له نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملي ډیپلوماسي

د عامه افکارو د تحلیل امریت ډیپلوماسي (Diplomacy) په خپله رسمي بڼه د یوه حکومت د ډپیلوماټانو یا استازو له خوا د خبرو اترو یا غونډو له لارې د نړیوالو اړیکو مدیریت کولو ته ویل کېږي. په پخوا وختونو کې د هېوادونو تر منځ ډیپلوماسي یوازې د هغو دوو هېوادونو تر منځ په سیاسي اړیکو […]

د عامه افکارو د تحلیل امریت

ډیپلوماسي (Diplomacy) په خپله رسمي بڼه د یوه حکومت د ډپیلوماټانو یا استازو له خوا د خبرو اترو یا غونډو له لارې د نړیوالو اړیکو مدیریت کولو ته ویل کېږي. په پخوا وختونو کې د هېوادونو تر منځ ډیپلوماسي یوازې د هغو دوو هېوادونو تر منځ په سیاسي اړیکو یا د دوو بادشاهانو د کورنیو په شخصي اړیکو پورې محدوده وه؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې بیا د ډیپلوماسي لمن پراخه شوې چې سوداګریزې، کلتوري، علمي اړیکې او ګڼ نور مسایل هم په خپله لمن کې را نغاړي.
ډيپلوماسي په اصل کې د یوه هېواد د کورني سیاست، تګلارو، عقايدو او ارزښتونو پر بنسټ د هغه هېواد بهرني سیاست ته ویل کېږي، چې د دولت د مشر یا د بهرنیو چارو د وزیر له خوا اعلانېږي.
د اسلامي امارت تر بریا وروسته افغانستان د کورني سیاست د اصولو پر بنسټ یو واحد بهرنی سیاست لري چې په رڼا کې یې له نړۍ سره ډیپلوماټیک تعاملات پیل کړي دي. که څه هم دغه تعامل په تېر یو نیم کال کې ډېرې لوړې ژورې درلودې؛ خو د پام وړ ټکی دا دی، چې نه یواځې دا چې اسلامي امارت تر اوسه د کورني او بهرني سیاست د تطبیق له اصولو انحراف نه دی کړی، بلکې ژمن دی، چې په راتلونکي کې هم دغه اصول له پامه ونه غورځوي.
د افغانستان اسلامي امارت او بهرنۍ اړیکې
د کابل تر فتحې وروسته اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره د مثبتو اړیکو د جوړولو په ډګر کې واقع شو، چې دا یې لومړۍ سیاسي او ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه ده.
په نړيوال ډګر کې د اسلامي امارت دويمه لاسته راوړنه دا وه، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پاملرنه یې ځان ته را واړوله، چې اوسمهال د سیمې او ګاونډ ډېر هېوادونه چمتو دي، څو د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني؛ خو د اورپا او امریکا د لاسوهنو او بهانو له امله تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی.
د اسلامي امارت درېیمه ډیپلوماټیکه بریا له ډېرو لوېدیځو هېوادونو سره د نږدې اړیکو جوړول دي. دا اړیکې د تېرو هغو کالونو په پرتله خورا نږدې دي، چې اوسنی حکومت د جګړې په ډګر کې و. مختلفو هېوادونو ته د افغانستان د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو پراخ سفرونه او همدا راز افغانستان ته د یادوو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو او چارواکو تګ راتګ له نړۍ سره د اسلامي امارت د نږدې اړیکو یوه ښه بېلګه ده.
د یادولو وړ ده، چې په تېر یو نیم کال کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي د افغان حکومت د استازو په توګه ګڼو نړیوالو غونډو ته بلل شوي او همدا راز ګڼو بهرنيو ډیپلوماټانو بیا افغانستان ته سفرونه کړي دي او د دغو سفرونو په ترڅ کې يې د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي.
اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو جوړولو په ډګر کې ښه ځلېدلی او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې د اړیکو انډول یو شان ساتلی چې له امله یې نړیوالې ټولنې دا منلې چې په افغانستان کې د موجوده نظام بدیل به ښایي افراطیت، تاوتریخوالي او ویجاړونکې جګړې ته لاره هواره کړي.
کورنۍ لاسته راوړنې، د ښه نړیوال سیاست دلیل
د افغانستان اسلامي امارت په تېر يو نيم کال کې د هېواد د ننه د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، چې له امله یې د نړیوالو پام را اړولو ترڅنګ د افغان ولس په ورځني ژوند مثبت اغېز کړی، د دوی د هوساینې او خوشحالۍ لامل ګرځېدلی دی. ځینې لاسته راونې په لاندې ډول دي:
1- په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت : په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت د افغانستان د اسلامي امارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده. باید ووایو په تېرو کالونو کې افغانستان یو نا امنه هېواد و او هر ورځ به شاوخوا ۳۰۰ کسان د نا امنیو له امله په دغه هېواد کې وژل کېدل.
