نوی دور او د نبوي سیرت لارښوونې

مفتي ع مطلب که څه هم اوسنی وخت ډېر زیات پرمختللی وخت دی، د ژوندانه په هر ګوټ کې نوي اختراعات رامنځ ته کېږي، نوې موندنې او انکشافات بېخي عقل حیرانوي، نړۍ سره له دومره واټنه ډېره رانږدې شوې ده، میډیایي او ټرانسپورتي وسائلو دومره پرمختګ کړی، چې د میاشتو او کلونو کار اوس په […]

مفتي ع مطلب
که څه هم اوسنی وخت ډېر زیات پرمختللی وخت دی، د ژوندانه په هر ګوټ کې نوي اختراعات رامنځ ته کېږي، نوې موندنې او انکشافات بېخي عقل حیرانوي، نړۍ سره له دومره واټنه ډېره رانږدې شوې ده، میډیایي او ټرانسپورتي وسائلو دومره پرمختګ کړی، چې د میاشتو او کلونو کار اوس په ساعتونو او دقیقو کې کېدلای شي، د پخوا په پرتله مال او دولت هم ډېر زیات دی، بلکې که داسې وویل شي بې ځایه به نه وي، چې په حقیقت کې ځمکه طلا ګرځېدلې او سمندرونو خپل ټول لعلونه او جواهرات انساني ساحل ته راغورځولي دي؛ خو! ددې دومره ډېر پرمختګ سره سره هیڅوک د ډاډ، ارام او اطمینان احساس نه کوي، په ټول انسانیت باندې یوه طولاني بې ارامي خپره ده، هر لور ته د ظلم او ستم بازار ګرم دی، فساد ورځ تربلې زیاتېږي، هره ورځ نوې نوې فتنې راپنځېږي او لکه د نه تم کېدونکي سېلاب په څېر څپې وهي، هرطرف اختلاف اختلاف دی، قومي اختلاف، سمتي اختلاف، فرقوي اختلاف، سیاسي اختلاف، کورنی اختلاف حتی، چې هر هر فرد له بل فرد سره په اختلاف کې دی، خود غرضي او ځان غوښتنه عامه ده، اخلاق، عفت او پاکدامني نشته، عزت، شرافت، باور او امانتدارۍ کډه کړې، هیڅ کومه بدمرغي به داسې نه وي، چې په نننۍ ټولنه کې به یې ریښې نه وي غزولي، بلکې که داسې وویل شي، چې اوسنۍ زمانه عینا د جاهلیت د زمانې تکرار دی، نو بعیده به نه وي.

بل لور ته په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې کېږي او نوي نوي وړاندیزونه او طرحې جوړېږي، ترڅو ددې ټولو ناوړه کړنو مخنیوی وکړي، خو تر اوسه پورې نه کومه هڅه بریالۍ بریښي او نه کومه طرحه! او باید، چې بریالۍ نشي، ځکه دا ټولې هڅې په انساني تدبیرونو باندې تکیه دي او انساني تدبیرونه ددومره لوی سیلاب مخې ته کله تم کېدای شي؟

ددې لپاره هغه تدبیر او هغه نسخې ته اړتیا ده، کومه چې خاتم النبیین محمد رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ورک شوي انسانیت لپاره استعمال کړې وه او د لوی الله ـ جل جلاله ـ هغه ارزښتناکه ډالۍ وه، چې د جهالت او ناپوهۍ تورو تاریکیو کې راګېر انسانان یې په سپینه لاره روان او په ټولو کائناتو کې ترټولو روسته پاتې طبقه یې د نړیوال قیادت تر سټېجه ورسوله.

مذهبي اختلافات او د نبوي سیرت لارښوونې:
اوسمهال په نړیواله کچه اتفاق او یووالي ته اړتیا ډېره لیدل کېږي، خو تراوسه پورې هیچا داسې یو ټولمنلی ځواک نه دی رامنځ ته کړی، چې په اطاعت یې ټول انسانان متفق شي، ددې دور ترټولو ستره نیمګړتیا د متحد ځواک نشتوالی دی، هیڅ یو قوم بل قوم نشي زغملی.

او په فطري توګه ممکنه هم نه ده، چې د یوه انسان په حاکمیت دې ټول انسانان متفق شي، ځکه دا انسان به هم له یوه قوم سره تړاو لري، چې بل قوم ته به د منلو نه وي او بله دا، چې هیڅ یو انسان د ځان غوښتنې او نفسي خواهشاتو څخه ازاد نه دی او نه د یوه انسان علم دومره پراخه کیدای شي، چې د ټولو انسانانو اړتیاوې درک کړای شي، طبیعتونه یې وپیژني او عدالت پرې پلی کړي؛ له همدې امله که په یوه کس د راټولېدو هڅه وشي، نو یا به د نفسي خواهشاتو له امله د وخت فرعون ترې جوړ شي، او یا به د درک د نشتوالي له وجهې بې عدالتۍ ته مخه کړي.

