د قلم او تورې ارزښت او تلازم

مفتي محمد ګل سعید ځینې خلک په خپلو لیکنو کې د قلم او لیک لوست ستاینه کوي، خو بل اړخ ته د اسلحې (تُورې) بدي بیانوي او لیکي چې توپک او اسلحه لرې کړئ او پر ځای يي قلم راواخلئ، او یا لیکي: چې نور باید موږ د توپک پر ځای قلم راواخلو او نوی […]

مفتي محمد ګل سعید

ځینې خلک په خپلو لیکنو کې د قلم او لیک لوست ستاینه کوي، خو بل اړخ ته د اسلحې (تُورې) بدي بیانوي او لیکي چې توپک او اسلحه لرې کړئ او پر ځای يي قلم راواخلئ، او یا لیکي: چې نور باید موږ د توپک پر ځای قلم راواخلو او نوی نسل مو باید له قلم سره آشنا کړو. کله چې دارنگه لیکنه زما مخې ته راشي، نو له ځان سره فکر وکړم چې ددې خلکو په اند توپک او قلم دوه ضد او نقیض شیان دي او چې کله په یوه فرد او یا په یوه ټولنه کې قلم (لیک او لوست) وي، نو باید چې اسلحه (توره) په دې ټولنه کې نه وي او په کومه ټولنه یا فرد کې چې اسلحه دود وي، نو هلته د لیک لوست (قلم) نیستي ده، او دا فکر کوي چې دا ځینې خلک چې جهاد او مبارزه کوي او یا د اشغال په مقابل کې هر ډول قرباني ته يي ځانونه ورکړي دي، نو دا خلک به شاید له علم، قلم، لیک، لوست او تعلیم نه لرې پاتې وي، دابیله خبره ده چې زموږ په گران هیواد کې ناخوالې، او هرج مرج روان دی، خو ددې لامل باید موږ دا یاد کړو چې ښکیلاکگر مو نه پریږدي، چې په هیواد کې سوکاله ژوند وکړو او د آرام څاه واخلو. البته چې یو څوک علم ولري او له قرآن و حدیث سره آشنا وي، نو هغه کله هم دا خبره نه کوي، چې توپک کیږدئ او قلم راواخلئ.

موږ لپاره دا خبره لازمي ده چې د دواړو (قلم او تورې) هدف باید وپيژنو، د دواړو باید قدر وکړو، دواړو ته باید په درنه سترگه وگورو او همدارنگه په دې پوهیدل په کار دي، چې قلم او توره دواړه د کمال شیان دي، خو چې انسان يي هدف وپيژني. دا بېله خبره ده چې په ناحقه وینه تویول، ظلم کول، ستم، تکبر، او د اسلحې په مټ ځان په خلکو زورور معرفي کول ناوړه کارونه دي، چې دا هیڅکله د مجاهد صفات کیدای نشي، دا خو له توپک او تورې غلطه استفاده ده او دا یاد لرل په کار دي چې ځینې خلک به د خپل توپک، اسلحې او خپلې تېرې تورې له امله جهنم ته ځي.
دا یوه مسلمه خبره ده چې قلم (لیک او لوست)پخپل ځای کې لوی اهمیت لري، که قلم اهمیت نه درلودی، نو الله تعالی به پرې قسم کړی نه وای، د قلم په تقدس لوی څښتن قسم کړی دی او په هغو ریښتونو کرښو يي هم قسم کړی دی، چې ریښتونی قلم يي په ريښتونې توگه وکاږي.

که قلم اهمیت نه درلودی، نو الله تعالی به لومړی خبره خپل پيغمبر ﷺ ته (اقرأ) نه ویلی، الله تعالی خپل پیغمبر ﷺ ته وايي: (وقل رب زدني علماً) د علم د زیاتوالي سوال او غوښتنه وکړه.

همدارنگه الله تعالی او پيغمبر ﷺ د لیک او لوست زیات ترغیب ورکړی او خلک يي لیک او لوست ته بللي دي. البته که همدا قلم د اسلام پر ضد او د کفر په دفاع کې استعمال کړی شي، نو بیا همدا لیک او لوست (قلم)، علم، او پوهه هیڅ ارزښت نلري، د کفر په جوپړ کې قلم استعمالول دا تر هغې تورې زیات خطرناک دی، چې د کافرو په دفاع کې استعمالیږي. د قلم هدف پيژندل ضروري دي، چې پاید موږ قلم څرنگه استعمال کړو، زیات خلک په رسنیو کې گرده ورځ د اسلامي نظام او مسلمانانو پر ضد خپل جارح قلم د تېرې تورې په څېر استعمالوي، چې د اسلام د مبارک دین بنیاد پرې ایستل کیږي. قلم خو هغه شی دی چې د کفر په ضد کې استعمالول يي جهاد بلل شوی دی. دکائناتو رب ﷻ لومړی شی قلم پيدا کړی دی.

