نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
حسن زوی: د کرونا ویروس په نوم دالله یوداسې خورا کوچني مخلوق چې په سترګو هم نه لیدل کېږي په ډېرو کمو ورځو کې یې ټوله نړۍ ولړزوله. دانساني ژوند ددې دښمن اودټولې نړۍ انسانانوترمنځ جنګ روان دی ؛ پدې جنګ کې دانسان دا دښمن دانسان سره مخامخ جنګ کوي خو له سترګوپټ دی ؛ […]
حسن زوی:
د کرونا ویروس په نوم دالله یوداسې خورا کوچني مخلوق چې په سترګو هم نه لیدل کېږي په ډېرو کمو ورځو کې یې ټوله نړۍ ولړزوله.
دانساني ژوند ددې دښمن اودټولې نړۍ انسانانوترمنځ جنګ روان دی ؛ پدې جنګ کې دانسان دا دښمن دانسان سره مخامخ جنګ کوي خو له سترګوپټ دی ؛ کوم ځای کې پټ دی ، چرته یې انسان ته کمین نیولی کله به حمله کوي ؟
پدې هیڅوک نه پوهېږي .
انسان ایله هغه وخت پوه شي چې ویروس پرې وژونکې حمله کړې ، بدن ته یې ور دننه شوی او په بدن کې کافي وخت هم تېر کړی او دده سګي اوستونی یې نیولی وي .
د ویروس او انسان ترمنځ دې جنګ کې ویروس اقدام کوي او انسان دفاع ؛انسان تر دې دمه په خپلې دفاع کې ناکام دی او خپله ناکامي یې منلی هم ده.
انسان ویروس ته شا کړیده ؛ کورته په تېښته او په ځان پسې په دروازه بندولو کې خپل نجات ګڼي خو دا داسې دښمن ندی چې کور ته په تېښته انسان وبښي بلکې هر چاته په دروازه کې ولاړ دی اوپه داسې چل دخپل دښمن پسې کورته دننوتلو هڅه کوي چې مخنیوی یې کابو ناشوني دی.
نودې خورا کوچني مخلوق ټول انسانان کورونو ته ننویستل خوپه کورونو کې ترې هم په سختې وېرې کې دي .
دعقل ډېرو دعوېدارو به له دې انکار کاوه چې ګیني نمرودیان دې الله تعالی دماشو په ذریعه هلاک کړي وي ؛ اوس الله تعالی ورښوده چې ځماجنود ماته معلوم دي ځه دماشو نه هم په ډېر کوچني مخلوق خلک وژلی شم .
هو! کرونا ډېر کوچنی مخلوق دی ؛داسې کوچنی چې دبرقي مایکرسکوب په واسطه یې وجود څوزره چنده لوی کړای شي نو ایله ښکارېږي .
خو همدې کوچني مخلوق داسې لویو هېوادونو اوسترو مادي طاقتونو ته ماتې ورکړه اوعاجز یې کړل چې دمخلوق په مقابل کې به یې شکست اوعاجزي په خیال اوخاطر کې هم نه راتله.
دچین نه پس دې ویروس اروپا دجنګ په مرکز بدل کړیدی ؛ دایټالیا ،فرانسې ، هسپانې اوبرتانې په څېر داروپا خورا مترقي ، دخطرونو نه خوندي اودصحي اودژوند دمادي وسایلونه پورمامور هېوادونه یې سخت راګېر کړیدي ؛ دعام او خاص دتوپیر پرته په مرض داخته کېدونکو او مړه کېدونکو تنانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي .
دلویدیځ یادو خورا پرمختللو هېوادونو له لورې ددې مرض دخپرېدا دمخنیوي لپاره هیڅ دیادولو وړ ګټور اقدام ندی رامخې ته شوی .
بس د دولتونوترټولو کامیاب اقدام دادی چې خپل ټول هېوادوال یې په خپلو کورونو کې قید کړیدي او ښارونه ،سرکونه اولارې کوڅې یې په بشپړه توګه له انسانانو خالي دي .
که حالت همداسې وي شاید دلته یو ستر انساني ناورین رامنځته شي .
دې خورا کوچني ویروس دنړۍ د۱۹۰ نه زیات هېوادونه دخپلې اغېزې لاندې راوستي دي او دډېرو هېوادونو نظام او ژوندبېخي مفلوج شو ؛مشرق اومغرب کې چوپتیا خپره ده ؛ ژوند بېخي بدل اوخورا ډېر اغېزمن دی .
په انساني تاریخ کې به له دې وړاندې داسې کومه وبا نه وي راغلې چې دومره زیاته خپره شوې وي اوانسانان یې دومره زیات وېرولي اوپه کورونوکې محاصره کړي وي .
