نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
سید سعید: تېر( ۲۰۱۶) کال له بشري حقونو څخه ډیري سرغړوني ثبت شوي،ښځي،ماشومان او بوډاګان په مختلفو شکلونو وهل شوي،تهدید شوي،بندي شوي او شهیدان شو ي دي.دیر غلګرو ځواکونو او ګډ حکومت په شپنیو چاپو،هوایې او توپچي بریدونو کي ولس ته د سر او مال پراخ زیانونه رسیدلي،دعملیاتو په نوم یې کورونه او دوکانونه چور […]
سید سعید:
تېر( ۲۰۱۶) کال له بشري حقونو څخه ډیري سرغړوني ثبت شوي،ښځي،ماشومان او بوډاګان په مختلفو شکلونو وهل شوي،تهدید شوي،بندي شوي او شهیدان شو ي دي.دیر غلګرو ځواکونو او ګډ حکومت په شپنیو چاپو،هوایې او توپچي بریدونو کي ولس ته د سر او مال پراخ زیانونه رسیدلي،دعملیاتو په نوم یې کورونه او دوکانونه چور شوي او سوځول شوي دي.
له بشري حقونو څخه سرغړوني:
تېر کال د بشري حقونو د پایمالیدو ګراف ډیر لوړ و،غلو په لویو لارو دتجارانو او مسافرو څخه مالونه او پیسې وړي،په ځینو مواردو کي یې خلګ پر خپلو مالونو د مرګ ترسرحده رسولي دي.اختطافګرو شتمن هیوادوال او بچیان یې د پیسو لپاره تښتولي او دنه ورکړي په صورت کي یې پر خپله شتمنۍ شهیدان کړي دي.پر ښځو او ماشومانو جنسي تیري شوي،عاملینو ته یې نه یوازي داچي سزا نه ده ورکړل شوی،بلکي لا نور هم زړه ور شوي دي.په محاکمو او عدلي ارګانونو کي د پراخ ادارې فساد له امله دخلګو دپلار نیکه میراث جائیدادونه نورو خلګو ته حواله شوي.زور واکو دخلګو کورونه،دوکانونه اومځکي غصب کړي او لا هم د ولسي ملکیتونو د غصب لړۍ په خوار شدت سره روانه ده.
تېره میاشت پر بشري حقونو دتیريو ددوو خوار بوږنونکو پیښو شاهدان وو،دارګ دوهم سړي( جنرال دوستم) د خپل سیاسي حریف( ایشجي) پر انساني کرامت داسي لوبي وکړې چي په اوریدولو یې سړی د یو افغان په صفت د شرم احساس کوي،خو تراوسه نه یوازي داچي جنرال دوستم ته سزا نه ده ورکړل شوې،بلکي محاکمې ته هم نه دی حاضر شوی.
دوهمه بوږنونکې پیښه ننګرهار کي د یو زورواکي له لوري په زور د ددوو خوندو سره واده کول ؤ،د نجونو پلار ډيري چیغي پورته کړې چي خپلي لوڼي ددغه ظالم چارواکي له منګولو ازادي کړي،مګر تراوسه نه ددغه مظلوم او بیچاره افغان ناره اوریدل شوې او نه هم ظالم چارواکی دمحاکې مېز ته راکش شوی دی.
په زندانونو کي هیڅ ډول حقوق نه مراعاتیږي،فقط د تورونو او شکونو پر بنسټ خلګ نیول شوي،همدې تورونو کسانو ته چي نه هیڅ ډول جرم پرې ثابت شوي او نه یې دجرم په اړه شواهد او ګواهان موجود وي،خو په کلونو حبس ورته ټاکل شوی دی،زیاتره هغه اسیران هم چي دناثابت شوو تورونو له امله په بند محکوم شوي،مګر د ټاکل شوي حبس تر پوره کیدو وروسته هم په زندانونو کي ساتل شوي دي.
سیاسي او جنګي اسیرانو ته نه یوازي داچي نړیوال منل شوي حقونه نه دي ورکول شوي،بلکي په ډير سخت ډول شکنجه شوي او تهدید شوي دي،بندیان دخوراکي موادو،صحي اوبو او پاک چاپیریال دنه شتون له امله په ډول ډول ناروغیو مبتلا شوي، وډاکټر او درملو ته د نه لاس رسی له کبله په ساري او مهلکو مرضونو اخته شوي،حتی ځیني اسیران خو دهمدې ناروغیو له امله په زندان کي وفات شوي هم دي.
