جنګي جنایتونه( جون)

سید سعید د ۲۰۲۱ز، کال د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په خشت پل  سیمه کې د حکومت په یو هوایې برید کې یو کور تخریب شوی او دکور څښتن استاد پیوند پکې شهید شوی دی. د جون په لومړۍ نیټه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په لوګري […]

سید سعید

د ۲۰۲۱ز، کال د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په خشت پل  سیمه کې د حکومت په یو هوایې برید کې یو کور تخریب شوی او دکور څښتن استاد پیوند پکې شهید شوی دی.

د جون په لومړۍ نیټه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په لوګري او بغلکي سیمو کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په شمول اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په لومړۍ نیته دهلمند دنهرسراج دفدایانو دهدېرۍ په سيمه کې د حکومت په بمبا رکې شپږ تنه د میرمنو او کوچنیانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په لومړۍ نیټه د هلمند ولایت  دناوې ولسوالۍ په مرکز کې د قوماندانۍ پولیسو یو ماشوم او مور یې شهیدان کړي دي.

د جون په ۴مه د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په کولاباف او کلته شاخ  او د خانقاه ولسوالۍ په خانقاه او ازبکیه کلیو کې د حکومت په بمبار  او توپچي بریدونو کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د جون په ۴مه  د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالۍ په جودرې سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جون په ۴مه حکومتي الوتکو د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دیخچال په سيمه کې کندهار ته پر غزیدلي سړک پر خپله یوه سقوط شوې قرارګاه وروسته تر هغه بمبار کړی چې خلک د همدې بیس لیدلو ته راټول شوي وو، د راپورنو په اساس په یاد شوي بمبا رکې دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او شپیته تنه ټپیان شوي دي.

د جون په ۵مه  د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په  باغیانو کلي کې د حکومتي عسکرو په ډزوکې یو ماشوم شهید شوی دی.

د جون په ۵مه دفراه ولایت دفراه رود ولسوالۍ په دوراهي سیمه کي حکومتي عسکرو یو دوکاندار (رازمحمد) له خپل دوکان څخه ایستلی او بیا یې شهید کړی دی.

د جون په ۵مه د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ په  چنار او پیتاو سیمو کې د حکومت په یو برید کې  پنځه ماشومان شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د جون په ۶مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د حیدراباد په سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي سړی شهید شوی او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۶مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په دهنو کلي باندې حکومتي عسکرو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې یو ماشوم شهید او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د جون په ۶مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په شیروازه سیمه کې د حکومتي ځواکونو دتوپچي په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او دوې ښځې ټپیانې شوې دي.

د جون په ۶مه د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ په زوړکوټ لادور سیمه کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۷مه د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ په سرحوضې کلي باندې حکومتي عسکرو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، د تلاشۍ په مهال یې له کورونو نغدي پیسې او قیمتي شیان غلا کړي او لس تنه ملکي هیوادوال یې د اسیرانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جون په ۷مه د لوګر ولایت مرکز مربوط په دوشنبه سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه ماشوه شهیده شوې ده.

د جون په ۷مه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په ککړک منصور کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو سپین ږيری شهيد شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د جون په ۷مه د ارزګان ولایت د چوري ولسوالۍ دغاړي په سیمه کي د حکومت په بمبار کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون اووه تنه شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۸مه دغور ولایت د تولک ولسوالۍ مرکز کې حکومتي عسکرو پر ملکي خلکو ډزې کړې چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جون په ۸مه د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په سرک بالا وردګو کلي کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د جون په ۸مه دغور ولایت د تیوره ولسوالۍ په سرپنک سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د جون په ۹مه د کندهار ولایت د ارغنداب د قومندانۍ عسکرو د شوهین په کلي کې یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د جون په ۹مه د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په مرکز (غورغوري بازار) باندي حکومتي ځواکونو د توپچي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې پنځه ویشت(۲۵) دوکانونه سوځیدلي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه رسیدلي دي.

د جون په ۹مه د صفریک په نوم عسکرو د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ په قلعه باز کلي باندې چاپه وهلې، د خلکو د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، خلک یې وهلي او تهدید کړي، دوه تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او یو شمېر ولسي ګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جون په ۹مه د میدان وردګ ولایت د بندچک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې دوه ماشومان شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

د جون په ۹مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلې کې د حکومتي ځواکونو د توپچي په  برید کې یو ماشوم شهید شوی او پلار یې ژوبل شوی دی.

د جون په ۱۱مه دهرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په کاروانګه سیمه کې اربکیانو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د جون په ۱۲مه  د لوګر مرکز مربوط دادو خیلو کلي کې د حکومتي عسکرو د ډېسي توپ په برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی او شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۲مه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د کښته بازار په سیمه کې حکومتي عسکرو یوه میرمن شهیده کړې ده.

