پلیګون؛ د افغانانو د مظلومیت انځور

عنایت الله خاموش کېدای شي ډېر کم کسان به د افغانستان په تاریخ کې د ډله ییزو وژنو په اړه معلومات لري. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې لسګونه ځله د بهرنیو اشغالګرو له لوري اشغال شوی او دغه اشغالګرو د افغان خاورې تر نیولو وروسته، د افغانانو د مهارولو په موخه په وارو- وارو […]

عنایت الله خاموش
کېدای شي ډېر کم کسان به د افغانستان په تاریخ کې د ډله ییزو وژنو په اړه معلومات لري. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې لسګونه ځله د بهرنیو اشغالګرو له لوري اشغال شوی او دغه اشغالګرو د افغان خاورې تر نیولو وروسته، د افغانانو د مهارولو په موخه په وارو- وارو ډله ییزې وژني کړي چې ډېر کم کسان به يې په اړه معلومات لري. یوازې د اشغالګرو له لوري هم ډله ییزې وژنې نه دي شوي؛ بلکې په افغانستان کې دننه هم داسې ظالم او جابر اشخاص تېر شوي چې د خپلو افغانانو په ډله ییزه وژنه يې صرفه نه ده کړي او د خپل واک د دوام و خپلو مخالفینو د مهارولو په موخه يې په ډله ییزه وژنه لاس پورې کړی.
د چنګېز، هند، ایران، انګرېز، شوروي او بیا د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د غرب او امریکا له لورې افغان خاوره اشغال شوي او هر زبېښاک د خپل توان په اندازه مظلوم افغانان په ډله ییزه توګه تر تېغ تېر کړي، چې له دې ډلې څخه یو يې هم د یوویشتمې پېړۍ په دوهمه نیمايي کې د وخت د شوروي اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو له لورې د مظلومو افغانانو ډله ییزې وژنې دي. د یوویشتمې میلادي پېړۍ په دوهم نیمايي کې، د وخت د شوروي اتحاد په ملاتړ او اشاره افغاني کمونیستانو ولکه ټينګه او د یوې خونړۍ کودتاه پواسطه واک ته ورسېدل.
دوی چې په کمونیستي مفکوره سمبال او دا مفکوره يې، په پخواني شوروي اتحاد کې د تحصیل په دوره کې خپله کړې وه؛ غوښتل يې خپله دغه پلیته مفکوره پر افغانانو په زور ومني او افغانان له خپل اسلامي فکر څخه منحرف کړي. خو دا چې افغانان له پېړیو- پېړیو مسلمانان پاتې شوي ول او څو واره يې د خپلې عقیدې او خاورې د دفاع په لار کې قربانۍ ورکړي، د وخت د کمونیستي رژيم په وړاندې ودرېدل. همغه و چې د وخت کمونیستو حاکمانو، د خپلو بادارانو په لمسون د افغانانو په شکنجه کولو، شهیدولو او زنداني کولو لاس پورې کړ. افغاني کمونیستانو د خپلې واکمنۍ پرمهال زرګونه افغانان په ډېره بېرحمۍ سره شهیدان او زنداني کړل. حتی په دې موده کې يې څو- څو واره افغانان په ډله ییزه توګه په شهادت ورسول، چې ښه مثالونه يې د هرات د پاڅون پر مهال د زرګونه افغانانو شهادت او پلیګون کې په ډله ییزه توګه تر خاورو لاندې کول دي.
پلیګون، چې د فوځيانو د روزنې یا نښه ویشتلو ځای ته ویل کېږي؛ دا چې افغانسنان د پخواني شوروي اتحاد ګاونډی او بیا په ۱۴ هجري لمریزه پېړۍ کې يې له لورې افغانستان اشغال شو، کیدای شي له همدې کبله به وي چې د کابل په ختیځه برخه کې پروت د پلچرخي اړونده سیمه کې شته د فوځ روزنځای یا د نښه ویشتلو محل ته د پلیګون کلمه کارول شوي/کېږي.