امام التفسیر مجاهد رحمه الله لیکي: چې قلم یو له هغو څلورو شیانو څخه دی چې الله ﷻ پخپل لاس کمایلیق بشانه تخلیق کړی دی. (معارف القرآن ۸ ج/۷۶۵ ص بحواله تفسیر قرطبي)
د لیک پيدايښت د بشر په ژوند کې د نور هغه کرښه وه چې د جهل توره تیاره يې لاندې او د علم د رڼا ورځې وړانگې يې ځلاندې کړې. د لیک پيدايښت د بشر مجهول او لالهانده ژوند ته نظم وروباښه او د تاریخ آغاز ورسره وشو. د لیک پيدايښت د بشري تجربو د لېږدولو وسیله شو او د بشر تجربو ته يې داسې تسلسل ورکړ، چې نسل په نسل پرمختیايي گامونه واخلي او د تجربو د خښتو سر په سر ایښودلو سره د تمدن ماڼۍ ودانه کړي او بالاخره د لیک پيدايښت ددې سبب شو چې د بشر د زده کړو او علومو ذخېرې خوندي کړي او د علم لمر روښانه وساتي.

ځينې د اسلام له مقدس دین نه ناخبره په دې عقیده دي چې د لیک تاریخ تر پنځو زرو کلونو لرغونی نه دی، دوئ ښايي د غیر اسلامي فلسفیاتو پر آثارو باندې په تکیه کولو سره دا خبره کوي، حال داچې حقیقت داسې نه دی، په بشري نړۍ کې د لیک لوست علم پر ځمکه باندې د لومړي بشر حضرت آدم علیه السلام له میشت کېدو سره سم مینځ ته راغلی دی، چې په لکونو کلونه پرې تېر شوي دي او زما ددې خبرې شاهد د الله تعالی فرمان دی چې په قرآن کریم کې يې فرمایلي دي: اقرأ وربک الأکرم الذي علم بالقلم علم الانسان مالم یعلم. ژباړه: ولوله، حال داچې ستا رب لوی کریم دی، هغه رب چې ښوولی يې دی خط انسان ته په قلم سره، ښوونه يې کړې ده انسان ته د هغو شیانو چې دی پخوا له ښوولو څخه پرې نه پوهیده.

امام قرطبيرحمه الله پخپل تفسیر کې ددغه مبارک آیت په تفسیر کې لیکلي دي: قال کعب الأحبار فیمن علمه بالقلم : أنه آدم علیه السلام لأنه أول من کتب. ژباړه: کعب الأحبار ویلي دي: په دغه آیت کې په قلم سره د خط ښوولی شوي انسان څخه مراد حضرت آدم علیه السلام دی، ځکه چې هغه لومړنی څوک ؤ چې په قلم سره يې لیکل کړي دي، او بیا له آدم علیه السلام څخه وروسته د هغه په ذوذات کې حضرت ادریس علیه السلام ؤ چې په قلم يې لیکل کړي دي. که څه هم ځینو اسلامي تاریخ پوهانو او ژبپوهانو ویلي دي چې آدم علیه السلام پخپله گوته لیکل کول او حضرت ادریس علیه السلام چې د آدم علیه السلام لمسی او د شیث علیه السلام زوئ ؤ، د لومړي ځل لپاره په قلم لیکل کړي دي، په دې توگه ویلی شو چې د غیراسلامي نظر او عقیدې خاوندانو دا خبره غلطه او بې اساسه ده چې د لیک تاریخ تر پنځو زرو کلونو زیات نه دی. حقیقت دادی چې د لیک تاریخ په بشریت کې ډیر لرغونی دی په لکونو کلونه پرې تېر شوي او له حضرت آدم علیه السلام سره جوخت مینځ ته راغلی دی. نو د هر مسلمان لپاره دا لازمه ده، چې د خپلو لیکنو سره ډیر احتیاط وکړي او د جایز او ناجایز توپير له پامه ونه غورځوي، چې همدا د جایز او ناجایز توپير بابد د یو ژمن مسلمان لیکنه له نورو راجدا کړي.

زیاتې لیکنې به داسې وي، چې هم به د سړي لپاره صدقه جاریه وي او هم به يي شمله پرې هسکه وي او ډیرې لیکنې بیا داسې وي چې سړی پرې له مرگ نه وروسته گناهگار وي او هم يي د نسلونو لپاره پيغور وي. نو هر مسلمان ته ښايي چې د قلم د تقدس لحاظ وساتي او د خپلو لیکنو سره احتیاط وکړي.

د علم دښکاره کېدو اوخپرېدو همدا دوه لارې دي یو ویل اوبل لیکل . او د علم د خوندي پاتې کېدلو هم دوه ځایونه دي ، سینه او کاغذ یا بل هغه څه چې په تېرو زمانو کې به پرې لیکل کېدل.

