جنګي جنایتونه( جولای)

سید سعید د ۲۰۲۱ز، کال د جولای د میاشتې په لومړۍ نیټه لښکرګاه ته څېرمه دچارګل دپمپ په سیمه کې دجهانزیب  په کمپ کې میشت سرحدي عسکرو یو ډاکټر شهید او څلور ساتونکي یې ژوبل کړل، د سیمې څخه په ورکړل شوو رپوټونو کې راغلي چې د یاد شوي کمپ عسکرو  دمعتادینو دروغتون له  ډاکټرانو […]

سید سعید

د ۲۰۲۱ز، کال د جولای د میاشتې په لومړۍ نیټه لښکرګاه ته څېرمه دچارګل دپمپ په سیمه کې دجهانزیب  په کمپ کې میشت سرحدي عسکرو یو ډاکټر شهید او څلور ساتونکي یې ژوبل کړل، د سیمې څخه په ورکړل شوو رپوټونو کې راغلي چې د یاد شوي کمپ عسکرو  دمعتادینو دروغتون له  ډاکټرانو او ګاردانو څخه  غوښتي وو چې  دوی ته خوراکي مواد  راوړي، خو هغوی انکار کړی وو او په همدې خاطر عسکرو ډزې پرې وکړې چې په پایله کې یې ذکر شوې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د جولای په ۲مه د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په  غنچ سیمه کې حکومتي ځواکونو د شهيد مولوي عبدالقدوس په لیسه باندې هوایي برید کړی، په دغه برید کې د لیسې د ودانۍ زیاته برخه ورانه شوې ده.

د جولای په ۲مه  د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په هسنګان او دشتک سیمو کې دحکومتي ځواکونو دتوپچي په بریدونو کې نهه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او خلکو ته مالي تاوانونه هم رسیدلي دي.

د جولای په ۳مه د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند چاربند ممي خیلو کې د صفر یک قطعې عسکرو د اشغالګرو په هوایي ملاتړ چاپه وهلې او بمبار یې کړی، په دغه چاپه او بمبار کې پنځه کورونه او یو مسجد ویجاړ شوي، دخلکو نقلیه وسایط یې سوځولي او د یوې میرمنې په ګډون یې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

دجولای په ۳مه دهرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د برناباد،علي آباد، غنجان او نورو سیمو کې د حکومتي ځواکونو د توپچي په بریدونو کې دوولس تنه ښځې، ماشومان او لویان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۳مه  د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په  قلعه نجیل بازار، قلعه نجیل کلي او جامع مسجد باندې حکومتي الوتکو بمبار کړی، د لومړنیو رپوټونو په اساس په دغه بمبار کې د نظرګل هوټل، د عبدالمناف، برات، عبدالوارث او انار ګل دوکانونه سوځېدلي، مسجد شریف او یو شمېر کورونه زیانمن شوي او د یو مالدار( خیرالله) څلور غواوې او اووه لس پسونه هم له منځه تللي دي.

د جولای په ۴مه دهلمند مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې د بولان دشنه مکتب په سیمه کې حکومتي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی او بل تن یې ژوبل کړی دی.

د جولای په ۴مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د جوینو کلي باندې حکومتي عسکرو هاوانونه ویشتلي، یوه مرمۍ پر یو کور لګېدلې چې له امله  یې درې ماشومان شهیدان، څلور نور ژوبل او مور یې هم ټپي شوې ده.

د جولای په ۵مه دغزنې ولایت دجاغورې ولسوالۍ په رسنه سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ځوان شهید شوی او درې میرمنې ژوبلې شوې دي.

د جولای په ۵مه دکاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په کاریز سیمه کې حکومتي عسکرو د ولسي وګړو د سپرلۍ  پر موټرو ډزې کړې، چې له امله یې درې تنه موټر چلونکي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۶مه او ۵مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په میاصاحب دیره او ورڅېرمه سیمو کې حکومتي ځواکونو بمبا رکړی، د رپوټونو له مخې په دغه بمبار کې یو شمېر کورونه ویجاړ او سوځیدلي، اته تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او دیرش تنه ژوبل شوي دي.

د جولای په ۶مه د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ په سرحوضې کلي کې د کمپاین عسکرو دچاپې په مهال د رمضان په نوم یو ځوان او د نوموړي دوې خوېندې شهيداني کړې دي.

