وردګ ولایت  د جلګې ولسوالۍ د رشید او نازک خېلو په سیمو کې یرغلګرو او داخلي عسکر چاپه وهلې، څو کورونه او یوه دیني مدرسه يې نړولې او د دیني عالم مولوي عبدالرحمن په ګډون یې څلور تنه  کلیوال بندیان کړي دي.

د فبروري په ۶مه دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ  د شابان په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې درې تنه ملکي وګړي چې په موټر کې سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۶مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د ښورکي په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي  عسکرو  دچاپې په مهال  څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او دوه تنه ټپیان کړي دي.

د فبروري په ۶مه  دننګرهار ولایت  د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور او رحمتي سیمو کې اشغالګرو او حکومتي عسکرو څلور تنه  ملکي وګړي شهیدان او یوه میرمن  ټپي کړې ده.

د فبرروري په ۸مه  شپې مهال دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د  څاروان قلعه ، پوزکي ، خانانو اوبارکزي کلیو کې اشغالګرو او حکومتي عسکرو چاپه وهلې او بمبار یې پرې کړی،په دغه بمبار کې  دیوې کورنۍ پنځه تنه نارینه، یوولس تنې ښځي او ماشومان شهیدان شوي او پنځلس تنې میرمنې او کوچنیان ټپیان شوي دي. همداراز په د ې چاپه  کې ګډو ځواکونو  یو مسجد،درې کورونه ،دوه دوکانونه  او اته عرادې موټر  سوځولي دي.

د فبروروي په ۸مه دهلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ  د دیوالا په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې یو کور ویجاړ، یوه میرمن شهیده او یو ماشوم زخمي شوی دی.

د فبروري په ۸مه  د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ په  مربوطاتو کې   اشغالګرو او د چټک غبرګون داخلي عسکرو دچاپې په مهال شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان  او ټپیان کړي او دخلګو نقلیه وسایط یې سو ځولي دي.

د فبروري په ۹مه  د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ  تنګ سیمه کې یرغلګرو او کابل رژیم  یو  ډاکټر شهید کړی او دوه تنه نور کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د فبروري په ۹مه  د کونړ ولایت دمنوري ولسوالۍ په پتاو کلي کې  اشغالګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوان هم رسولی دی.

د فبروري په ۹مه  د لوګر ولایت اربکیانو  د ښوونځي استاد «نورالدین ستانکزی» شهید کړی دی.

د فبروري په ۱۳مه دفراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ  د رنج په سیمه کې حکومتي عسکرو پر یو سیمه ایز کلینک چاپه وهلې، یو  واکسیناتور (غوث الدین) او یوډاکټر ( احمد) یې بندیان کړي،همداکلینک د ایمارسي  په نامه  دیوې موسسې  اړوندو.

دفبروري په ۱۴مه د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په تاش قلعه سیمه کې  دحکومتي قواوو دهاوان په بریدکې دوه تنه ملکي وکړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۸مه  د کاپیسا ولایت  دتګاب ولسوالۍ بدراب سیمه کې  اشغالګرو  دکورنیو عسکرو په ملتیا د (حمید المدارس) په نامه یوه لویه  دیني مدرسه  سوځولې،سوځول شوې مدرسه دستر صوفي میاګل جان اغامدرسه او خانقاه وه، یادې شوې مدرسې سل کلن تاریخ درلوداو زرګونه عالمان ترې فارغ شوي وو، دځایې خلګو په وینا ګډو ځواکونو ددې مدرسې سره  نژدې بازار کې دخلکو ګڼ دوکانونه هم سوځولي دي.

د فبروري په ۱۸مه  د ننګرهار ولایت  دخوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ میاګانو سیمه کې یرغلګرو او حکومتي ځواکونو دچاپې په مهال اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او خلګو ته یې دروند مالي تاوان هم رسولی دی.

د فبروري په ۲۲مه یرغلګرو او حکومتي عسکرو د میدان وردګ ولایت  دجلګې ولسوالۍ په ( شرتوغي،چتو، درانیو او بابک) کلیو چاپه وهلې او  وروسته یې پرسیمه بمبار هم کړی،په بمبارکې  د شرتوغي سیمه  د جګړن په نام یوه ملکي هیوادوال  کور بمبار  شوی اودنوموړي په ګډون د کورنۍ نهه تنه غړي یې  شهیدان شوي دي. د یاد شوي کلي مسجد هم بمبار شوی او پنځه تنه کلیوال په کې شهیدان شوي دي.همداراز په  چتو کلي کې يې دوه کورونه ویجاړ کړي، درې تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي. په درانیو سیمه کې يې هم یو سپين ږیری شهید کړی، کور يې ورته تخریب کړی دی. د بابک په نوم کلي کې يې یوه دیني مدرسه بمبار او په یو مخیز ډول  ویجاړه کړې او دمدرسې ساتونکی یې شهید کړی دی.

د فبروري په ۲۳مه د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بل خیلو سیمې د ګړیژني په کلي کې یرغلګرو دچاپې په مهال دولسي وګړو ګڼ کورونه په بمونو الوزلي او درې تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي دي. تیره شپه د ګډو ځواکونو لخوا یاد تخریبي عملیات داسې مهال ترسره شوي چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو په ورته عملیاتو کې په میدان وردګ ولایت کې شل ته عام کلیوال وژلي وو.

د فبروري په ۲۵مه  د غزني ولایت دګیلان ولسوالۍ په رسني سیمه کې اشغالګرو یو کلینیک ویجاړ کړی او دهمدې کلینیک مؤظف ډاکټر (صدیق الله مسلم) يې شهید کړی دی.

د فبروري په ۲۶مه رسنیو خبر ورکړ چې، دسرپل  ولایت د سنګچارک ولسوالۍ  په مربوطاتوکې  دحکومتي ځواکونو په بمبار او توپچي  ډزو کې   ۳۰  کورونه   ویجاړ شوي او  ۱۰۰ کورنۍ  له سیمي کډوالۍ ته  مجبورې شوي دي.

د فبروري په ۲۶مه  د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په مهمان  او ګبرو سیموکې دیرغلګرو په دوو ډرون حملوکې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان او دو ه نفره ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۲۶مه  د میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ د ګردن مسجد په دره کې ګډو ځواکونو پردوو کلیو (کوټ مغل او بیانان)  چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، د سپین ږیرو په ګډون یې ګڼ کلیوال ټوله شپه یخنۍ ته کښینولي وو او په اخر کې یې دوه عام وګړي( هجرت الله او وفی الله  ) شهیدان او یو بل ملکي وګړی ژوبل کړی دی.

د فبروري په ۲۷مه  د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ په  عقبې اولیکړۍ کلیو کې دیرغلګرو په بمبارکې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او خلګو ته پراخ مالي زیان او ښتی دی.

د فبروري په ۲۷مه  دفاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د عرب اقسای په سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۲۷مه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ  د برکه  په سیمه کې دحکومتي عسکرو دتوپچي په ډزو کې  یوه ښځه اویو نارینه زخمیان شوي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]