که له خارق العادة سینو پرته عامو سینو ته نظر وکړو نو کاغذ له سینې زیات اوښه ساتونکی دی چې دا خبره دلیل وړاندې کولو ته اړتیا نه لري نو ځکه خوبه دوحي دنزول نه پس رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحي کاتبان راغوښتل اونه یواځې داچې دوحي دلیکلو حکم به یې ورته کاوه بلکې دهر آیة او سورة محل به یې هم ورپه ګوته کاوه.

ددین دامامانو مجتهدینو او فقهاءو پر امت ډېر ستر احسان دی چې یې سخت کوښښونه وکړل په ډېرو کمو او عادي وسایلو یې سیرت ، اسلامي عقاید ، داسلام تاریخ ،دقرآن تفسیر او دشریعت ټول احکام ولیکل ؛ ددې لیکلو په برکت دا هرڅه هم محفوظ او هم په اسانه ټول امت ته ورسېدل.

مسیحي نړۍ تر منځنیو پېړیو دکلیسا د جبر ښکار وه ؛ دعلمي خبرو بیان ، لیکل، علمي پرمختګ او علمي څېړنې هرڅه دکلیسا له لورې ممنوع وو نو ځکه مسیحي نړۍ په علمي ډګر کې ډېره وروسته پاتې وه ؛ خو چې د پاچا او کلیسا واکونه تقسیم او بیا دعلمي لیکل شویو عبارتونو دچاپ وسایل ایجاد او ورو ورو د تېزۍ اوعصریتوب پر لور ولاړل نو ورسره په مسیحي نړۍ کې هم په تېزۍ سره علم خپور شو ؛ دمسلمانو عالمانو له لورې دایجاد شويو ساینسي، طبیعي اوتخنیکي علومو نه هوښیارو انسانانو کار واخیست پدې علومو کې یې سوچ، فکر اوتحقیق وکړ چې داکار هم په نړۍ کې د صنعتي انقلاب لامل شو او هم ورسره دځمکې پر مخ ، په ځمکې کې دننه ، دسمندر په تل اوفضا کې دالله دقدرتونو دنښو نه پرده پورته او ټولې هغه علمي باریکئ او رازونه هم انسانانو ته روښانه شول چې د وحې له لارې انسانانو ته ډالۍ شوي وو.

که د تاریخ پاڼې وپلټل شي نو داسې لیکنې هم شته چې بسته علم یافن یې پر نوي لوري روان کړی وي ؛ داسې لیکنې هم شته چې د سیاسي او مذهبي انقلابونو سبب شوی وي او داسې لیکنې هم موندلی شو چې د هېوادونو او ولسونو د ازادۍ لامل شوې وي.

هدف دادی چې موږ کې څوک پوهه او د وینا استعداد ولري نو د خپل ولس د لارښوونې لپاره یې په اړینو او ګټورو موضوعاتو وینا ګټوره او اړینه ګڼل کېږي. همداراز چې څوک د پوهې تر څنګ د لیکلو استعداد لري نو لیکل یې ډېر اړین دي، خو څه چې وایو او لیکو ورسره د دوه خبرو لحاظ ډېر اړین دی. اوله خبره دا چې خپل ولس ته دګټې رسولو احساس ورسره مل وي تر څو (دخیرالناس من ینفع الناس) مصداق وګرځو او دوهمه خبره داچې د ښو او بدو تمیز پکې وي ترڅو د ثواب پرځای دګناه مرتکب نه شو . لنډه دا چې د ګڼو نورو ګناهونو ترڅنګ ناسم لیکل هم د لاس ګناه ده؛ غیبت، بهتان، بدې ردې،کنځل، فحش خبرې، دروغ او دشریعت له اصولو او لارښوونو خلاف خبرې که دخولې ګناه ده نو همدا چې بیا په لاس لیکل کېږي دا ټول د لاس ګناه ګرځي، بلکې د لاس ددې ګناه قباحت په دې زیاتېږي چې دا تر ډېرې زمانې پاتې او دډېرو لوستونکو دګمراهۍ سبب ګرځي.

قلم خو هغه مقدسه وسیله ده، چې لوی خدای ﷻ پرې لوړلي ؤ، لوی څښتن انسان ته د ښوونې د وسیلې په توگه ستایلی دی، ولې غافله انسان د هغه قدر نه کوي، د هغه درنښت يي مجروح کړی دی. ځینې خو قلم تش د جېب د زینت د وسېلې په توگه کاروي، یو شمېر نور بیا د خپلې خېټې د دوزخ د ډکولو لپاره د حق الزحمې د گڼلو په خاطر له قلمه کار اخلي. د ظالم، جابر او وحشي قوتونو د ستاینې لپاره قلم اوچتوي، هغوئ د ښکیلاکگرو، یرغلگرو او لنډغرو ظلم، وحشت او بربریت ته د رواوالي د ورکولو لپاره له قلمه کار اخلي. هغوئ د نړیوال صلیبي او صهیونستي استکبار د ناروا پلانونو د پلي کولو لپاره د قلم په وسیله زمینه برابروي او د نړیوال طاغوت نارواوې توجیه کوي.