د بشري حقونو سازمانونه او ټولني باید خپل مسؤلیت درک کړي،د بشري حقونو ناقضین که په هر حکومتي پوسټ باندي کار کوي باید په اړه یې دوسیې جوړي کړي او محاکمې ته یې معرفي کړي.
جنګي جنایتونه:
تېر( ۲۰۱۶) کال دهیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کي دیرغلګرو ځواکونو او ګډ حکومت په شپنیو چاپو،بمبارونو،د ثقیله وسلو په بریدونو او ډرون حملو کي په زرهاوو ملکي هیوادوال شهیدان شوي، ټپیان شوي،زنداني شوي او جونګړي یې ویجاړي شوي دي. د بېلګې په توګه په لاندي کرښو کي تېر کال کي رامنځته شوي دملکي تلفاتو څو پیښي ذکر کوو.
فبروري:
د فبرروي په ۸مه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا د شپینو عملیاتو په لړ کي دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ په چنار او تمبیل کلیو کي چاپه وهلې،د خلګو پرکورونو یې ډزي کړي، خلګ له ډاره له خپلو کورونو څخه وتلي چي په همد ې مهال بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي، دیارلس تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او اته تنه یې ژوبل کړي دي.
د فبروري په ۱۱مه د بغلان قومي مشرانو کابل کي د یوې غونډي په مهال په مرکزي بغلان، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کي د هغو عملیاتو له ملکي زیانونو پرده پورته کړه چي د جنوري له وروستیو په سیمه کي روان دي ،دوی وویل چي : « د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کي۱۲۵تنه ولسي وګړي شهیدان شوي چي ۴۰ تنه یې صرف ښځي او ماشومان دي او ۶۵۰کسه ملکي هیوادوال ژوبل شوي دي ».قومي مخورو وویل چي حکومتي عسکر په لوی لاس د خلګو باغونه او فصلونه په دې بهانه ورانوي چي دلته بیا مخالفین پټیږي.
په یاده شوې ناسته کي د بغلان قومي مشرانو زیاته کړه چي په دغو عملیاتوکي تر دې دمه ۱۷زره کورنیو کلي او کورونه پرې ایښی او نورو سیمو ته کډه شوي دي،دوی د غوڼدي ګډنوالو ته د ویجاړو شوو کلیو، کورونو، جوماتونو او عام المنفعه تاسیساتو د پراخي خرابۍ انځورونه وښودل اوژر ترژره یې د روانو عملیاتو د دریدو غوښتنه وکړه، خو عملیات تراوسه لا روان دي او خلګ هماغسي شکایتونه کوي.
د فبروي په ۱۷مه یرغلګرو ځواکونو د کورنیو عسکرو په ملتیا د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ د تنګي په بازار کي د سویډن موسسې له خوا په تمویلیدونکي یوازیني روغتون برید کړی،څلور تنه ناروغان یې شهیدان کړي، ډاکټران او نور کارکونکي یې ځورولي او تهدید کړي دي.همدا راز ددې روغتون طبي وسایل د عسکرو له لوري چور شوي او ودانۍ ته یې هم زیان او ښتی دی.
د فبروري په ۲۷مه د سرپل ولایت مرکز اړوند د انګوت په سیمه کي د دوو تنو اربکي قوماندانانو د وژني وروسته اربکیانو دوه تنه دوکانداران شهیدان کړي، وروسته د خلګو او اربکیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې چي داربکیانو په ډزو کي شل تنه ولسي هیوادوال د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان شوي دي، همدارنګه وروسته اربکیانو د خلګو کورونه چور کړي او بیا سوځولي دي.
مارچ:
د مارچ په ۸مه د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ د پنج په سیمه کي د عطاء نور په مشري عسکرو د طالبانو سره د جګړې په مهال ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیان رسولی دی، د سیمه ییزو خلګو په وینا چي عسکرو یې شتمنۍ لوټ کړي، دوه کورونه یې سوځولي او اووه تنه ملکي هیواوال یې شهیدان کړي دي. د مارچ په ۱۵مه د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د سپیني ګټي په حاجي اباد کلي کي د داخلي عسکرو دهاوانونو په برید کي پنځه تنې میرمني شهیداني شوي دي.
