دروژې میاشت دالله تعالی غوره میاشت

    ليکنه :مفتي نصرالله «عمار» ، له يوي خوا دالله تعالی له طرفه يو ښه د رحمت او مغفرت مياشت راتلونکې ده چې هغه د رمضان المبارک مياشت ده داهغه مياشت ده چې دکال تر ټولو مېاشتو غوره او افضله مياشت ده ! دروژې دمياشتي فضائل دالله تعالی په کتاب او د نبي کريمﷺ […]

 

 

ليکنه :مفتي نصرالله «عمار» ،
له يوي خوا دالله تعالی له طرفه يو ښه د رحمت او مغفرت مياشت راتلونکې ده چې هغه د رمضان المبارک مياشت ده
داهغه مياشت ده چې دکال تر ټولو مېاشتو غوره او افضله مياشت ده !
دروژې دمياشتي فضائل دالله تعالی په کتاب او د نبي کريمﷺ په احاديثو کي په زياته اندازه شتون لري چي هيڅ يو خاص اوعام مسلمان ئې دفضيلت څخه ناخبره نه دی .
اودامياشت ديو خاص فرضي عبادت لپاره ځانګړې شوي ده چي هغه عبادت دروژې نيول دي !
داسلام له نظره چي دغه مياشتي ته وګورو نو دا د شعائر الله اوشعائر الإسلام څخه بلل کيږي
د شعائر الله او شعائر اسلام څخه مراد هر هغه امور دي چې دهغو څخه برملا د دين اعلان او اظهار کيږي ٫ او چې هغه د الله تعالی داطاعت علامة او پيژند ګلوي وي! (قاموس الفقه : ۴ / ۱۹۴ )
مفسر قرطبي ليکي : (هو كل شئ لله تعالي فيه أمر أشعر به واعلم ( قاموس الفقه : ۴ / ۱۹۴ )
او دعطاء رح څخه مروي دي چې : ټول مامورات او منهيات شعائر الله دي . ( قاموس الفقه : ۴ / ۱۹۴ )
په قرآنکريم کي الله تعالی دشعائرو اړوند فرمايې : {ومن يعظم شعائر الله فإنها من تقوي القلوب }
ترجمه : كم څوک چې دالله تعالی د شعائرو تعظيم وکړي نو دا دزړو دپرهيز ګاريو دخبرو څخه ده !
علامة شاه انور شاه کشميري رحمة الله تعالی عليه په حجةالله البالغة کي دشعائرو اړوند ليکلي دي : (…وأعني بالشعائر امورا ظاهرة محسوسة جعلت ليعبد الله بها وختصت به حتي صار تعظيما عندهم تعظيما لله تعالي والتفريط في جنبها تفريطا في جنب الله تعالي …) ترجمه : دشعائرو څخه هغه محسوس اوظاهري امور مراد دي چې په هغو سره دالله تعالی عبادت کول کيږي ، اوده الله تعالی سره خاص دي ، تر داسي اندازې چي د خلکو په نيزد دهغو تعظيم کول د الله تعالی تعظيم کول دي ، اوپه هغو کي کوتاهي کول دالله تعالی سره کوتاهي کول دي . (قاموس الفقه : ۴ /۱۹۵ )
حقيقت دادی چې : دشريعت احکام چې په قطعي دلائلو باندي ثابت وي او دهغو پر ثبوت دامت اجماع راغلي وي هغه امور ټول د دين اسلام شعائر دي چې په هغو سره د دين او شريعت پيژندل قائم دي .
داسلام اودين شعائر ډير لوي قدر او اهميت لري ، اهانت او سپکاوی يې فقهاؤو (رح) موجب دکفر بللي دي !!!
اوله بلې خوا زموږ په ننۍ معاشره کي اکثره عام ټولنه اوبعض خواص د دغه مياشتي په راتلو سره په دغه مياشت ، روژو ، پیشلمي او تراویحو باندي ټوقي ، ټکالي ، مزاح او مسخرې کوي ، او دګرځنده ټيلېفوني اړيکو (لکه واټساپ ، پيسبوک ، ميسنجر او يوټيوب) له لاري ئې يو او بل ته ليږي او نشرکوي يې ، او خنداوي ور باندي کوي !!!
او حال داچې په حقيقت کي دا د روژي مبارکې توهین او سپکاوی دي ، او په داسي عمل سره پر مسلمان دکفر بيره سته ! (العياذ بالله)
ځکه دا روژ د شعائر الله اوشعائر الإسلام څخه ده ، اود شعائر الإسلام په اړه بايد هر مسلمان د ډير احتياط څخه کار واخلي ! او د مزاح ، ټوکو او مسخرو موضوع يې نه و ګرځوي !
الله دي يې نه کوي چې د ايمان دزوال سبب ونه ګرځي !
لهذا ؛ بايد دداسي کړونو څخه په کلکه ډډه وکړو چې په هغوی سره داسلام د شعائرو توهین او سپکاوی کيږي ! او چې هغه د ايمان دزوال سبب جوړيږي !