قلم، نه د جیب د زینت گاڼه ده، نه هم د خېټې د دوزخ د ډکولو وسیله او نه هم ظلم، جبر او وحشت ته د جواز د ورکولو وثیقه ده. قلم ویده وگړي راویښوي، د جهالت تاریکۍ د علم په رڼا له مینځه وړي، غافل او د مسئوولیت له احساس نه محروم وگړي متوجه کوي، قلم انقلابونه برپا کوي، د غلامۍ او استثمار په ځنځيرونو کې ښکیلو اولسونو ته د خپلواکۍ لارې ښيي، لار ورکې پرگنې د خلاصون د گودر پر لور سوق کوي، د حریت او آزادۍ جذبې راپاروي او بالاخره کړیدلي او پرزیدلي ملتونه د ذلت او وحشت له کندو نه د خپلواکي ډاډمنتیا او سرلوړۍ هسک ته راپورته کوي. اوهمدارنگه تاند قلم، ویښ قلم، جارح قلم او هڅاند قلم د ډالري حق الزحمې په بدل کې د هیواد پر ویرجنو پېښو، وحشتونو، بې ننگیو او ظلمونو باندې هیڅکله سترگې نشي پټولای.

د قلم په ستاینه کې نور قلم خپلې مخې ته نه پریږدم، ځکه چې موضوع راڅخه طولاني کیږي، اوس مو توجه د مجاهد تُورې او د غازي خنجر ته راگرځوم، اسلحې(تُورې) لپاره دا شرافت کافي دی، چې خوږ پيغمبر ﷺ خپل ټول ژوند په جهادونو کې تېر کړی دی، توره يي چلولې ده او د تورې په ستاینه کې يي ویلي دي: الجنة تحت ظلال السیوف، او هم ورته رسول الملاحم ویلی شوي دي. د تُورې سره محبت دا د ایمان نښه ده او نفرت ترینه په حقیقت کې د قرآن کریم، حدیث او سنت نبوي نه نفرت دی. د جهاد په آس مصرف کول د صدقې کولو لپاره داسې لاس خپرول دي چې کله به هم بند نه شي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «الْمُنْفِقُ عَلَى الْخَيْلِ كَالْبَاسِطِ يَدَهُ بِالصَّدَقَةِ لَا يَقْبِضُهَا» (سنن أبي داود ۴/ ۵۸) ژباړه: آس باندې خرچ کول داسې دي لکه یوه سړي د صدقې کولو لپاره لاس داسې خپور کړی وي چې هغه به دا هیڅ کله بند نه کړي.

په یوه بل روایت کې دي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «مَنِ احْتَبَسَ فَرَسًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِيمَانًا بِاللَّهِ وَتَصْدِيقًا لِوَعْدِ اللَّهِ كَانَ شِبَعُهُ وَرِيُّهُ وَبَوْلُهُ وَرَوْثُهُ حَسَنَاتٍ فِي مِيزَانِهِ» (سنن النسائي ۶/ ۲۲۵) ژباړه: له حضرت ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: چاچې په الله تعالی او د هغه په وعدو باندې ایمان او یقین سره د جهاد (او د اسلام نه د دفاع ) لپاره آس وساته، نو د هغه خوراک، څښاک، خاشنړه او متیازې ټول به د قیامت په ورځ د نیکیانو سره تللی کیږي.

د اسلام نه د دفاع لپاره اسلحه عبادت او د ریا لپاره وبال ده؛ په حدیث شریف کې دي: وَعَن أَسمَاء بنت يزِيد رَضِي الله عَنْهَا أَن رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم قَالَ الْخَيل فِي نَوَاصِيهَا الْخَيْر مَعْقُود أبدا إِلَى يَوْم الْقِيَامَة فَمن ارتبطها عدَّة فِي سَبِيل الله وَأنْفق عَلَيْهَا احتسابا فِي سَبِيل الله فَإِن شبعها وجوعها وريها وظمأها وأرواثها وَأَبْوَالهَا فلاح فِي مَوَازِينه يَوْم الْقِيَامَة وَمن ارتبطها رِيَاء وَسُمْعَة ومرحا وفرحا فَإِن شبعها وجوعها وريها وظمأها وأرواثها وَأَبْوَالهَاخسران فِي مَوَازِينه يَوْم الْقِيَامَة. (الترغيب والترهيب للمنذري ۲/ ۱۶۶)
د ژباړې خلاصه: حضرت اسماء بنت یزید وايي چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: د آسونو په تندیو کې خیر د قیامت تر ورځې پورې تړل شوی دی، که چا آس د الله تعالی په لار کې وساته او مصرف يي پرې وکړ ددې آس خوراک، څښاک، خاشنړه، او متیازې به د قیامت پر ورځ ددې د حسناتو په میزان کې اچول کیږي او که چا د ریا او ځان ښودنې لپاره آس وساته، نو د هغه آس دا هر څه به دده لپاره په میزان کې، د قیامت په ورځ باندې تاوان او نقصان وي.