دنړۍ واکمنان حیران دي ؛ د وچې ، فضا اوسمندرونو دتسخیر دعوه کوونکي اوس دیوکوچني ویروس په مقابل کې په تمامو معنو بې وسي دي او دخپلې بې وسۍ اعترافونه هم کوي .
سپینه ماڼۍ ، واشنګټن او نیویارک سخت ورخطا دي ځکه چې دپینټاګون پرمختللې وسلې ددې کوچني ویروس دمقابلې ندي .
په تورو شپوکې زموږ پر کورونو حمله کونکي اودبلیک هاک هلي کوپترو نه زموږدمېرمنو اوکوچنیانو وژونکي امریکایې وحشي فوځیان اوس ددې کوچني ویروس له وېرې په خپلو فوځي مرکزونوکې بارکونو ته ورننوتي دي او دراوتلو نوم نه شي اخستی.
ددې ستروهېوادونو هرڅه مفلوج دي ؛سوداګري ، صادرات او واردات یې په ټپه ودرېدل ؛ دګاونډیو هېوادونو سره یې پولې وتړل شوې ؛ هوایې اوځمکنۍ کرښې بندې شوې ؛ دنړۍ ددې لویو هېوادونو مشهور ښارونه چې له رنګینیوبه ډک او پکې به دانسانانو هجوم و اوس بند دي اولویو لارو کوڅو کې یې یو انسان هم په نظرنه ښکاري ؛ دانسانانو نه دا لارې کوڅې داسې خالي پرتې دي ته به وایې چې دلته یو انسان هم ژوند ندی کړی .
داهماغه هېوادونه دي چې اوهان کې ددې مرض دخپرېدا پرمهال یې په سخت مصیبت کې اخته چین تنها پرېښود؛ دچین په بې وسۍ پسې یې خنداګانې کولی اوپه هرځای کې به یې دچینایانو سپکاوی کولو .
څومره به ښه وه چې ټولې نړۍ په ګډه دچین مرسته کړی وای ترڅو په لږو ورځو کې په چین کې دننه دا ویروس له منځه تللی او نورې نړۍ ته نه وای خپور شوی .
دهاورډ پوهنتون استاذ مارک لپ سټچ وایې چې دچین سره نه مرسته دنړۍ دواکمنانو نا اهلي ده چې ستر تاوان یې اوس ولسونو ته رسېږي.
په نړۍ کې څه عجیب حالت دی ؟!
ټول کائنات دقال په ژبه پوښتي چې دامریکا په شمول ددې سترو زبرځواکونو زور، لویې اوغرو څه شو ؟
دپرمختګ او دمخلوق دتسخیر لویې دعوې څه شوې ؟
عصري وسایل اوپرمختللی ټیکنالوجي یې څه شوه ؟
هغوئ چې ویل به یې دنړۍ هرطاقت ته دشکست ورکولو توان لري اوس دې کوچني ویروس ته ولې شکست نه شي ورکولی ؟
هغوئ چې (زماجسم اوزما خوښه ) نارې یې پورته کولې ؛ دشرعي پردې او دمېرمنو لپاره دعفت اوعصمت دشرعي احکاموپسې یې چې خنداګانې کولې اوس دوئ څه شوې چرته ولاړې او ددوئ خپله خوښه چرته ولاړه ؟
ولې یې اوس دسراومخ په شمول ټول بدنونه پټ کړیدي ؟ د زمانې نمرودان به دامرض محض یو اتفاق او طبعي آفت ګڼي ؛لابه هم نه دا الهي عذاب بولي اونه به دانسانانو بغاوت ددې اصل لامل ګڼي .
ځکه چې ددوئ دعیش عشرت نه ډک ژوند ، دژوند اسانتیاوې ، مادي وسایل اوترې ګټه پورته کول ددوئ دژوند اصل هدف دی ؛ دانسان پیدایښت هسې یو تصادف ګڼي چې دیادو شویو امورو پرته یې دژوند دبل هیڅ هدف ندي قائل .
خوموږ مسلمانان پدې عقیده یو چې دحدودونه دانسانانو تېرېدنه
دعذابونو دراتللواصل معنوي عمده لامل دی .
انساني تاریخ شاهد دی چې په خپل مادي طاقت دغرور له امله چې کله هم انسانانو دخدایتوب دعوه کړی نو داسې نمرودان الله تعالی په خپل کمزوري مخلوق معذب ګرځولي دي.