دمارچ په ۲۰مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په شورکي سیمه کي اشغالګرو دکورنیو عسکرو په ملتیا د طالبانو پر یو زندان چاپه وهلې،په یادشوي محبس کي چي طالبانو دحقوقي مسایلو اړند زندانیان پکي ساتل، یرغلګرو دهمدغه زندان د بندیانو له جملې اووه تنه شهیدان کړي، پنځه کسه یې ژوبل کړي او اته تنه یې د ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.
د مارچ په ۲۵مه یرغلګرو دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ په نهم بلاک کي د خلګو پر کورونو ډرون بریدونه کړي،په یادو شوو حملو کي په لسهاوو ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او همدا راز خلګو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.
د مارچ په ۲۸مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بخت بابد او شوراباد سیموکي داخلي عسکرو د طالبانو سره ترجګړې وروسته پر سیمه توپچي او هوایې بریدونه کړي،په دې حملو کي اته تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او کورونو ته یې زیانونه اوښتي دي.
اپریل:
د اپریل په ۵مه افغان اسلامي اژنس خبر ورکړ چي د خوست ښار دمتون سیمي په یلګي کلي کي دځانګړو ځواکونو قوماندان مروت پر یو کور دیرغل په مهال دوې ښځي شهیداني کړي،دوې میرمني او یو سړی یې ژوبل کړی دی،قاتل (مروت) په خوست کي دهغو ملېشو چي په کمپاین ځواکونو شهرت لري قوماندان دی، دغه ملېشې دیرغلګرو له لوري رامنځته شوي او دهغوی له خوا اکمالیږي،د خوست امنیه قوماندان فیض غیرت هم یاده شوې پیښه تائید کړې ده.
د اپریل په ۷مه د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کي یرغلګرو د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د قومي مخورو په ګډون نولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي، د ځایې خلګو په وینا په نښه شوي کسان په ۳ موټرو کي سپاره، په سیمه کي د دوو قومونو دخپلمنځي شخړي دحل په موخه روان وو چي د پیښي ښکار شول.
داپریل په ۱۶مه یرغلګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا د شپنیو عملیاتو په لړ کي د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په مربوطاتو کي لس تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او دوه تنه یې بندیان کړ ي دي،د عیني شاهدانو په وینا اشغالګرو او کورني عسکرو په یوه کور کي اووه تنه ملکي وګړي دښځو او ماشومانو په ګډون له خوبه راویښ کړي او بیا یې پیر کړي چي ټول شهیدان شوي دي،همداراز بهرینو او کورنیو عسکرو په دغو عملیاتوکي ددوو نورو کورونو درې تنه ولسي ګړي هم شهیدان کړي دي.
جون:
د جون په ۹مه نیمه شپه یرغلګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د کندهار د میوند ولسوالۍ په سنګبر سیمه کي چاپه وهلې،شپږ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دیارلس تنه یې دبندیانو په توګه له ځان سره انتقال کړي دي، دځایې خلګو په وینا په دې چاپه کي دولسي خلګو موټر سایکلونه ا وموټر سوځول شوي او زیات مالي زیان ورته رسیدلی دی.
د جون په ۱۱مه د لوګر ولایت دازري ولسوالۍ او حصارک ترمنځ په سپاندوکڅ سیمه کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي یوولس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي،په ولایتي شوری کي د ازرې وکیل عبدالولي وکیل دپیښي د تائید ترڅنګ وایې چي په دغه حمله کي طالبان او ولسي وګړي ګډ وژل شوي دي.
د پژواک اژانس د یو خبر له مخي د جون په ۱۳مه د فراه ولایت په فراه رود سیمه کي دګډ حکومت د هوایې ځواکونو په بمبار کي چي د جنازې پر مراسمو شوی دښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي او دیرش تنه ټپیان شوي دي،دغه غملړلې پیښه داسي مهال رامنځته شوې،چي په سیمه کي د یو کس تر دفن کیدو وروسته د جنازې ځیني ګډونوال له هدیرې ولاړل او د مړي دکورنۍ غړي او خپلوان قبر باندي راټول وو چي دبرید ښکار شول،په دغه حمله کي ولسي یاده شوې مرګ ژوبله دفراه چارواکي تائیدوي او زیاتوي چي بمبار دهرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو له خوا شوی دی.