د مسلمان لپاره په کار دی چې د اسلحې سره محبت وکړي. په حدیث شریف کې دي: عَنْ مَعْقِلِ بْنِ يَسَارٍ، قَالَ: «لَمْ يَكُنْ شَيْءٌ أَحَبَّ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الْخَيْلِ»، ثُمَّ قَالَ: «اللَّهُمَّ غُفْرًا، لَا بَلِ النِّسَاءُ» (مسند أحمد مخرجا۳۳/ ۴۲۵) همدارنگه د نسائي په روایت کې هم راځي: لم يكن شَيْء أحب إِلَى رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم بعد النِّسَاء من الْخَيل. (الترغيب والترهيب للمنذري ۲/ ۱۶۸)
ژباړه: له حضرت معقل بن یسارڅخه روایت دی، چې هغه فرمایلي دي: رسول الله ته یو شی هم له آسونو څخه زیات خوښ او گران نه ؤ، رسول الله ته د آسونو نه زیات بل شی محبوب نه وو، بیا يي وفرمایل د بیبیانو نه پس.

ځکه چې بیبیانې هم اسلام او اهل اسلام نه د دفاع او د اعلاء کلمة الله اصل ذریعه ده او د جهاد ذرایع دي، حضرت سلیمان علیه السلام سل نکاحونه کړي وو، دې لپاره چې مجاهدین په زیات تعداد کې وي.

له دغو روایاتو نه ثابته شوه چې ددین حفاظت او د اعلاء کلمة الله په خاطر صرف اسلحه ساتل عبادت نه دی، بلکه د اسلحې ټول مصارف، ساتنه او صفايي، مرمت ټول د اعلی درجې عبادت او د قیامت په تله کې زیات وزن دار او درانده حسنات دي.

صحابه کرام به هر وخت له اسحلې نه ډک وو ؛ په حدیث شریف کې راځي: عن أبيّ بن كعب قال لما قدم رسول الله ﷺ وأصحابه المدينة وآوتهم الأنصار رمتهم العرب عن قوس واحدة فكانوا لايبيتون الا بالسلاح ولا يصبحون الا فيه. (التفسير المظهري ۶/ ۵۵۰)،(ومثله في التفسير الوسيط للواحدي ۳/ ۳۲۶، فتح القدير للشوكاني۴/ ۵۸)
حضرت ابی ابن کعبرضي الله عنه نه روایت دی، چه کله رسول الله ﷺ او د دوئ صحابه ؤ مدینې منورې ته تشریف راوړ او انصارو هغوئ ته ځای ورکړ، نو د عربو ټول قبایل د مسلمانانو په خلاف د جنگ لپاره ودریدل ، په هغه حالاتو کې به صحابه کرامو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين شپه او ورځ اسلحه خپل ځان سره ساتله.

له دې نه معلومیږي چې نبوت او اسلحه لازم او ملزوم دي؛ حضرت ابن عمر رضي الله عنه فرمایلي دي، چې رسول الله ﷺ وفرمایل: وجعل رزقي تحت ظل رمحي. (مسنداحمدج۲ص۵۰صحیح البخاري۱/۴۰۸)
حضرت ابن عمر رضي الله عنهما د رسول الله ﷺ دا ارشاد نقل کوي: زه د قیامت نه وړاندې توره راکولو سره راستولی شوی یم او زما (ذریعه) د معاش زما د نېزې د سیوري لاندې کیښودل شوې ده.

همدارنگه رسول الله ﷺ زغره (بلټ پروف جیکټ) استعمال کړی دی، په یوه روایت کې راځي: کان علی النبی ﷺ درعان یوم أحد (جامع الترمذي ۱/۲۶۰) سنن ابی داؤد ۱/۲۵۶) رسول الله ﷺ په خپله د (بلټ پروف) جنگي ټوپئ استعمال کړې ده، په صحیح البخاري کې مستقل باب دی: باب لبس البیضة. همدارنگه په معجم الکبیر للطبراني، صحیح البخاري او نورو گنړو کتابونو کې راغلي دي: عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ قَالَ: «هُشِّمَتِ الْبَيْضَةُ عَلَى رَأْسِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَومَ أُحُدٍ، وَكُسِرَتْ رَبَاعِيَّتُهُ، وَجُرِحَ وَجْهُهُ، فَكَانَتْ فَاطِمَةُ بِنْتُ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَغْسِلُ عَنْهُ الدَّمَ، وَعَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ يَأْتِيهَا بِالْمَاءِ، فَلَمَّا أَصَابَ الْجُرْحَ الْمَاءُ، كَثُرَ دَمُهُ فَلَمْ يَرْقَأِ الدَّمُ، حَتَّى أَخَذَتْ قِطْعَةً مِنْ حَصِيرٍ، فَأَحْرَقَتْهُ حَتَّى عَادَرَمَادًا، ثُمَّ جَعَلَتْ عَلَى الْجُرْحِ، فَرَقَأَ الدَّمُ» (المعجم الكبير للطبراني ۶/ ۱۴۴) ( ومثله في صحيح البخاري ۴/ ۴۰) یعنې: د احد په غزا کې د رسول الله ﷺ مخ مبارک زخمي شو، رباعي غاښونه يي شهیدان شول او جنگي خولۍ يي ماته شوه.

