د کرونا اندېښنه او وارخطايي

لیکوال: محمد یحی يو سړي طاعون ته وويل څو تنه وژنې؟ طاعون ورته وويل لس زره تنه، څو ورځي وروسته بيا سره مخامخ شول، سړي ورته وويل چې تا خو ويل لس زره تنه وژنم خو اوس پېنځوست زره مړه شول، طاعون ورته وويل ما هماغه لس زره وژلي، پاتې څلوېښت زره د اندېښنې او […]

لیکوال: محمد یحی

يو سړي طاعون ته وويل څو تنه وژنې؟ طاعون ورته وويل لس زره تنه، څو ورځي وروسته بيا سره مخامخ شول، سړي ورته وويل چې تا خو ويل لس زره تنه وژنم خو اوس پېنځوست زره مړه شول، طاعون ورته وويل ما هماغه لس زره وژلي، پاتې څلوېښت زره د اندېښنې او وېري له امله له منځه تللي دي.

که غواړئ له کرونا سره مبارزه وکړئ اندېښنې او وېره پرېږدئ، په خدای ج باندې لازيات توکل وکړئ او بشپړ باور او يقين وکړئ چې يواځي هغه به کېږي چې الله تعالی يې ارده کړې وي.

د وېري او وارخطايۍ د کمزوري کولو لپاره د قرآنکريم پرتلاوت او د ګټورو کتابو او مطالبو پر مطالعه ځان بوخت کړئ، ورزش او فزيکي خوځښت هم د وارخطايي د کمزوري کېدو لامل کېږي.

د کرونا په باره کې مطالعې او د څه اورېدلو او وخت پر وخت يې تعقيبولو مخه ونيسئ، دا ډول خبري زياتر کره او سمي نه وي.

هڅه وکړئ له ملګرو سره اړېکي ونيسئ، پر علمي او يا له کرونا څخه ليري د ژوند پر نورو موضوعاتو ورسره وغږېږئ، پر الله تعالی ښه ګمان ساتئ، الله تعالی له بندګانو سره د هغوی له ګمان سره سمه معامله کوي، که ښه ګمان پرې وشي ښه معامله او که بد ګمان پرې وشي بيا بده معامله کوي.