د جون په ۱۳مه د جوزجان ولایت مرکز اړوند (یتیم تاغ وال مغل) سیمه کي د جنرال دوستم وسله والو دملکي خلګو پر کورونو یرغل کړی،د تلاشۍ پر مهال یې دخلګو مالونه او قیمتي شیان چور کړي،خلګ یې وهلي او یو شمېر یې بندیان کړي دي،وروسته یې په سیمه کي په لسهاوو کورونو ته اور ورته کړی چي له امله یې په لسهاوو کورنۍ بې کوره شوي دي.
د جون په ۱۵مه د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګتان سیمه کي یرغلګرو او داخلي عسکرو په ګډه چاپه کي د کورونو دروازې ماتي کړي،کورونه یې تلاشي کړي،خلګ یې وهلي اوتهدید کړي،قیمتي شیان یې غلا کړي او شپږ تنه ولسي وګړي یې په خپلو کورونو کي شهیدان کړي دي.
د جون په ۲۸مه رسنیو دځایې خلګو له خولې داسي راپورونه خپاره کړل چي دجون په وروستۍ اونۍ کي دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا او ددولت اباد ولسوالۍ په مختلفو سیمو کي دجنرال دوستم په مشري ملیشو دولسي هیوادوالو په لسهاوو کورونه سوځولي،دوکانونه یې چور کړي،قیمتي شیان یې غلا کړي،اویا تنه ملکي هیوادوال یې بندیان کړي،په لسهاوو عرادې نقلیه وسایط او په سلهاوو کورني حیوانات(پسونه او بزې) یې له ځان سره بیولي دي.
جولای:
دجولای په ۱مه نیټه د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ قومي مشرانو رسنیو ته وویل چي جنرال دوستم دطالبانو پرضد د عملیاتو په نامه اویا تنه ولسي وګړي د ښځو،ماشومانو او بوډاګانو په ګډون شهیدان کړي،له درې سوو څخه زیات ملکي وګړي یې بندیان کړي او دخلګو کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د جولای په ۳مه د سرپل يو شمېر قومي مشرانو کابل کي د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره د کتني پر مهال وویل چي په سرپل کي د اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشري وسله والو ددوی کورونه چور کړي،سوځولي،ولسي وګړي یې دطالب په تور وژلي او په ګڼ شمېر کي یې بندیان کړي دي. دوی رسنیو ته سیمي ته د ورتلو بلنه ورکړه چي په سیمه کي د خلګو بد حالت اونړول شوي کورونه او …. په خپله وویني.
د جولای په ۱۴مه یرغلګرو ځواکونو دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ مربوط د ریګ شهیدانو سیمه کي دولسي خلګوڅلور موټر په نښه کړي،په برید کي څلور واړه موټر ویجاړ شوي او پکي سپاره شل تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.یرغلګرو او دګډ حکومت ویندویانو ددغه برید دتاید ترڅنګ ویلي چي دیرش تنه طالبان یې په دغه حمله کي وژلي دي،خو ځایې خلګ وایې چي دبرید قربانیان ټول ولسي وګړي دي.
د جولای په ۲۲مه د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ په انچو سیمه کي د ګډ حکومت عسکرو د جنازې پر مراسمو د توپچي بریدونه کړي،په بریدونو کي نهه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او دیرش تنه ټپیان شوي او همداراز عسکرو شل تنه ملکي وګړي بندیان کړي دي.
اګست:
د اگست په ۱۲مه دپکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په میناري کلي کي د یرغلګرو په بمبار کي دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي،بمبار د ډاکټر وریښمن پر کور شوی او دنوموړي په ګډون د کورنۍ دیارلس تنه غړي یې شهیدان شوي دي.ځایې خلګو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چي په برید کي ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي،پکتیکا کي ولایتي منسوبینو او مامورینو هم منلې چي په یاده شوي حمله کي ټول زیان ولسي خلګو ته رسیدلی دی.