د رسول الله ﷺ په نظر کې د مال په مصارفو کې د ټولو نه مقدم او اهم مصرف دا ؤ، چې انسان باید جنگي آلات واخلي. په حدیث شریف کې دي: عَنْ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: كَانَتْ أَمْوَالُ بَنِي النَّضِيرِ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، مِمَّا لَمْ يُوجِفِ المُسْلِمُونَ عَلَيْهِ بِخَيْلٍ، وَلاَرِكَابٍ، «فَكَانَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ خَاصَّةً، وَكَانَ يُنْفِقُ عَلَى أَهْلِهِ نَفَقَةَ سَنَتِهِ، ثُمَّ يَجْعَلُ مَا بَقِيَ فِي السِّلاَحِ وَالكُرَاعِ عُدَّةً فِي سَبِيلِ اللَّهِ»
(صحيح البخاري ۴/ ۳۸)
ژباړه: حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي چې حضور اکرم ﷺ د بني نضیر په مالونو کې د امهات المؤمنین لپاره د کال نفقه وویستله او پاتې مال به يي په هغه ځای کې خرچ کاوه چیرته چې د الله ﷻ مال خرچ کول کیږي. پاتې مال سره به يي اسلحه، آسونه او جنگي آلات اخیستل. بل روایت کې په ډاگه ویل شوي دي چې پاتې مال سره به دوئ اسلحه، آسونه او جنگي آلات اخیستل.

په دې سره ثابته شوه چې د الله ﷻ د مال اهم او لوي مصرف (دفاعي بودیجه) جنگي آلات اخيستل دي.
همدارنگه کله چې خاتم الانبیاء ﷺ مدینې منورې ته تشریف راوړ، نو د راتللو په وخت كې يي په اسلحې سره استقبال وشو. په احادیثو کې دي: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: «لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ لَعِبَتِ الْحَبَشَةُ بِحِرَابِهِمْ فَرَحًا بِذَلِكَ» ( مسند أبي يعلى الموصلي۶/ ۱۷۷)،(ومثله في سنن أبي داود ت الأرنؤوط (۷/ ۲۸۴) و(مسند أحمد مخرجا ۲۰/ ۹۱)
یعنې: حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چې رسول الله ﷺ مدینې منورې ته تشریف راوړ، نو د حبشې خلکو په خوشالئ کې د نېزه بازئ لوبه ښکاره کړه.

دا چې مجاهدین د علماؤ، د خپلو مشایخو او مشرانو استقبال په اسلحو سره کوي، نو پورته ذکر شوی حدیث د هغوئ ددې معمول اصل راوځي.
اسلحه د مسلمانانو لپاره عزت دی چې باید مسلمان يي له خپل تن او بدن څخه کله هم جدا نه کړي. په فتوح الشام کې دي: وايي چې کله حضرت سیف الله خالد رضي الله عنه (د روم پاچا) ته د خپلو یو څو تنو قیدیانو په سلسله کې د مذاکراتو لپاره تشریف یووړ، نو کله چې د بادشاه دربار ته نزدې ورسیده، جبله د لښکر سردار وویل: ای د عربو ډلې! تاسې د بادشاه دربار ته رارسیدلي ياست؛ ددې وجې نه د خپلو آسونو نه راکوز شئ او خپلې تورې دلته کیږدئ.

حضرت خالد رضي الله عنه ځواب ورکړ: د آسونو نه خو به راکوز شو لیکن تورې هیڅ کله موږ نه ږدو، ځکه چې تورې زموږ عزت دی. آیا موږ هغه عزت له ځان نه لرې کړو، له کوم عزت سره چې زموږ د نبي بعثت شوی دی. (فتوح الشام ۱۶۴مخ)
په فتوح الشام کې دي: د ارمنیستان د فتحې په موقع باندې حضرت خالد رضي الله عنه سره د خپلو یو څو مجاهدینو نه بحیثیت سفیر له بادشاه سره د خبرو کولو لپاره تشریف یووړ. چه کله شاهي محل کې داخل شو، نو د بادشاه محافظانو د حضرت خالد او ملگرو نه يي غوښتنه وکړه، چې اسلحه راکړئ. حضرت خالد رضي الله عنه ورته وویل: کله هم اسلحه درکولای نشو. آیا تاسې نه پوهیږئ چه موږ هغه خلک یو چه خپلې تورې بل چاته نه ورکوو او (تاسې ته دې دا خبره هم واضحه وي) زموږ د نبي بعثت هم له تورې سره شوی او دا توره موږ ته خپل نبي راپه غاړه کړې ده، پس کوم شرف چه موږ ته زموږ الله او د هغه رسول راکړی دی هغه موږ د خپل تن څخه هیڅ کله جدا کولې نه شو. (فتوح الشام ۲/۱۱۷)