د جون په ۱۲مه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په خواجه انګور سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جون په ۱۲مه دبادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ دلودینانو په بازار باندې د حکومتي الوتکو په بمبار کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۱۳مه د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ مرکز کې حکومتي الوتکو یو مکتب بمبار کړی، په یاد شوي بمبار کې مکتب ویجاړ شوی او درې تنه ملکي وګړي پکې ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۴مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په ناصرو سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې درې تنه ماشومان شهیدان شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۴مه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په نور کلي کې د کمپاین عسکرو د چاپې په مهال یو ملکي وګړی ( عثمان الله) شهید کړی دی.

د جون په ۱۴مه  د لوګر ولایت د خوښي ولسوالۍ په باغګي سیمه کې د حکومتي عسکرو په مخامخ ډزو کې یو سپین ږیری شهید شوی او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د جون په ۱۵مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په بهادرخیلو سیمه کې د حکومتي عسکرو د ډیسي توپ په برید کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د جون په ۱۵مه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په میرخان کلي کې د حکومتي عسکرو د  ډیسي توپ په ډزو کې دوې ماشومانې شهیدانې شوې او یوه ژوبله شوې ده .

د جون په ۱۶مه دبادغیس ولایت  دقادس ولسوالۍ په ارباب سرور کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې  شپږ تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۱۶مه دفراه  ولایت  د اناردرې ولسوالۍ په لوړي دهاني سیمه کې د حکومت په توپچي بریدونو کې اووه تنه کوچنیان او میرمنې شهیدان شوي او درې تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۷مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې حکومتي عسکرو یوه میرمن شهیده کړې ده.

د جون په ۱۸مه دبغلان ولایت د  مرکزي بغلان ولسوالۍ شهر جدید بازار ته نژدې حکومتي عسکرو په ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر برید کړی،په دغه برید کې درې میرمني شهيدانې شوې او اووه تنه ټپیان شوي دي.

دجون په ۱۸مه  د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب حوزې په سوړیا کلي کې د حکومتي عسکرو په توپچي برید کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۹مه د خوست ولایت په فارم باغ سیمه کې د لکڼو ولسوالۍ د تبي او بابرو دکلیو د درو تنو ملکي وګړو(  معلم عاشق الله ولد بخت زمان، صدیق الله ولد نورتبار او عبدالرشید ولد غازي) جسدونه وموندل شول، د ځایې اوسیدونکو په وینانوموړي کسان څو ورځې وړاندې دکمپاین عسکرو له ځان سره وړي وو او دا دی چې  نن یې جسدونه وموندل شول.

د جون په ۱۹مه د زابل ولايت دسيوري ولسوالۍ  CHC کلينک د حکومتي ځواکونو د ډيسي توپ په ډزو کې زیانمن شوی دی.

د جون په ۲۰مه دهلمندولایت دګرشک ولسوالۍ په بازار کې دحاجي سردار پمپ په سیمه کې حکومتي عسکرو د ولسي وګړو یو موټر په نښه کړی، یو سړی یوه میرمن او دوه ماشومان چې په همدې موټر کې سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د جون په ۲۰مه د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په  اقجه نما سیمه کې د اربکیانو  په یو راکټي برید کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۱مه دکابل د شکردرې ولسوالۍ د درې په ساحه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۱مه د کندز ولایت د علي اباد ولسوالۍ په خوګیاڼو سیمه کې دحکومتي عسکرو د ډیسي توپ په ډزو کې اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

 دجون په ۲۱مه  د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په لاجګر سیمه کې د حکومتي عسکرو د ډیسي توپ په ډزو کې د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان شوي دي.

د جون په ۲۱مه  حکومتي الوتکو دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ مرکزي ودانۍ  اونور دولتي تاسیسات وروسته له هغه بمبار کړل چې همدا ولسوالي طالبانو ونیوله، درپوټونو له مخې په دغه بمبار کې د ولسوالۍ مربوط ټولو دولتي تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.

د جون په ۲۱مه حکومتي عسکرو د میمنې ښار په ۶  ناحیه کې دهلکانو یو ښوونځي ( مکتب پسرانه دولت کپتان) باندې د ډیسي توپ پیرونه ترسره کړي چې له امله یې همدا ښوونځی وران شوی دی.

