نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
عبیدالله رقیب څوک چې اموال تر لاسه کوي او د ګرانيدو په نيت يې د خلکو د متضرر کيدو تر حده له ځان سره ساتي دې کړنې ته په شريعت کې “احتکار” ويل کيږي; ناروا عمل دی. احتکار نه یواځي اخروي زیان دی بلکي دنیوي سزا هم لري. ﻋﻦ ﻋﻤﺮ – ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ – […]
عبیدالله رقیب
څوک چې اموال تر لاسه کوي او د ګرانيدو په نيت يې د خلکو د متضرر کيدو تر حده له ځان سره ساتي دې کړنې ته په شريعت کې “احتکار” ويل کيږي; ناروا عمل دی. احتکار نه یواځي اخروي زیان دی بلکي دنیوي سزا هم لري.
ﻋﻦ ﻋﻤﺮ – ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ – ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻗﺎﻝ: ” «اﻟﺠﺎﻟﺐ ﻣﺮﺯﻭﻕ ﻭاﻟﻤﺤﺘﻜﺮ ﻣﻠﻌﻮﻥ» “. ﺭﻭاﻩ اﺑﻦ ﻣﺎﺟﻪ، ﻭاﻟﺪاﺭﻣﻲ. مشکاة. ﻭﺭﻭﻯ اﻟﺤﺎﻛﻢ ﻋﻦ اﺑﻦ ﻋﻤﺮ: «اﻟﻤﺤﺘﻜﺮ ﻣﻠﻌﻮن»
ملا علي القاري رحمه الله دغه روايت داسي تفسيروي : زموږ بازارونو ته مالونه راوړونکي د اللهﷻ له رحمت او د تجارت له برکته برخمن دي او زموږ له بازارونو د ګرانيدو په نيت اموال ذخيره کوونكي د لعنت او مسکنت سره مخ دی.
عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من احتكر طعاما أربعين ليلة فقد بريء من الله وبريء الله منه الحديث. مستدرك الحاكم ژباړه: څوک چې د ګرانیدو په خاطر تر څلویښتو ورځو خوراکي مواد وساتي بې شکه چې هغه نفر له الله نه بیزار دی او الله هم له هغه نفر نه بیزار دی.
احتکار کوونکي نه یواځي په خپلو ځانونو د الله غضب نازلوي بلکي نورو وسدارو ته هم د الله غضب جلبوي؛ روایت دی چې :« أيما أهل عرصة أصبح فيهم امرؤ جائعا فقد برئت منهم ذمة الله» مستدرک
یعني په هر کلي/کور کې که کوم نفر له لوږي شپه سبا کړي نو له هغو خلکو د الله ذمه پورته کیږي؛ یعني په دنیا کې ورباندي تعذیر راځي او په آخرت کې ورته عذاب ورکول کیږي.
عن اليسع بن المغيرة قال مر رسول الله صلى الله عليه وسلم برجل بالسوق يبيع طعاما بسعر هو أرخص من سعر السوق فقال تبيع في سوقنا بسعر هو أرخص من سعرنا قال نعم قال صبرا واحتسابا قال نعم قال أبشر فإن الجالب إلى سوقنا كالمجاهد في سبيل الله والمحتكر في سوقنا كالملحد في كتاب الله. مستدرك الحاكم
ژباړه: له یسع بن مغیره رضي الله عنه – نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بازار کې په یو نفر تیریدو چې خوراکي مواد یې د بازار له نرخ نه په ډیر ارزان قیمت خرڅول، رسول الله ورته وفرمایل ته خو له بازار نه په ډیر کم قیمت خپل توکي خرڅوې هغه هو (پوهیږم) رسول الله وویل: د ثواب په نیت؟ ول هو. رسول الله ورته وفرمایل: تاته زیری درکوم زموږ بازار ته (خیر برکت) راوړنکي داسي دي لکه د الله په لاره کې جهاد کوونکي او زموږ په بازار کې د خلکو په ضرر اموال ذخیره کوونکي داسي دي لکه په ملحدین د الله په کتاب سره.
زموږ په فقه کې احتکار مکروه تحریمي ګڼل شوی؛ ترسره کوونکی یې ملعون، ګناکار او زیانمن یاد شوی… څوک چې احتکار ترسره کوي لومړی دي د وخت حکومت پوهاوی ورکړي، که یې دا عمل تکرار کړ اختار دي ورکړي که یې دریم ځل تکرار کړ نو زنداني دي یې کړي او تعزیر دي هم ورکړي… قاضي دي د دغسي محتکر اموال ورنه خرڅ کړي فقط د عیال د نفقې په اندازه دي ورته پریږدي…
متأسفانه چې زموږ په ګران هیواد کې ځیني ګړۍ کوشش کوي چې په خلکو مالونه ګران کړي، د شخصي ګټو په خاطر. او ځیني یې دستوري او استخباراتي کړۍ دي چې غواړي په دغسي چلند سره د افغانستان امن ګډوډ کړي، خلک او حکومت سره بيل کړي او یوځل بیا داسي لیوانو ته میدان خالي کړي چې د دوی بمونو ته هرکلی ووایې، د وړو بمونو په ځای غټ بمونه وغواړي او هیواد مو د )بمور بمونو( په څیر د هرراز کیمیاوي اسحلو د ازمایلو ډګر وګروزي، بلکي زموږ په انسانانو د هغوی عسکرو ته نښه ور زده کړي، زموږ ولسونه د طبي چونګښو په څیر د جنګي جتایتکارانو لپاره د ازموینې مواد وبولي… او د دوی د ښاریاتو امن زمو له هیواده زموږ په وینو او زموږ په بې عزته کولو تامین کړي…
نو د هیواد د ارشاد، امر بالمعروف، اوقافو او رسنیو چلوونکي ارګانونه باید لاس په کار شي، خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي، د داسي کړنو له ظاهري او معنوي زیانونو یې خبر کړي.. په مساجدو کې امامان، په تعلیمي ادارو کې استاذان او په ټولنیزو رسنیو کې د ایمان او ویښ وجدان خاوندان دي په دې اړه نشرات وکړي ترڅو هیڅوک ناخبره پاتي نهشي. وروسته که څوک په دغسي اعمالو ولیدل شول هغوی به واضح جاسوسان او د پردیو ګټو ته ژمن د خپلو هیوادوالو هلاکوونکي عناصر وي… حکومت او ولس به وکولای شي چې په اسانۍ سره یې مهار کړي، ځانونه ورنه خلاص کړي ترڅو د دښمنانو دغه فریبونه هم خنثا شي… بتوفیق الله تعالی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.