نن هم په نړۍ کې ګڼ نمرودان دي چې په خپل مادي طاقت سخت مغرور دي ؛له ټولوپولو اوړېدلي دي ؛ دخدای دطاقت بېخي منکر دي دخدای په کمزورو بندګانو یې ظلمونه او وحشتونه اوج ته رسېدلي دي او دالله تعالی نه دبغاوت له ټولو پولو نه اوړېدلي نو الله تعالی یوه کوچنۍ تنبیه ورکړه او دیو کمزوري مخلوق په مقابل کې یې شکست ټول مخلوق ته ښکاره کړ.
زموږ دشرعي لارښوونو له مخې موږ دا مرض دسبب په درجه کې منولکه ( فرمن المجذوم فرارک من الاسد ) :په جذام مرض داخته تن نه داسې تښته لکه دزمري نه چې تښتې. داحدیث په همدې دلالت کوي چې باید دسبب په درجه کې ومنل شي .
خوعلت تام یې نه ګڼو ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې (لا عدوی ولا طیرة ولا هامة ولاصفر)
یانې خامخا اوپه خپل سر دمرضونو یوبل ته انتقال نشته ، بدفالي نشته ، بلا نشته اودصفر بدبختي نشته .
موږ مسبب الاسباب الله تعالی ګڼو یانې پدې مرض داخته تن دنورو روغو خلکو سره اختلاط د روغو خلکو دناروغۍ سبب ګرځېدای شي خو دې سبب کې دسبب جوړېدو صلاحیت الله تعالی اچوي ؛ که الله تعالی په مرض د روغو خلکو داخته کېدو اراده وکړي په مرض به اخته شي او که الله تعالی یې دمرض نه دخوندي پاتې کېدلو اراده وکړي نو خوندي به پاتې شي او دمریض اختلاط به ورته هیڅ ډول تاوان ونه رسوي .
خو زموږ دشرعي اصولوله مخې دنیا دارالاسباب دی ؛ دمشروعو مقاصدو او مطالبو لپاره داسبابو اختیارول اوترې کار اخستل شرعي لارښوونه ده اوداسبابو دترک نه موږ منع شوي یو .
نودصحت پوهان چې ددې مرض نه دخوندیتوب لپاره کوم احتیاطي تدابیر په ګوته کوي د اسلامي هېوادونو په دولتونو لازمه ده چې داپه خلکو تطبیق کړي اود خلکو هم شرعي مسئولیت دی چې ددې تدابیرولحاظ وکړي خوپدې شرط چې دشرعي لارښوونو سره په ټکر کې نه وي .
دشریعت لارښوونه داده چې کوم ځای کې طاعون ګډ وي نودهغه ځای خلک دې بل ځای ته نه ځي اوڅوک چې ورنه خوندي پاتې وي هغوئ دې دطاعون ځای ته نه ورځي .
ټول علماء پدې متفق دي چې دطاعون په څېر دهر وبائي مرض همدا حکم دی .
کرونا هم دطاعون په څېر وبائي مرض دی حکم یې هماغه دی نوموږ مکلف یو چې دشریعت داصولو سره سم دټولوهغو احتیاطي تدابیرو لحاظ وکړو کوم چې دطب دمستندوپوهانو له لورې خپرېږي.
خو اعتماد به مو دالله تعالی په ذات وي ؛ په اسبابو کې تاثیر دهغه له لورې دی چې همدا دتوکل معنی او مفهوم دی ؛ داسبابو ترک توکل ندی بلکې پر اسبابو دنتایجو ترتب الله تعالی ته سپارل توکل دی . پېغمبرصلی الله علیه وسلم خپل صحابي ته و فرمایل (اعقل وتوکل) داوښ پښه وتړه اوتوکل وکړه .
اسبابوطرف ته په اعقل کې اشاره وشوه او پدې اسبابو باندې دنتایجو ترتب چې دالله تعالی کار دی په توکل کې ورته اشاره وشوه .
نو دژمنو او خپل شریعت نه دباخبرو مسلمانانو مسئولیت دادی چې اوسنۍ وبا کې خلک له افراط او تفریط نه لرې وساتي ؛ نه څوک ددې مرض نه انکار اوبې احتیاطۍ ته پرېږدي او نه چاته دا اجازه ورکړي چې هرڅه داسبابو پورې وتړي اود الله تعالی د
ذات نه خدای مکړه یقین پورته شي چې دیقین په کمزوري کېدو انسان دسختې وېرې ښکار کېږي اوهمدا وېره بیا دانسان دفاعي قوت اغېزمن کوي چې همدا بیا دانسانانو دمرګ اصل لامل ګرځي .
ژوندي به هغه څوک پاتې کېږي چې داحتیاطي تدابیروترڅنګ یې دالله تعالی په ذات قوي یقین وي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.