کېدای شي دې سیمې ته د ورتګ او هلته د فوځ په لیکو کې د نښه ویشتلو شوق به ډېرو درلود. یا هم کېدای شي دې سیمې ته په ورتګ به خلکو یا فوځيانو د خوښۍ، ارامۍ او سر لوړۍ احساس کاوه؛ خو دې سیمې هغه مهال وحشتناکه او وېرونکی انځور خپل چې د زرګونه بېګناه او هغه افغانانو چې په خپله اسلامي عقیده ولاړ او د شوروي زبېښاکګړو او د دوی د شرمېدلیو غلامانو اوامرو ته يې لبیک نه وایو، سوې کړیکې او آسوېلی راووتل او د مظلومیت اوښکې او وینې يې وبهېدې چې د هغه وخت ظالمو او جابرو ځواکونو به پرې هیڅ باک نه کاوه او د دوی دغه مظلومیت او په اوښکو-وینو لامده ګرېوان ته به يې خوشحالیانې کولې او خندل به يي.
هوکې! د دغه مظلومانو نوره هیڅ ګناه نه وه؛ یوازې په دې جرم د پلچرخي دغې ډله ييزې قتلګاه ته راوړل کېدل او ژوندي تر خاورو لاندې کېدل، چې پر افغانیت و اسلامیت ټينګ ولاړ او د کمونیستانو او د لېنن د اولادونو ارادې ته نه تسلیمېدل. د پلچرخي دغه قلتګاه، د پلچرخي په شمالي برخه کې د ملي دفاع پوهنتون او مرکزي قول اردو شاته شتون لري. په دې میدان کې به یو وخت د افغانستان د دفاع په موخه د فوځ منسوبینو ته نښه ویشتل ور زده کېدل؛ خو افغاني کمونیستانو د خپلو بادارانو په اشاره؛ برعکس د خپلو هیوادوالو د دفاع نه، د وژلو کار واخیست او په بېرحمانه ډول يې تر خاورو لاندې کړل.
دا میدان چې اوس پکې د کمونیستانو د ظلمونو اثار کم لیدل کېږي، د افغانانو د مظلومیت د تاریخ یو له پامه لوېدلی باب دی، چې اوسمهال يې حتی په هغه سیمه کې اوسېدونکي ډېر لیږ خلک په اړه معلومات لري او د خپل مظلومیت دغه میدان ورته معلوم نه دی. د افغانانو د مظلومیت دغه انځور چې باید ټولې نړۍ ته ورښودل شوی وای، نه يې په اړه تر اوسه رسنیو خاص څه ویلي او نه مو نوی نسل ترې خبر دی. تاسو باور وکړئ، هلته چې کله موږ ورتلو، له زیاتو کسانو څخه مو يې په اړه پوښتنه وکړه؛ خو له بده مرغه چې یوازې یوه کس ته يې په اړه معلومات ول، نورو ټولو يې په اړه معلومات نه درلودل.
ځکه خو دې پایلې ته ورسېدم، چې موږ افغانانو په خاصه توګه نوي نسل خپل د مظلومیت تاریخ او هغه میدانونه چې زموږ پلرونه او نیکه ګان پکې په ډله ییزه توګه شهیدان شوي، هېر کړي. نه چا ته خپل تاریخ معلوم دی او نه هم له خپل مظلومیت څخه خبر یو. حتی تر دې چې له حقیقته نا خبره خلکو ته ظالمان اتلان او مظلومان قاتلان ښکاري. نه ظالم ویني او نه هم د خپل مظلومیت انځور. نه يې پر مظلوم زړه وسوځېد او نه يې له ظالم څخه بد راغلل. نه حقیقت ویني او نه له حق څخه دفاع کولای شي. بلکې هغه څه ورته حقیقت ښکاري چې د رسنیو له عینکو يې ګوري، نور نه د موضوع څېړنه کوي او نه يې عمق ته ځان رسوی. کنه په پلیګون کې له مظلومو افغانانو سره شوی ظلم باید اوس د دې سبب وای، چې نوي نسل مو هر یوه کمونیستان غندلي او محکوم کړي وای؛ خو دا چې دوی حقیقت نه ويني، د پلیګون په څېر د نورو ډله ییزو وژنو عاملین او قومانده ورکوونکي ورته اتلان ښکاري او په نورو يې هم په ډېره سپين سترګۍ سره د اتلانو په توګه مني.