د جولای په ۶مه د بدخشان ولایت مرکز اړوند خانقاه سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبارکې یو مسجد ویجاړ شوی دی.

د جولای په ۷مه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ بازار کې حکومتي الوتکو یو سیمه ایزو کلینک بمبار کړی، چې له امله یې همدغه کلینیک ویجاړ شوی دی.

د جولای له ۵-۸ مې پورې د لغمان ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو په هوایې او توپچي بریدونو کې شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او یو دیرش(۳۱) تنه ټپیان شوي دي.

د جولای په ۷مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په  اسلام اباد سیمه کې حکومتي الوتکو په  BHC کلینیک بمبار کړی، چې له امله یې روغتون ویجاړ شوی او ټول طبي وسائل پکې له منځه تللي دي.

د جولای په ۷مه د بدخشان ولایت مرکز د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو په بمبارکې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي، یو کور او مسجد زیانمن شوي او همداراز د بلبزنګ سیمه کې هم د بمبارله امله درې ماشومان شهیدان او مور وپلار یې ژوبل شوي دي او په  اوګرد سیمه کې هم یو مسجد زیانمن شوی دی.

‏د جولای په ۷مه د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په قلعه نجیل بازار کې د حکومت په بمبار کې یو مسجد، اته دوکانونه او یو کور سوځیدلي او خلکو ته مالي تاوانونه رسیدلي دي.

د جولای په ۹مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ دژړپله په سیمه کې حکومتي الوتکو پر یوه دیني مدرسه بمبار کړی، چې له امله یې پنځه تنه تنکي حافظان شهیدان او اته تنه ټپیان شوي دي.

د جولای په ۹مه  دفاریاب ولایت دپښتونکوټ ولسوالۍ  دامام صاحب په سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یوه ښځه شهیده شوې.همداراز دمرکز  میمنې ښار  دده سیدان په سیمه کې شپږ تنه  ملکي وګړي زخمیان او دوه تنه شهیدان شوي دي.

د جولای په ۹مه   د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په  رهین کلي کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې یوه میرمن شهیده شوې او د یوې بلې ښځې په ګډون یو شمېر ماشومان ژوبل شوي دي.

د جولای په ۹مه  دغزني ښار  په سنجتک، قلعه قاضي او لشمک سیمو باندې د حکومتي عسکرو د توپچي بریدونو کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپییان شوي دي.

د جولای په ۹مه د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ په  پړاو سیمه کې اربکیانو او پولیسو یو ملکي وګړی، لومړی وهلی، شکنجه کړی او بیا یې پر ماین کښېنولی، ماین یې منفجر کړی او په همدې ډول یې شهید کړی دی.

د جولای په ۹مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په شاخ تیمور سیمه کې حکومتي الوتکو په (دارالعلوم اعلام بلخ) مدرسه باندې بمبار کړی، مدرسه زیانمنه شوې، خو د سر زیان نه دی پکې رامنځته شوی.

د جولای په ۱۰مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په ولي خانخیلو سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او دوه تنه ژوبل شوي دي.

دجولای په ۱۰مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په هیوادو کلي کې حکومتي الوتکو د عبدالله ابن مسعود په مدرسه بمبار کړی، په دغه بمبار کې یو طالب العلم شهید شوی او مدرسې ته زیان رسیدلی دی.

د جولای په ۱۰مه دبادغیس  ولایت مرکزقلعه نواړوندچاکریانوسیمه کي حکومتي الوتکو د یو ملکي وګړي( محمدعیسی) پرکور بمبار کړی، په دغه بمبار کې د نوموړي د کور پنځه تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۰مه د ارزګان ولایت مرکزترینکوټ ښارکي حکومتي عسکرو یو ځوان( محمد کریم دحاجي حبیب الله زوی) چې مستريخانه یې درلوده ، له ځان سره وړی و، او بیایې په شکنجو کې شهید کړی دی.

د جولای په ۱۱مه دبادغیس ولایت دمرکز قلعه نو  اړوند سیمه کې  کمانډويي عسکرو دوولس تنه مسافر چې له ایران څخه د اختر  په مناسبت خپلو کورونو ته راروان وو او څو تنه  ددیني مدرسو کم عمره  زدکونکي هم پکې وو، له موټر څخه کښته کړي او بیا یې په وهلو او شکنجو کې شهیدان کړي دي.

