ایا د خپل ژوند لپاره کوم پلان لری؟

حمزه الیاس په عموم کې ځوان نسل د خپل راتلونکې لپاره په سوچ او فکر کې دی، چې په راتلونکي کـې څه وکړي؟ له همدې امله زیاتره ځوانان په ډېرو ناوړه ستونزو کې راګیر شي، چې د دوی پر ژوند ناوړه اغېزه کوي او بالاخره ځانوژنه وکړي. اتیا سلنه ځوانان په دې ناروغۍ اخته دي. […]

حمزه الیاس

په عموم کې ځوان نسل د خپل راتلونکې لپاره په سوچ او فکر کې دی، چې په راتلونکي کـې څه وکړي؟

له همدې امله زیاتره ځوانان په ډېرو ناوړه ستونزو کې راګیر شي، چې د دوی پر ژوند ناوړه اغېزه کوي او بالاخره ځانوژنه وکړي. اتیا سلنه ځوانان په دې ناروغۍ اخته دي. له دې ناروغۍ وروسته په ډیپریشن، رواني او نورو ناروغیو اخته کیږي.

اې ځوانه!

موږ چې الله تعالی دې نړۍ ته د ځانګړي مقصد او هدف لپاره رالېږلي یو. د دې مقصد واضح کولو لپاره یې خپل خاص استازي انبیاء او رسولان رااستولي دی.

الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایې:

[وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون]

الله تعالی د انسان د ژوند مقصد په خپله واضح او بیان کړی دی او هغه دا دی، چې موږ د الله تعالی عبادت وکړو.

د دې لپاره الله تعالي راضي کړو او خپل راتلونکی روښانه کړو؛ نو موږ ته پکار ده چې د پینځه وخته لمونځ، روژه، زکات، حج، جهاد په هغه طریقه اداء کړو؛ کومه چې الله تعالی او د هغه رسولانو را ښودلې ده.

د کوم مقصد لپاره چې الله تعالی رااستولي یو، هغه مقصد پوره سو او الله تعالی هم راضي سو. کله چې الله تعالی راضی سو؛ نو الله تعالی خپل بنده ته د زړه قناعت او غناء په نصیب کوی. کله چې الله تعالی یو بنده ته د زړه غناء ورنصیب کړي؛ نو هغه بنده بیا د ډېرو پیسو ښکلي موټر او ښکلی کور شوق نه لري؛ بلکې په کم شي قناعت کوي او خوشحاله ژوند کوي.

الله تعالی پر خپل بنده ډېر مهربانه دی. هغه څه چې بنده پرې راضي کیږی، الله تعالی یې ورکوي.

اې ځوانه!

کله چې دې د الله تعالی نافرماني پیل کړه (د الله تعالي رالیږل سوي قوانین دی عملي نه کړل) نو الله تعالی به د زړه غناء درڅخه واخلي او د زړه خفګان، د ډېرو پیسو، ښکلي موټر او … فکر به درته پیدا کړي. دا فکرونه به تا بېتابه کړي او ژوند به دې تریخ کړي. نو له همدې په ډېذو ناوړه ناروغیو اخته کېږې او ځانوژنه به هم کوې.

اې د امت ځوانانو!

که غواړو چې ژوند مو خوشحاله او په آرامۍ تېر سي؛ باید د الله تعالي ته اوامرو ته متوجې او له نواهیو څخه یې ځان وساتو، همدارنګه استغفار ډېر ووایو.

د ژوند لپاره داسی یو پلان باید ولرو، چې هغه ستا او د راتلونکي نسل لپاره د بریا راز پاتې سي.

د ټولنې هر غړی باید شپه او ورځ کار وکړي؛ تر څو د ځوان نسل اشغال سوی فکر ور اصلاح کړي.