‏د حدودو اجراء د بشر د حقوقو ساتل دي او که له منځه وړل.!

لیکوال: م. حمادافغان شیرزاد اسلام او زموږ متین دین د ټولنې، چاپیریال او ځمکې څخه د شر، فحشاء، بې دینۍ او فساد د له منځه وړلو لپاره او د یو نظام د نفاذ لپاره حدود او قصاص فرض کړي، تر څو چې په ټولنه کې د الله د دین دغه احکام عملي کیږي، نو ټولنه […]

لیکوال: م. حمادافغان شیرزاد

اسلام او زموږ متین دین د ټولنې، چاپیریال او ځمکې څخه د شر، فحشاء، بې دینۍ او فساد د له منځه وړلو لپاره او د یو نظام د نفاذ لپاره حدود او قصاص فرض کړي، تر څو چې په ټولنه کې د الله د دین دغه احکام عملي کیږي، نو ټولنه به له ټولو فساداتو او ناوړه اخلاقو پاکه وي، چې نتیجه کې به یې زموږ عزت، مال، سر او نفسونه خوندي او ښه ژوند به تیروو.

زموږ دین او شریعت د هر چا لپاره داسې حدود ټاکلي چې هغه عین حق او د عقل په تقاضاء کې هم د ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي، الله تعالی ړ دين د ساتنې لپاره د ارتداد حد، د نفس د ساتنې لپاره قصاص، د عقل د ساتنې لپاره د شرابو څښلو حد، د نسل ساتنې لپاره د زنا حد او د مال د ساتنې لپاره د غلا او قطاع الطريقي حدود ټاکلي دي، چې ټول بیا خپل شرایط، ارکان او هر حد خپله اندازه لري، چې هیڅوک پکې د تغیر او تبدیل حق نه لري.

دا چې په افغانستان کې د یو اسلامي ریاست او دولت نفاذ شوی او کوښښ کوي چې د یو اسلامي حکومت پر اساس د الله دین ته ریښتینی نفاذ ورکړي؛ حدود نافذ شي، د الله تعالی ځمکه له شر، فساد او بداخلاقۍ څخه مجات ومومي، نو په همدې اساس د حکومت مشرتابه یې د حدودو د اجراء حکم ورکړ.

حدود د الله تعالی یو فرضي حکم دی، هیڅوک یې نشي معطل کولای او نه یې ختمولای او تغیر کولای شي او پخپله هغه عظیم رب یې قران کې حکمت بیان کړی چې د حدودو په اجراء او تنفیذ کې د ژوند احیاء ” یعنې د بشر د حقوقو بشپړه احیاء او ساتنه” ده.

دا چې له کلونو راهیسې پر اسلامي نړۍ کفر او باطل حاکم دی، د مسلمانانو افکار یې تر دې حده د خپل قران او تاریخ نه محوه کړي، چې نن ورځ د کفر پر ځای پخپله تش په نوم مسلمانان د حدودو په اجراء تنقید او د بشر د حقوقو نقض یې بولي.

د یو اسلامي حکومت دنده او وظیفه همدا ده چې د الله تعالی مخلوق سمې لارې ته رهي کړي، له ټولنې فسادات ورک، سکون او امن ورته نافد کړي، نن چې ټولو حکومتونو ته کومې ستونزې ایجاد شوي، اساسي لامل یې د قران نه لرې والی، د حدودالله تعطیل او د پردیو د قانون نفاذ دی، موږ ته تر ټولو بهتره او غوره اساس او قانون قران او دین دی.

مسلمانانو وروڼو! دین او شریعت موږ ته میراثي نه بلکې د خدای یو داسې قانون دی، چې په عملي کولو یي هم موږ ته ګټه او هم ټولنې ته ګټه ده، نن که غربي ملل متحد د حدودو په اجراء د بشر د حقوقو د نقض چیغې وهي، د هغوی مفاد همدا دي چې مسلمانان سره وپاشي او له ریښتیني دین څخه لرې پر باطلو لارو لاړ شي، هغوی چې نن د بشر د حقوقو د نقض چیغې وهي تر پرونه چیرته وه، چې د عراق، لیبیا، فلسطین، شام او برما په شمول افغانستان کې لکونه خلګ د دوی په بې دریغه بمباریو، چاپو، وحشتونو او جګړو کې تر تیغ تیر شول، هغه د بشر نقض نه وو. مسلمانه وروره! پام چې د حدودو د اجراء او تنفیذ په اړه بد ونه وایې، دا د بشر د حقوقو په ریښتیني توګه ساتل او حفاظت کولو لاره ده.

وما علینا الاالبلاغ المبین.