2- د عوایدو زیاتوالی: د تېر کال په پرتله د افغانستان په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان خلک له اقتصادي پلوه له پخوا هم ډېر شتمن وګړي نه وو؛ خو په تېرو شلو کالونو کې د پخواني حکومت په اډانه کې پراخ فساد او اختلاس د دې لامل شو چې د افغانستان د ننه خلک د فقر سره لاس او ګریوان واوسي.
3- سیاسي خپلواکي: د تېرې ادارې له نسکورېدو او واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د یو خپلواک هېواد په شان د خپلو ملي کټو پر بنسټ ولاړې اړیکې لري.
که د اسلامي امارت د تېر یو نیم کال لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول اقتصادي ودې ته وکتل شي، چې ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لکه نړیوال بانک یې هم په خپل وروستي راپور کې یادونه کړې؛ نو په ښکاره ویلی شو، چې اسلامي امارت په ډیپلوماټیک ډګر کې بریالی و، ځکه د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په کراتو کراتو د نړۍ د ډېرو هېوادونو او په تېره د ملګرو ملتونو له استازو سره د لیدنو او خبرو اترو پر مهال پورتنیو لاسته راوړنو ته په اشارې له دوی غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره دې د اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیالې امینه محمد په مشرۍ کابل ته له راغلي پلاوي سره د لیدنو پر مهال یادې لاسته راوړنې په ښکاره ډول شریکې کړې او دا یې په افغانستان کې د اسلامي امارت مهمه بریا وبلله.
د دغو کتنو په لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیرامیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې ته په خطاب کې وویل، د افغانستان خلک اوس مهال د امریکا او اروپا له ظالمانه بندیزونو سره مخ دي چې د دوی پر ژوند یې ډېر بد سیوری غوړولی دی. نړۍ د افغانستان د خلکو پر ژوند د اورپا او امریکا د بندیزونو ناوړه اغیزې څاري خو لا هم دا بندیزونه پرخپل ځای دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه باید د ملګرو ملتونو، افغان حکومت او د افغانستان د خلکو قناعت حاصل کړي.
اميرخان متقي په خپلو خبرو کې د پوهنې موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دا سمه ده چې د افغانستان شاوخوا یو میلیون وګړي چې انجونې دي د دې له امله په موقتي ډول له زده کړو راګرځول شوې، څو د زده کړو لپاره د اسلامي شریعت او د افغانستان خلکو له کلتور سره سم چاپیریال ورته برابر شي؛ خو لا هم ٩ ميليونه افغانې انجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي ، مګر نړیواله ټولنه دغو ۹ میلیونو هلکانو او انجونو ته چې دوی هم د افغانستان وګړي دي پاملرنه نه کوي او د دوی د زده کړو د دوام لپاره مرسته نه کوي، ایا دا په خپله د یو میلیون وګړو لپاره د نهه میلیونو وګړو قرباني کول نه دي؟
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړه ،اسلامي امارت په تیر یو نیم کال کې د افغانستان هغو لرو پرتو سیمو ته چې په تېرو شلو کالو کې له هر ډول مرستې بې برخې وې د نړیوالې ټولنې بشري مرستې رسولې دي، چې دا په خپله له نړیوالې ټولنې سره د بشري مرستو رسولو په پار لویه همکاري ده.
پایله
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو شاوخوا یو نیم کال تېرېږي، په دې موده کې که د اسلامي امارت کورنیو لاسته راوړنو، کړنو او دریځ ته وکتل شي؛ نو ښکاره ویلی شو چې په ډیپلوماټیک ډګر کې ښه ځلېدلی او توانېدلی چې د بهرنی سیاست په اساس له نړۍ سره ښې اړیکې تعریف او تنظیم کړي.
په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون، کابل ته د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ډیپلوماټیک سفرونه او د اسلامي امارت له مشرتابه سره د مذاکراتو مېز ته کیناستل په ډیپلوماټیک ډګر کې د اسلامي امارت د بریا ډېرې ښې بېلګې دي.
له بلې خوا د اسلامي امارت کورنیو لاسته راوړنو چې د امنیت تینګښت، د کلنیو عوایدو زیاتوالی، د اداري فساد ختمول دا ښکاره کوي چې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د تبلغاتو پر خلاف افغان حکومت د خپلو هېوادوالو د هوساینې لپاره ډېره هڅه کړې ده.