د جون  په ۲۲مه  د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د مکتب بازار په سیمه باندې حکومتي عسکرو هاوانونه ویشتلي،د هاوان یوه مرمۍ پر  یو مسجد لګېدلې چې له امله یې یو ماشوم شهید شوی او دوه ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۲مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په  کهنه کلا او روضې سیمو کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې څلور تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۲مه  د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عیدګاه سیمه کې دحکومتي عسکرو د ډيسي توپ په ډزو کې د یوې کورنۍدوه تنه غړي شهیدان شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۳مه د ارزګان  ولایت  د  مرکز ترینکوټ په مرآباد سیمه کي د حکومتي ځواکونو په بمبارکې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او اته تنه ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۳مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دتورې شاه په سيمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یوولس تنه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، شهیدان شوي او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۳مه  د سمنګان ولایت په فیروز نخڅیر ولسوالۍ کې حکومتي الوتکو د استوګنې پر سیمه بمبار کړی چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جون په ۲۴مه د زابل ولایت د ښارصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومت په بمبار کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي، یاده شوې پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې حکومتي عسکرو خپله یوه پوسته تخلیه کړې وه او د سیمې خلک د همدې پوستې لیدلو ته ورغلي وو، چې د بمبار ښکار شول.

د جون په ۲۵مه د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ کې اربکیانو دوه تنه ولسي وګړي له خپلو کورونو راایستلي او بیا یې  شهیدان کړ ي دي.

د جون په ۲۵مه  د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د شنې غونډۍ څخه د حکومتي عسکرو په توغندیز برید کې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۵مه  دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې د کندز ولایت مرکز په  زاخیلو سیمه کې  پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۶مه د لوګر ولایت د خوښي ولسوالۍ په شهرک سیمه کې حکومتي عسکرو یو ملکي وګړی چې خپل موټر کې سپور و، شهید کړی دی.

د جون په ۲۶مه  دکونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په  جلاله سیمه کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۷مه دفاریاب ولایت دمیمنې ښار په چهار راهي حاجي حیدر او  ده سیدان  سیمو کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او څلور تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۷مه دګرشک ولسوالۍ په نوی بازار او پارچاو سیمو کې د حکومتي ځواکونو په بمبار او توپچي برید کې شپږ تنه ملکي وګړي زخمیان شوي او یو تن شهید شوی دی.

د جون په ۲۸مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ دمرکز په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یو مسجد او څو کورونه زیانمن شوي دي.

د جون په ۲۸مه دکندهار ولایت دارغنداب  ولسوالۍ په انځرګي سیمه کې د حکومتي عسکرو دتوپچي په ډزو  کې یوه میرمن او دوه ماشومان زخمیان شوي دي.

د جون په ۲۸مه د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په خانقاه پاین سیمه کې د حکومتي عسکرو دتوپچي په برید کې د یوې کورنۍ درې تنه شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جو په ۲۸مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په ګرګړ سیمه کې حکومتي الوتکو پر یوه مدرسه بمبارکړی، په دغه بمبار کې همدا مدرسه او یو جومات زیانمن شوي او د یوه استاد په ګډن شپږ تنه زده کوونکي پکې ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۸مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په بابوګي کلا سیمه کې د حکومت په توپچي بریدکې دوې میرمنې شیهدانې شوې دي.

 د جون په ۲۸مه د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ په ببرک تاڼه سیمه کې د حکومتي عسکر د هاوان په ډزو کې یوه ماشومه شهیده شوې او یو شمېر ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۹مه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د غلملیانو په کلي کې اربکیانو د سیمې یو جید عالم  (مولوی غلام حضرت) شهید کړی دی.

د جون په ۲۹مه دهلمند ولایت  دګرمسېر ولسوالۍ د دیوالا په سیمه کې حکومتي الوتکو یوه مدرسه بمبا رکړې، په دې بمبار کې مدرسه ویجاړه شوې، خو ځاني زیان نه دی پکې رامنځته شوی.

د جون په ۳۰مه د لغمان مرکز کې د حکومتي عسکرو د هاوان په برید کې شپږ تنه ښځې او ماشومان ژوبل شوي او دسپرلۍ موټر یې تخریب شوی دی.

د جون په ۳۰مه د بدخشان ولایت د فیض اباد د اوومې حوزې په مربوطاتو کې دحکومت په بمبار کې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

د جون په ۳۰مه دهلمند ولایت  دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج او لښکرګاه ترمنځ دبارګزو په سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې د یوې کورنۍ درې ماشومان شهیدان او دوه زخمیان شوي دي.

د جون په ۳۰مه د کـنـدهـار ولایت د پنجوایې ولسوالۍ د خیرو قلعه په سیمه كې د حکومتي الوتکو په بمبار کې پنځه تنه ماشومان او ښځې شهیدان شوي او شپږ نفره ټپیان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]