سپټمبر:
د سپټمبر په ۸مه د کندز ولایت مرکزاړوند د ګورتیپې د کلاچیانو پمپ سیمه کي یرغلګرو دکورنیو عسکرو په ملتیا دخلګو په کورونو چاپې وهلې،خلګ یې وهلي او پنځوس تنه ولسي هیوادوال یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
د سپټمبر په ۲۸مه د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلقو سیمه کي دداخلي عسکرو په هوایې بریدونو کي دښځو او ماشومانو په شمول اته تنه ولسي وګړي شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د سپټمبر په ۲۸مه پژواک اژانس خبر ورکړ چي: د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي اووه ویشت تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي،دیارلس تنه شهیدان شوي او څوارلس تنه ژوبل شوي دي.د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي منلې چي په دغه برید کي ولسي وګړي په نښه شوي،نوموړي ویلي چي برید دعامي روغتیا وزارت د یوه کار کونکي په کور شوی چي تازه له حج څخه راستون شوی و او په همدې مناسبت یې کور کي ګڼه ګونه وه.
اکتوبر:
داکتوبر په ۵مه په ټولنیزو رسنیو کي یوه ویډیو خپره شوه، په ویډو کي ولسي خلګ په داسي حال کي ښکاري چي زخمیان انتقالوي،دوی وایې چي همدا د کندز ښار باغ شرکت سیمه ده او په همدې سیمه کي دحکومتي چورلکو په ډزوکي شل تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
داکتوبر په ۱۹مه داسي راپورونه خپاره شول چي دفاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ په کنجک او کاریز سیمو کي د جنرال دوستم په مشري ملیشو د بې دفاع خلګو پنځوس کورونه لومړی چو رکړي او بیا یې سوځولي دي.
د اکتوبر په ۲۷مه یرغلګرو ځواکونو دشپنیو عملیاتو په لړ کي د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د مرکېخیلو په سیمه کي چاپه وهلې،د چاپې پر مهال د یرغلګرو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې،وروسته اشغالګرو پرسیمه بمبار کړی،د ځایې خلګو په وینا په بمبار کي دیرش تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
داکتوبر په ۳۰مه د ارزګان د مرکز ترینکوټ مربوط په درویشانو سیمه کي د یرغلګرو په بمبار کي پنځه دیرش تنه ملکي هیوادوال د ماشومانو اوسپین ږیرو په ګډون شهیدان شو ي دي،یاده شوې فاجعه داسي مهال رامنځته شوې چي په درویشان کي د قرارګاه ټول عسکر دخپلو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شول،ولسي وګړي چي همدغي قرارګاه ته د عسکرو تر تخلیه کولو وروسته ورغلل، د اشغالګرو الوتکو د قرارګاه په منځ او شاوخوا کي په نښه کړل او دهمدغه غمیزه پیښه شوه.
نومبر:
دنومبر دمیاشتي په ۲مه نیټه یرغلګرو ځواکونو دداخلي عسکرو سره په ګډه چاپه او بمبارکي دکندز په بز کندهاري،الچین پل او حضرت سلطان سیمو کي شپیته تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. په دغه بمبار کي پنځوس کورونه ویجاړ شوي او خلګو ته دلوی ځاني زیان سره سره پراخ مالي تاوان هم رسیدلی دی.
د نومبر په ۳مه د فاریاب ولایت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په قلعه کوسه کي د داخلي عسکرو د هاوانونو په ډزوکي درویشت تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او شپاړس تنه ژوبل شوي دي.دځایې خلګو په وینا دغه برید دواده پر مراسمو شوی او له همدې امله یې زیان هم لوی دی او دپیښي ټول قربانیان ولسي وګړي دي.
ډسمبر:
د ډسمبر په ۹مه ددایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د نیکوزو اوجلیزو په سیمو کي داخلي عسکرو له طالبانو سره ترجګړې وروسته دخلګو کورونه چور کړي او سوځولي دي،د ځایې خلګو دوینا په اساس کورنیو عسکرو دسیدانو اوجلیزوکلیو کي ۵۳ کورونه لومړی چور کړی او بیا سوځولي دي او دنیکوزوسیمي بازار یې هم چي ۴۸ دوکانونه پکي موجود وو، له چورکولو وروسته سوځولی دی.
د ډسمبر په ۱۱مه د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په بدین شاه سیمه کي کورنیو عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې،د کورونو تر تلاشي کولو وروسته یې زیات شمېر خلګ وهلي او پنځه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.
د دسمبر په ۱۸مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په کتب خیلو سیمه کي اربکیانو یو ابتدائیه ښوونځی سوځولی دی،په سوځول شوي ښوونځي کي ۵۵۰ تنه شاګردانو زده کړي کولې
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.