نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: ح.ن د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د طبیعي پېښو او بشري ناورینونو د اغېزو د کمولو، د هېوادوالو د سر او مال د ژغورلو، د احتمالي زیانونو د کچې د راټیټولو او په ټوله کې د دغې لړۍ د مدیریت په برخه کې پام وړ ګامونه پورته کړي دي. د لسیزو جګرو […]
لیکنه: ح.ن
د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د طبیعي پېښو او بشري ناورینونو د اغېزو د کمولو، د هېوادوالو د سر او مال د ژغورلو، د احتمالي زیانونو د کچې د راټیټولو او په ټوله کې د دغې لړۍ د مدیریت په برخه کې پام وړ ګامونه پورته کړي دي. د لسیزو جګرو او بی ثباتیو له امله رامنځته شویو ننګونو او ستونزو سره سره، اسلامي امارت د بحران او ناورین په وخت کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی، د هېوادوالو لاسنیوی یې کړی او د افغانانو د هوساینې په برخه کې په خپلو ژمنو ثابت قدم پاتې دی. د ناورینونو د مدیریت په برخه کې، د بېړنیو او ځوابویونکو تګلارو پلي کول د اسلامي امارت له کاري لومړیتوبونو څخه دی. اسلامي امارت د زلزلې، سیلابونو، ځمکې ښوېدنې او وچکالۍ په ګډون د یو لړ طبیعي پېښو په وړاندې د افغانستان د زیانمنتیا په درک کولو سره، د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره ځانګړې ادارې او کمیټې ایجاد کړي ترڅو له دې لارې، احتمالي خطرونه وارزول شي، بېړني او ځواب ویونکي پلانونه ترتیب او پلي شي او په ملي او محلي کچه د طبیعي پېښو او بشري ناورین د مدیریت او مهارولو په برخه کې همغږي او انسجام رامنځته شي. سربېره پردې، اسلامي امارت د ناورینونو سره د مبارزې او د اغېزو د کمولو په برخه کې پر یو شمېر مهمو برخو لکه د زیربناو پر بیارغولو او د یو لړ مهمو سیسټمونو پر فعاله کولو پانګونه کړې ده. په زېربناو کې د سړکونو، پلونو، پلچکونو او داسې نور… او همدارنګه په سیسټمونو کې، د مخکنیو خبرداریو سیسټم شامل دی؛ د دغه سیسټم په فعاله کولو سره اوس دا فرصت مساعد شوی، چې د احتمالي طبیعي پېښو وړاندوینه وشي، د احتمالي خطرونو په اړه ټولنو ته خبردارۍ ورکړل شي او د وضعیت د مهارولو لپاره اړین اقدامات او تدابیر په پام کې ونیول شي. د زیربناو پراختیا او د سیسټمونو فعاله کولو ته د لومړیتوب په ورکولو سره، د اسلامي امارت موخه دا ده، چې د ناورین په صورت کې د ځاني او مالي زیانونو کچه راټیټه او اغیزمنو سیمو ته د بشري مرستو په وخت رسولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. د زیربناو د رغولو او د سیسټمونو فعاله کولو سربېره، اسلامي امارت پر بشري ځواک پانګونې ته لومړیتوب ورکړی او هڅه روانه ده ترڅو له دې لارې د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې پام وړ ګامونه پورته شي. اسلامي امارت د یو شمېر ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره هڅه پیل کړې، ټولنې ځواکمنې او په اړینو مهارتونو سمبال شي ترڅو د سیمې خلک طبیعي پېښو او بشري ناورین ته په موثره او اغېزناکه توګه رسېدنه وشي کړای او متضررینو ته بېړني او د اړتیا وړ مرستې او خدمات وړاندې کړي. همدارنګه، اسلامي امارت د چاپېریال د تخریب او د ناورین خطر یو له بل سره تړلی ګڼي، نو له همدې امله، هڅه یې پیل کړې ترڅو د هېواد په کچه چاپېریال ساتنې ته وده وکړي. اسلامي امارت د طبیعي پېښو د خطرونو د کچې د راټیټولو لپاره، د ځنګلونو بېرته احیا کولو او له وهلو څخه یې د مخنوي، د خاورې د ساتنې او له تخریب څخه یې د مخنیوي او د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. اسلامي امارت د ورته نوښتونو له لارې هڅه کوي، چې د هېواد په کچه د ناورینونو تعدد او شدت راکم کړي او په ورته وخت کې د هغو طبیعي زیرمو ساتنه وکړي چې د افغانانو ژوند پرې متکي دی. همداراز، اسلامي امارت د ناورین په مدیریت کې د ټولنې او د سیمې خلکو په ښکیلتیا او همکارۍ ډیر ټینګار کوي. اسلامي امارت د محلي پوهې او تخصص د اهمیت په درک کولو سره له ټولنو سره له نږدې کار کوي تر څو د هغوی ځانګړي اړتیاوې او ستونزې په ګوته او په نښه کړي. پدې کې د ټولنې پر بنسټ د خبرداري سیسټمونو رامنځته کول، د خطر ارزونې ترسره کول، او د سیمه ییزو شرایطو سره سم د ناورین خطر کمولو فعالیتونو پلي کول، شامل دي. اسلامي امارت د دولتي ادارو، مدني ټولنو، خصوصي سکټور او محلي ټولنو سره په ګډه کار کوي ترڅو د ناورینونو پر وړاندې د ښکیلو بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته او همدارنګه منسجمې کړنې ترسره شي، ترڅو له شته امکاناتو او منابعو څخه اعظمي ګټه پورته شي او د اړمنو بېړنیو اړتیاو ته پروخت رسېدنه وشي. په پایله کې، د ناورین د کمولو او پېښو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لیدلوری او تګلاره د شفقت، خواخوږۍ، ملي پیوستون او استقامت په اصولو ولاړه ده. په هېواد کې د راز راز ننګونو او ستونزو سره سره، په تېرو دریو کلونو کې د ناورینونو د کمولو، پېښو سره د مبارزې، هېوادوالو د لاسنیوی، او د دوی بېړني او اساسي ستونزو او ننګونو ته رسېدنه، دا په حقیقت کې د اسلامي امارت د رېښتنو هڅو او ژمنتیا څرګنده بیلګه ده. پېښو ته د رسېدو او د ناورینونو د کمولو په برخه کې، د اسلامي امارت لیدلوري او تګلارې ته په کتو، رېښتني هڅه پیل شوې ترڅو د احتمالي مالي او ځاني زیانونو کچه په بې ساري توګه راټیټه او د ټولو افغانانو لپاره یو خوندي او هوسا راتلونکی رامنځته شي، چېرې چې ټولنې پرځان بسیا او د ناورینونو سره د مقابلې توان ولري، د ټولو هېوادوالو وقار او عزت پکې خوندي وي او د دوی حقوق ته درناوی وشي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.