د اسلام ډېوه وينه غواړي!

عبدالرحمن سعيد په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې ډېر ځايه د جهاد امر شوی، دا ځکه چې جهاد د اسلام او مسلمانانو د ساتنې او دفاع کلا ده. تاريخ شاهد دی، کومو ملتونو چې جهاد پرې ايښی، هغوی ډېر د ذلت ژوند تېروي، حتی خپل لمونځ هم په ډاډه زړه نه شي اداء کولی. […]

عبدالرحمن سعيد
په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې ډېر ځايه د جهاد امر شوی، دا ځکه چې جهاد د اسلام او مسلمانانو د ساتنې او دفاع کلا ده. تاريخ شاهد دی، کومو ملتونو چې جهاد پرې ايښی، هغوی ډېر د ذلت ژوند تېروي، حتی خپل لمونځ هم په ډاډه زړه نه شي اداء کولی. جهاد د اسلام مټ دی، له جهاد پرته مسلمانان خپل هيڅ ډول احکام نه شي اداء کولی.
خو جهاد يوازې هغه څوک کولی شي چې د زړه له تله يې ايمان راوړی وي او د الله تعالی په مرستو کلک يقين ولري، يوازې د هغه رضا د ژوند مقصد وګرځوي، په الله تعالی توکل وکړي او خپل ځان الله تعالی ته وسپاري.

هغه خلک چې دنيا سره يې مينه وي او د قيامت په پرتله يې دنيا سره زړه ډېر تړلی وي، د خپلو نفسي خواهشاتو پوره کولو کې ډېره هڅه کوي، له الله تعالی څخه نه ويريږي، ايمان يې په رښتينې مانا زړه ته نه وي داخل شوی او د ايمان او اسلام په مطلب نه پوهيږي، نو داسې خلک به هيڅکله د جهاد لپاره تيار نه شي.

سلطان صلاح الدين ايوبي يو ځل خپلو غازيانو ته په وينا کې داسې وويل: «ای غازيانو! تاسې د اندلس او هسپانيا تاريخ وګورئ چې طارق بن زياد رحمه الله په څومره بې ساري قربانۍ سره هغه لاندې کړ، هغه د دې څخه بې غمه ؤ چې زما خاوره کومه ده او زه د کوم ځای یم، هغه خپلې کښتۍ د همدې لپاره وسوځولې چې خلک د تېښتې څخه بې غمه شي او همدا خپل هدف او مقصد وګڼي، تر څو يې فتح په نصيب شي.

خو وروسته چې کوم نسل راغی هغوی ته دا څوکۍ او منصبونه مفت په لاس ورغلل نو هغوی ځانونه اميران او باچاهان وبلل او په عيش او عشرت باندې اخته شول، چې بالآخره د دوی د غفلت له وجې اندلس بيرته صليبيانو ونيو، کومو غازيانو چې د اندلس د فتحې او ساتنې لپاره وينې تویې کړې وې، هغوی بيرته وروستيو نسلونو ملامت وبلل او د هغوی د قربانيو په قدر نه پوهېدل.

د اسلام ډېوه وينه غواړي، دا په تېلو، شرابو، عيش او عشرت باندې نه روښانه کيږي، بلکې دې ته د وينې اړتيا ده، تر هغې به د اسلام ډېوه بله وي چې هغې ته وينه اچول کيږي، خو چې وينه ورکول بند شي نو د اسلام د سپېڅلي دين ډېوه به ګل او مړه شي، د اسلام پخوانيو غازيانو او مجاهدينو چې کومې ډېوې په خپلو وينو روښانه کړې وې، هغه اوس د شرابو څخه ډکې شوې نو ځکه يو پر بل پسې مړې کيږي، خو د دې ډېوې روښانه ساتل د هر مسلمان وظيفه او مسؤليت دی، حقيقت دا دی چې د اسلام د ډېوې په مړه کولو کې له کفارو څخه د ايمان پلورونکو برخه زياته ده! ځکه د هغوی د عملونو په سبب خلک له اسلام څخه بې زاره کيږي او د هغوی د عيش او عشرت په سبب مسلمانان له خپل دين څخه لرې ساتل کيږي او د اسلام ډېوه مړه کيږي، که اميران او حاکمان بيدار وي او خپل مسئوليت وپيژني، هيڅکله به کفار اسلام ته هيڅ ډول زيان و نه شي رسولی».

علماء کرام فرمايي، چې د جهاد معنا دا ده چې د الله تعالی د دين او کلمې د لوړاوي لپاره هڅه وشي، هغه که په ژبه وي، په قلم وي، په مال وي يا د ځان په ځارولو، خو دا په ياد ولرئ چې دا نورې ډلې هيڅکله د ځاني مجاهدينو مقام ته نه شي رسېدلی؛ ځکه چې د وسله والو مجاهدينو له مبارزې او جهاد پرته تبليغاتي جګړه چندان مؤثره نه شي تمامېدای.

دا چې موږ اوس د قلم او ژبې په مرسته له دښمن سره په تبليغاتي جګړه بوخت يو، دا د همغو زړورو مجاهدينو د قربانۍ او مبارزې برکت دی چې د الله تعالی په لاره کې يې مرګ ته غاړه ايښې، هره شېبه يې ژوند له خطر سره مخ دی او د اسلام د دفاع په خاطر يې خپله سينه د کفارو پر وړاندې سپر ګرځولې.