د جولای په ۱۱مه  د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په  زیارت قطار او اخندزاده ګانو سیمو کې حکومتي ځواکونو چاپه او بمبار کړی، په دغه بمبار او چاپه کې ځایې وګړو ته پر پراخ مالي تاوان سربیره اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي هم دي.

د جولای په ۱۲مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په  بدراب او سلطانخېلیو سیمو کې د صفریک قطعې عسکرو چاپه وهلې، دنجم المدارس او جامعه محمدیه په نوم مدرسې یې ویجاړې کړې، پنځلس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان او ټپیان کړي او څلور تنه یې بندیان کړي دي.

د جولای په ۱۲مه دغزني  ولایت د مرکز په ګنج مفتوح سیمه باندې حکومتي عسکرو د توپچي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې یو دوکاندار شهید او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۳مه دنیمروز ولایت ددلارام ولسوالۍ  په بازارکې حکومتي الوتکو بمبار کړی، چې له امله یې شپږ تنه ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۴مه د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ نلیار سیمه کې دحکومتي عسکرو د هاوان په پیرونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کور نۍ پنځه تنه غړي شهیدان او شپږ نفره ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۴مه د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې د ډاکتر حبیب الله په نوم د یو تن کلیوال کور تخریب شوی، یو ماشوم یې شهید شوی او پنځه نور یې ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۴مه د نیمروز ولایت د دلارام  ولسوالۍ  په بازارکې حکومتي الوتکو د یو ملکي وګړي(حاجي نیازمحمد) کور بمبار کړی چې له امله یې د نوموړي د کورنۍ څلور تنه ټپیان او یو تن ژوبل شوی دی.

د جولای په ۱۵مه د بدخشان ولایت د شهداء ولسوالۍ بازار باندې حکومتي الوتکو بمبار کړی، چې له امله یې یوویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي، پنځوس دوکانونه او د امنیه قوماندانۍ او معارف ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د جولای په ۱۶مه د لوګرولایت مرکز اړوند الوزیو او غفار کلا سیمو کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او څلور ماشومان ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۷مه  د جوزجان ولایت مرکز اړوند تنګه ، اوزبکیه  او افغان تېپه کليو باندې حکومتي الوتکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې اووه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

د جولای په ۱۷مه د فاریاب ولایت د میمنې ښار د ۹ حوزې په چغاتک سیمه  کې د حکومتي عسکرو  دهاوان په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شو ي او یوه میرمن ژوبله شوې ده.

د جولای په ۱۸مه د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په قلعه صالح سیمه کې حکومتي الوتکو دولسي خلکو د سپرلۍ پر موټرو بمبار کړی، چې له امله یې دوه  موټر  ویجاړ شوي او پکې سپاره یوولس تنه ملکي وګړ ي شهیدان شوي او شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۹مه  دکندهار ولایت  د ډنډ ولسوالۍ د قاسم پله په سیمه كي د حکومتي ځواکونو په بمبار کې درې تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۹مه  دغزني ولایت د شلګر ولسوالۍ  په چهار دیوال سیمه کې حکومتي الوتکو  د زراعت پر ودانۍ بمبار کړی، چې له امله یې د زراعت تعمیر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د جولای په ۱۹مه  د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په  نلیار سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.

د جولای په ۲۲مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په قلعه رازق سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یو ماشوم شهید اوبل ژوبل شوی دی.

د جولای په ۲۲مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په قلعه صمد کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو تن شهید او دوه نفره ملکیان ژوبل شوي دي.

د جولای په ۲۲مه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د سره کمر د بازار په سیمه باندې حکومتي عسکرو ډیسي توپونه ویشتلي، چې له امله  یې شپږ ماشومان شهيدان او دوه  ژوبل شوي دي.

د جولای په ۲۳مه  د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په توغک سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبا رکې دولسي وګړو لسګونه کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.

د جولای په ۲۵مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په توغک سیمه کې داشغالګرو په ډرن حمله کې یوه میرمن او یو ځوان شهیدان شوي او دهمدې کورنۍ اتلس تنه غړي ژوبل شوي دي.

‏د جولای په ۲۴مه د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې دوستمي ملېشو د مفتي رفیع الله په نوم یو دیني عالم شهید کړی دی.