امام ترمذي رحمه الله پخپل سنن کې مستقل باب قائم کړی دی: باب ماجاء فی میراث رسول الله، یعنې د حضور ﷺ د میراث بیان. او هم امام بخاري حدیث رانقل کړی دی او فرمايي: ما ترک رسول الله ﷺ الا سلاحه و بغلة بیضاء و ارضا جعلها صدقة. (صحیح البخاري ۱/۲۰۸)
ژباړه: حضور ﷺ د انتقال په وخت نه درهم پریښودل او نه دینار، نه غلام او نه وینځه، او نه څه بل شی، مگر خپله جنگي اسلحه، سپين قچر او یوه ټوټه هغه ځمکه چې وقف کړې يي وه. دا قچر هم په جها د کې د دوئ په کار راتلی او په حنین غزا کې هم رسول الله ﷺ په دې قچر باندې سپور ؤ.

بله اهمه مسئله داده چې جومات ته اسلحه راوړل د جومات بې ادبي نه ده. جومات د الله کور او د اسلام په شعائرو کې یو شعار دی چې د هغې حرمت په قرآن او حدیثو کې ځای په ځای ذکر دی، البته اسلحه د جومات او د اسلام د نورو شعائرو زینت او عزت دی. اسلام جومات لره مقدس او محترم گرځولی دی. دارنگه اسلحې ته یی هم مکرم، معظم او د محبت لائق شی فرمایلی دی. د قرآن کریم، احادیثو، د سیرت نبویه او د صحابه کرامو له سیرت نه معلومیږي چې اسلحه د جومات او د جومات نه علاوه د نورو ټولو اسلامي شعائرو محافظ او مقدس شی دی. او همدارنگه په اسلحه کې جومات او غیر جومات برابر دي. په احادیثو کې دي، چې یو صحابي په جومات کې غشی صدقه کاوه، نو رسول الله ﷺ هغه ته وفرمایل، چې ددې څوکې مضبوطې ونیسه، دې لپاره چې څوک زخمي نشي. (الله تعالی دې پخپل رحمت سره هغه وخت راولي چې د امت مسلمه د اسلحې سره دومره مینه پیدا شي چې د اسلحو خیرات کول شروع کړي. آمین)

علامه شامي رحمه الله او نورو فقهاؤ لیکلي دي، چې کومه سیمه په جهاد سره فتحه شوې وي، نو خطیب دې په لاس کې توره نیولو سره خطبه ورکړي خلکو ته ددې ښوونې لپاره چې دا علاقه په تورې سره فتح کړی شوې ده، که چیرته خلک د اسلام نه اوړي نو هغه دې دا سوچ وکړي چې تراوسه پورې د مسلمانانو په لاسونو کې دا تورې موجودې دي چې د اسلام نه د انحراف کولو والا دماغ به پرې برابر کړي. اسلحه د الله ﷻ په دښمنانو باندې د دهشت اچولو لپاره ده، د اسلحې حکمت، مصلحت او فائده دا بیان شوې ده چې(ترهبون به عدوالله و عدوکم) یعنې د اسلحې په ذریعه تاسو د الله تعالی دښمنان هم وه ویروئ او خپل دښمنان هم.

کوم مسلمان ورور چې د اسلحې په لیدلو سره ویریږي هغه ته عرض دی چې دا اسلحه د هغه د حفاظت او د دښمنانو د وېرولو لپاره ده، هغه حالت بدل کړئ کوم چې په قرآن کریم کې الله تعالی د دښمنانو لپاره ښودلی دی. داسې خلک دې په تنهايي کې په پوره دیانتدارئ او اخلاص سره د خپل دې حالت جائزه واخلي او په ښه سکون سره دې سوچ وکړي. کوم شی چې الله تعالی خپلو دښمنانو لره د وېرولو لپاره پيدا کړی وو نن موږ پخپله له هغه نه ولې وېرېږو؟
د کوم امت قرآن چې اسلحې ساتلو ته فرض او نه ساتلو ته جرم او هلاکت ویلی دی نن هماغه امت له اسلحې نه ولې ویرېږي؟
د کوم امت د نبي بعثت چې اسلحې سره شوی دی او اسلحه د هغه د معاش ذریعه وگرځولی شوه، نن د هغه نبي د محبت دعویدار د اسلحې نه خائف ولې دی؟
په کوم شریعت کې چې د اسلحې سره د محبت حکم شوی دی او ددې شریعت راوړلو والا رسول د خپلې تورې په لاستي کې له سپينو زرو سره د اسلحې سره د محبت او عشق مظاهره کړې وي او هغه شریعت د اسلحې په زور باندې له کافرانو نه اخستل شوي مالونه د نورو گردو مالونو نه پاکیزه گرځولي وي، نن د هغه شریعت تابعدار ولې له اسلحې نه وېره لري؟
د کومې اسلحې چې خاتم الانبیاء ﷺ په نزد د اهمیت دا حال وي چې د دوئ په ذاتي ملکیت کې یوولس یوولس تورې، اته اته نېزې، اووه اووه زغرې، شپږ شپږ د غشو ویشتلو لیندۍ، دوه دوه تیردان، څلور څلور ډهالونه، متعددې جنگي خولۍ، څه ډیر اوښان او قچر وو او د صحیح بخاري د روایت مطابق له ده څخه په ترکه کې سوا د اسلحې او د جنگ د آلاتو نه څه بل څه نه وو پاتې شوي، نن د هماغه نبي عاشقان او د هغه د محبت دعویدار ددغه نبي دغه میراث ته د کتلو توان ولې نه لري؟
کومې اسلحې چې صحابه کرامو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين د ورځې او د شپې د خپل ځان څخه نه جدا کولې او هغوئ اسلحې د خپل ځان او د اسلام د دین عزت گڼلې، نن يي موږ ځان ته د نزدې کولو توان ولې نلرو؟
لږ باید موږ سوچ او فکر وکړو چې موږ به په کومه خوله او په کومو سترگو دا وایو چې موږ د نبی السیف ﷺ (تورې والا پيغمبر) امتیان یو؟ که چیرته زموږ له مسواک او پټگۍ سره محبت وي، نو د اسلحې په څېر فرض سره ولې محبت نه کوو؟ موږ ته په کار ده چې د رسول الله ﷺ او د صحابه کرامو دجنگونو واقعات باقاعده مطالعه وکړو او د سیرت کتابونه ولولو!