زموږ ژبه او قلم هغه وخت اهميت پيدا کوي، کله چې په غرونو کې زموږ وسله وال مجاهدين وروڼه بريالي وي، د هغوی په برکت خلک د مسلمانانو خبره اوري او د يو ډول جوړ جاړي هڅه کوي، کنه خدای مه کړه، که دغه ملنګان مجاهدين نه وای، موږ به حتی چا خپل لمونځ اداء کولو ته هم نه وای پرې ايښي، خو الحمدلله دا د تورې زور دی.

الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايلي: له مسلمانانو څخه هغه کسان چې بې عذره په خپلو کورونو کې ناست دي او هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې په سر او مال جهاد کوي، د دواړو حيثيت يو شان نه دی، الله تعالی د ناستو په پرتله د هغو کسانو درجه چې په سر او مال جهاد کوي، ډېره لوړه ګرځولې ده، که څه هم له هر يوه سره الله تعالی د ښېګڼې وعده کړې ده، خو د هغه په وړاندې د مجاهدينو د خدمتونو بدله له ناستو کسانو څخه ډېره زياته ده. سورة النساء ۹۵.

بل ځای الله تعالی فرمايي: اې مؤمنانو! له کافرانو سره تر هغه پورې وجنګېږئ چې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي. سورة الانفال ۳۹.
دلته صريح لفظ د قتال راغلی، يعنې يوازې په جګړې دلالت کوي.

نو ځينې هغه خلک چې له جهاد څخه په ټولو مواضعو کې د قتال معنا لرې کوي او يوازې پر دعوت او نور جد او جهد يې تعبيروي، نو يو شمېر خو يې داسې دي چې د کفارو د استخباراتي کړيو له خوا حمايه کيږي او د هغوی له لوري د همدې نظريې عامولو ته هڅول کيږي او ځينې نور يې په غير شعوري توګه د کفارو اهداف تعقيبوي.

نو مسلمانانو ته ښايي چې د اسلام ټول احکام په صحيح او سوچه بڼه زده کړي او د کفارو تر اغېز لاندې رانشي، يوازې دعوت زموږ درد نه شي دواء کولی، د اسلامي نظام قائمول وينه غواړي، اسلامي نظام د تورې په مټ نافذيږي او ساتل کيږي، اما نورو خلکو ته د دين رسول او اسلام ته د خلکو بلل دعوت ته اړتيا لري.

مسلمانان بايد همدا دواړه اهداف تعقيب کړي، نورو ته د دين رسولو لپاره بايد له دعوت څخه کار واخلي او د اسلامي نظام د قائمولو او د الله تعالی د دين او مسلمانانو د عزت ساتلو لپاره بايد وسله وال جهاد وکړي.

کله چې مسلمانانو جهاد کاؤه، نو عزتمن ول، خو چې جهاد يې پرېښود ذليل شول، هغه وخت چې مسلمانانو تعرضي جګړې کولې نو اسلام هم په ټوله نړۍ کې خپرېده، خو کله چې مسلمانان دومره ضعيف شول چې حتی دفاعي جګړې هم نه شي کولی، نو دا دی د نورو خلکو مسلمانېدل خو پر ځای پرېږده، اضافه لا دا چې مسلمانانو کې ډېر زيات عقيدوي خرافات پيدا شول، نسلونه مو له دينه ناخبره شول او هماغه د کفارو رسم و رواج پسې روان دي، لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وړاندوينه کړې چې پر مسلمانانو به داسې زمانه راشي چې د کفارو به دومره تابعداري شروع کړي، چې حتی که هغوی د سمسرې په غار ننوځي، نو مسلمانان به هم پسې ننوځي.

په يو روايت کې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: ژر دی چې پر تاسې (مسلمانانو) به کفري ملتونه داسې راټول شي، لکه خوړونکي چې په خپله کاسه راغونډيږي، چا وويل: ايا دا به زموږ د لږ والي له کبله وي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: بلکې تاسې به په دغه وحت کې ډېر زيات يئ، خو لکه د اوبو د ځګ په شان به ياست او الله تعالی به ستاسې د دښمنانو له زړونو څخه ستاسې هيبت وباسي او ستاسې زړونو کې به وهن واچوي. چا وويل: ای د الله رسوله! وهن څه شی دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: له دنيا سره مينه او د مرګ بد ګڼل يعنې له مرګه ويره. رواه ابو داود.

په ياد ولرئ! کله چې جهاد ختم شي او مسلمانان له خپلې وسلې غافل شي، نو بيا دعوت هم نه شي کولای، ځکه چې دعوت د جهاد په برکت کيږي، که خدای مه کړه جهاد نه وي، نو هيڅکله به کفار اجازه درنکړي چې ته د هغوی تر واک لاندې خلکو ته د اسلام دعوت ورکړې، آن خپله به دې هم کلمې ويلو ته پرې نږدي.

همداراز که جهاد نه وي، د کفارو استخبارات به همداسې لګيا وي او د مسلمانانو راتلونکي نسلونه به بې لارې کوي او په خپله لاره به يې بيايي، نو جهاد د اسلامي نظام د قيام او د الله تعالی د کلمې د لوړوالي يوازنۍ لاره ده او جهاد کې د مسلمانانو عزت دی.