کرونا له دې کار پرته پای ته نه رسېږي

لیکوال: محمد یحی په دې کې شک نشته چې کرونا ناروغي هم يوه وبا او د طاعون يو ډول دی چې الله تعالی پر بندګانو باندې د هغوی د ګناهونو، نافرمانيو او سرغړونو له وجې نازله کړې، له اسلام مخکې او هم راوروسته په ټولو قومونو د دې ډول عذابونو نازل کېدو هدف توبه او […]

لیکوال: محمد یحی

په دې کې شک نشته چې کرونا ناروغي هم يوه وبا او د طاعون يو ډول دی چې الله تعالی پر بندګانو باندې د هغوی د ګناهونو، نافرمانيو او سرغړونو له وجې نازله کړې، له اسلام مخکې او هم راوروسته په ټولو قومونو د دې ډول عذابونو نازل کېدو هدف توبه او پر ګناهونو پښېمانتيا، الله تعالی ته مناجات، عذر، زارۍ او دعاءکول او د هغه لور ته ور ګرځېدل دي.

هغه امتونه چې ورباندې دا ډول عذابونه راوتلل، خو بياهم هغوی له تېرو ګناهونو توبه نه کوله، الله تعالی يې په اړه فرمايي(فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) نو كله  چې زموږ سختي پرې راغله  ولې يې عاجزي ونكړه، د دوى خو زړونه لاهم سخت شول او څه يې چې كول هماغه شيطان ورته ښايسته كړل.

ايا نن ورځ همداسي نه ده؟ اياموږ د دې بلا زموږ څخه د پورته کېدو لپاره الله تعالی ته رجوع کړې؟ ايا موږ ګناهونه پرېښودلي؟ ايا د دعاء او مناجات لاس مو الله تعالی ته لپه کړي؟ اياسر پر سجده شوي او توبه او الله تعالی ته مو رجوع کړې؟ ايا له دې ازمايښت څخه د خلاصون په موخه مو الله تعالی ته ژړلي او زارۍ مو ورته کړې؟ که ځواب منفي وي او زموږ زړونه هم د پخوانيو قومونو په څېر سخت وي، نو څومره چې زر وي بايد په دې موضوع غور وکړو، ځکه له دې بلا څخه خلاصون پر توبه او الله تعالی ته ورګرځېدو، پروتني او عاجزي، دعاء او زاري پوري تړلی، چې دا شرط پوره نشي دغه وبا هيڅکله د ليري کېدو نه ده.

نو راځئ! د الله تعالی لوري ته ور وګرځو دغه لکه کاڼي غوندې زړونه مات کړو، دعاء او توبه وکړو، پروتني او عاجزي وکړو ترڅو الله تعالی راته له دې بلا څخه خلاصون راکړي…وماذالک علی الله بعزيز