دغه راز دا کار کومه اداره هم نشي کولای، چې داسې یو قانون رامنځ ته کړي، چې د ټولو انسانانو د فطري او طبعي اړتیاو سره برابر وي، تر اوسه چې په نړیواله کچه ددې هدف لپاره کومې ادارې رامنځ ته شوي، ناکامې او د لویو قدرتونو د لاس آلې ګرځېدلي دي، چې ښه بېلګه یې “ملګري ملتونه ” دي.

نو لازمه ده، چې د نن ورځې اختلافاتو ختمولو لپاره همغه لاره انتخاب شي، کومه چې رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ انتخاب کړې وه، کومې تګلارې، چې د اختلاف او انتشار په سمندر کې غرقېدونکې نړۍ ته نجات ورکړ او د اتفاق یوه داسې عملي نمونه یې وړاندې کړه، چې نوره نړۍ ترې عاجزه وه.

رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ ټولې نړۍ ته اعلان وکړ، چې ای خلکو! ددې پرځای، چې د کوم انسان یا ادارې حاکمیت ومنی، د داسې ستر ذات حاکمیت ته غاړه کېږدئ، چې د ټولو انسانانو او ادارو پیدا کونکی او پالونکی دی، د ځمکې او اسمانونو څښتن دی، د مرګ او ژوند واکدار دی، د هرچا له طبعي اړتیاو څخه خبر دی، د ټولو کایناتو ستر تنظیموونکی او ریښتینی واکمن دی ”ألا له الخلق والأمر، تبارك الله رب العلمين“ الاعراف: ۵۴
دغه د توحید دعوت قومونو او ملتونو ومانه، د ټولو مذهبي اختلافاتو د خاتمې لپاره بنسټ او د یووالي او اتفاق لپاره یو جامع محور ثابت شو.

رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ اهل کتابو (یهودو او نصاراوو) ته هم د توحید په عقیده د متحد کېدو بلنه ورکړه او ورته یې وویل: “يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ ” آل عمران: ۶۴
ژباړه: ای اهل کتابو! یوې داسې خبرې طرفته راشئ، چې زمونږ او ستاسو تر منځ یو ډول منلی شوې ده، هغه دا، چې له الله ـ جل جلاله ـ پرته به د بل چا عبادت نه کوو، نه به ورسره شریک جوړوو او نه به له الله پرته خپلو کې څوک رب نیسو.

اوس هم د رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ کړنلاره مونږ ته لارښوونه کوي، چې د شرق او غرب تابعداري پرېږدئ، د الله رسۍ ونیسئ! امن، سکون، ډاډ او اطمینان یوازې د الله تعالی په توحید کې دی او له دغه ذات پرته د بل چا په منلو چا ته ارام نه نصیب کېږي.
”وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰہِ جَمِیْعًا وَّ لاَ تَفَرَّقُوْا“ آل عمران: ۱۰۳
ژباړه: په اتفاق سره د الله رسۍ کلکه ونیسۍ او خپل منځ کې اختلاف مه کوئ.

د توحید رسۍ هغه رسۍ ده، چې د عربو تر منځ د سوونو کلونو خپلمنځي دښمنیو ته یې د پای ټکی کېښود، نفرتونه په محبتونو بدل شول، ټول ورونه ورونه او یو تن و وجود وګرځېدل. الله تعالی فرمایي:
”وَاذْکُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰہِ عَلَیْکُمْ اِذْکُنْتُمْ أَعَدَاءً فَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِہ اِخْوَانًا، وَکُنْتُمْ عَلٰی شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنْقَذَکُمْ مِنْہَا“ آل عمران: ۱۰۳
ژباړه: او د الله تعالی نعمت مو په یاد وساتئ! کله، چې تاسو د یو بل دښمنان وی، الله تعالی مو په زړونو کې مینه پیدا کړه، نو تاسو د هغه په لوریینه وروڼه ورګرځېدی او د جهنم د کندې پرغاړه ولاړ وی، الله تعالی ترې وساتلئ.

رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ نړۍ ته پیغام ورکړ، چې قرآن الله تعالی یو داسې قانون رالیږلی، چې د دنیا او اخرت ګټې پکې نغښتې دي او لکه څنګه، چې حکیم یا ډاکټر په نوې نسخه کې د تېرو نسخو رعایت ساتي، په دې کې هم د پخوانو اسماني کتابونو د قوانینو رعایت ساتل شوی دی.

دا پیغام ملتونو ومانه او په نړۍ کې خپور شو، خلکو ولیدل، چې نړۍ د ارام ساه واخسته او تر ډېره حده مذهبي اختلافات ختم شول.

اوس هم د همدې اړتیا ده، نړۍ د توحید، رسالت او د ایمان دعوت ته تږې ده، تر څو ورک شوی انسانیت بېرته راستون شي، او په خلکو کې یو ځل بیا دا فکر راژوندی شي، چې مونږ ټول د یوه پلار اولاد او د یوه رب بندګان یو.