د جولای په ۲۴مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په عرب مزاري سیمه کې حکومتي الوتکو یو  کور بمبار کړی، چې له کبله یې درې تنه ملکي هیوادوال شهیدان او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د جولای په ۲۴مه اشغالګرو دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په بازار کې  دګرشک پر غټې شفاخانې او لېسې بمبار کړی، تر بمبار وروسته داخلي عسکرو  دلېواء  څخه پرهمدې سیمه  ګڼ هاوانونوهم  پیر کړي، په یاد شوي بمباراو توپچي برید کې دشفاخانې دناروغانو بسترخونه، مسجد، دسره صلیب ۱ فلډر موټر، او نژدې  دولسي خلګو یو شمېر کورونه ويجاړ او تخریب شو ي او دشفاخانې درې تنه  پرسونل ، اووه تنه ولسي خلګ اودوه تنه ناروغان زخميان شو ي دي.

د جولای په ۲۴مه د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په تعمیر باندې حکومتي الوتکو بمبا رکړی، په دغه بمبارکې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د جولای په ۲۵مه دکـنـدهـار ولایت د اوومي حوزې د پنجاو د ویالې په سیمه كي دکندهار- هرات پر لویه لار حکومتي عسکرو پر(۴۰۴) موټر باندې ډزې کړې چې له امله یې دوې ښځې او دوه سړي شهیدان او یو تن زخمي شوی دی.

د جولای په ۲۵مه  د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په شمبوات بازار کې د کمپاین عسکرو درې تنه پیره دران شهیدان کړي دي.

د جولای په ۲۶مه د صفر یک قعطې عسکرو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د جګدلي په تور کاڼي کلي کې د چاپې په مهال اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او شپږ تنه یې بندیان کړي دي.

د جولای په ۲۶مه دهلمند ولایت  د نادعلي ولسوالۍ دهیواد بازار په سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبارکې درې تنه ماشومان او پلار یې شیهدان شوي او مور یې ټپي شوې ده.

د جولای په ۲۷مه دهلمند مرکز لښکرګاه دنهمې حوزې دبیټوون په سیمه کې د داخلي عسکرو په توپچي برید کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۸مه  د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په دریې کلي کې د صفر یک قعطې عسکرو دچاپې په مهال دوې میرمنې او یو سړی شهیدان کړي او یوولس تنه ملکي وګړي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جولای په ۲۹مه د زابل ولایت د قلات مربوط د اومکي په کلا کلي کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او نهه تنه تپیان شوي دي.

د جولا ی په ۲۹مه  حکومتي الوتکو د کاپیسا ولایت دنجراب ولسوالۍ بازار  بمبار کړی، په دغه بمبار کې لسګونه دوکانونه زیانمن شوي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه رسیدلي دي.

د جولا ی په ۳۰مه  حکومتي الوتکو دهرات ولایت د غوریان ولسوالۍ مرکزي  ودانې بمبا رکړې، چې له امله یې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شو ې او دوه تنه ملکي وګړي پکې شهیدان شوي دي.

د جولای په ۳۰مه  حکومتي الوتکو د شبرغان ښار مربوط په  مرغاب، کوګنبد، جګدلیک، پنج جفت او افغان تېپه ترکمنیه سیمو باندې بمبارۍ ترسره کړې، له سیمې څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په اساس په دغه بمبارونو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، دوه مسجدونه او لسګونه کورونه زیانمن شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د جولای په ۳۱مه دهلمند مرکزلښکرګاه داومې حوزې دصافیانو په سیمه کې د اشغالګرو په بمبار کې د ښځو او ماشومانو  په ګډون لسګونه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د جولای په ۳۱مه دهلمند ولایت د لښکرګاه دنهمې حوزې د بیټوون په سیمه کې حکومتي الوتکو داریانا افغان تخصصي روغتون بمبار کړی، په دغه بمبا رکې روغتون ویجاړ شوی او شپږ تنه ساتونکي او پایوازان ژوبل شوي دي.

د جولای په ۳۱مه د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د تلکان په سیمه كي حکومتي الوتکو یو سیمه ییز ښوونځی بمبار کړی دی.

د جولای په ۳۱مه د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په بلوچ پایان او منطقه سبز سیمو کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جولای په ۳۱مه د زابل مرکز قلات په مریاڼو کلي کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې اووه تنه ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]