د حضرت عائشې رضي الله عنها نه روایت دی، هغه فرمايي: «وَاللهِ لَقَدْ رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُومُ عَلَى بَابِ حُجْرَتِي، وَالْحَبَشَةُ يَلْعَبُونَ بِحِرَابِهِمْ، فِي مَسْجِدِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم، يَسْتُرُنِي بِرِدَائِهِ، لِكَيْ أَنْظُرَ إِلَى لَعِبِهِمْ،» (إجلاء الحقيقة في سيرة عائشة الصديقة ص: ۳۳) (ومثله في مسند البزار = البحر الزخار۱۴/ ۱۸۸)
ژباړه: حضرت عائشه رضي الاه عنها فرمايي: یوه ورځ د حبشې خلکو نبوي جومات کې د نیزه بازي (مشق) کاوه، حضور اکرم ﷺ زما د حجرې په دروازې باندې ولاړ ؤ او هغوئ ته يي کتل.

همدارنگه په ابوداؤد کې د حضرت انس رضي الله عنه په روایت کې راغلي دي: عن أنسِ، قال: لَمَّا قَدِمَ رسولُ الله ﷺ المدينةَ لَعِبتِ الحبشة لقُدومه فَرَحاً بذلك، لَعِبُوا بجرَابِهم. (سنن أبي داود ت الأرنؤوط ۷/ ۲۸۴)
علامه قسطلاني لیکي: بخلاف ما ترجم له فیماسبق من لعب الحبشة بالحراب والدرق یوم العید للتدریب والادمان لاجل الجهاد مع الأمن والایذاء. (ارشادالساري ص۲۱۲/۲) (ومثله فی فتح الباري ۱/ ۴۵۷)
د بخاري شارح علامه قسطلاني فرمايي: دا د جهاد تمرین او مشق وو.

لنډه دا چې اسلحه د نبي میراث ده، د نبي عقیدت او محبت ده، په اسلحه کې عزت، عظمت، قوت او طاقت دی، اسلحه به صحابه کرامو رضوان الله عليهم احمعين د خپل تن نه د شپې هم نه جدا کوله، د اسلحې مشق په نبوي جومات کې دننه کېدله، د اسلحې خیرات په نبوي جومات کې دننه کیده، جومات ته د اسلحې د راوړلو آداب پخپله نبي کریم ﷺ بیانول، اسلحه د دهشت گردۍ علامه گڼل بې ایماني ده او چې څوک دا خبره کوي چې اسلحه دهشت گردي ده، نو د هغوئ ایمان په خطر کې ده، دا څومره د افسوس ځای دی چې ظالمان دې اسلحه ترلاسه کړي او ددین په ضد دې استعمال کړي او څوک چې ځان ته د نبی السیف ﷺ (د تورې والا د نبي) امتي وايي، هغه دې دا توره پریږدي، نفرت دې ترینه شروع کړي او هغه دې ذلت وگڼي.

آیا که چیرته یو فاسق او بدبخته انسان د لمانځه او روژې له ادا کولو نه غلط مقصد واخلي، نو دا به عقلمندي وي چې نور مسلمانان هم لمونځ او روژه پریږدي، په آرام کیني او لمانځه او روژې ته بد ووايي، ځکه چې هغه فاسق او بدبخته انسان ورته بد ویلي دي او یا هغه فاسق او بدبخته ترینه غلط مقصد اخیستی دی؟
کلا و حاشا…….پای

له څرک مجلې څخه په مننې.