په افغانستان کې د ټول شموله حکومت زیانونه او منفي اثرات

لیکنه: ح.ن په افغانستان کې تېر حکومت هڅه وکړه، چې ټول شموله حکومت رامنځته کړي او موخه‌یې له دې کار څخه دا وه ترڅو په نظام کې داسې کسانو ته ځای ورکړل شي، چې د مختلفو قومونو، سیاسي احزابو او ټولنیزو ډلو او جریانونو څخه استازیتوب وشي کولی. په داسې حال کې، چې دا تګلاره […]

لیکنه: ح.ن

په افغانستان کې تېر حکومت هڅه وکړه، چې ټول شموله حکومت رامنځته کړي او موخه‌یې له دې کار څخه دا وه ترڅو په نظام کې داسې کسانو ته ځای ورکړل شي، چې د مختلفو قومونو، سیاسي احزابو او ټولنیزو ډلو او جریانونو څخه استازیتوب وشي کولی. په داسې حال کې، چې دا تګلاره د یووالي او ثبات د پیاوړتیا په موخه وه، خو پایله‌یې بیا دا وه، چې دا کړنه په نظام کې د داخلي انزوا، اداري فساد، امنیتي ستونزو، نړیوال ناهیلیتوب، او اقتصادي بی ثباتۍ لامل وګرځېد، او حکومت د اوږدمهاله پلانونو او پالیسیو د پلي کېدو په برخه کې له ګڼ شمېر ننګونو او ستونزو سره مخ شو.
ټول شموله حکومت په افغانستان کې یوه ناکامه تجربه وه چې له ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو سره مل وو. په دې لیکنه کې غواړم په لنډه توګه د ټول شموله حکومت پر څو منفي اثراتو تمرکز وکړم:
د یووالي نشتوالی: په تېر نظام کې، ټول شموله حکومت په هېواد کې د قومونو لکه پښتنو، تاجیکانو، هزاره‌ګانو، اوزبیکانو او… ترمنځ د یووالي او ثبات په موخه رامنځته شو، خو دغه جوړښت نه یواځې دا، چې په بریالیتوب سره تطبیق نه شو بلکې راز راز زیانونه او منفي اثرات یې هم له ځان سره درلودل. ټول شموله حکومت، نه یواځې د قومونو، احزابو او جریانونو ترمنځ د اتحاد او اتفاق سبب ونه ګرځېد بلکې ناسالمه سیالیو او بې اتفاقۍ ته یې هم لاره پرانیستله. دا چاره ملي وحدت او یووالی یې متاثر کړ بلکې په هېواد کې د پروګرامونو او پالیسیو د تطبیق لرۍ له خڼد او ځڼد سره مخ کړ او پایله یې دا وه، چې چارې پروخت ترسره نه شوې او د هېوادوالو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او ننګونې لاینحله پاتې شوې.
اداري فساد: په ټول شموله حکومت کې ګمارنې اکثرا د وړتیاو پرځای د قومي او یا سیاسي تړاوونو پر اساس ترسره شوې، دې کار اداري فساد یې په نظام کې پر یو عام کلتور بدل کړ، ځکه چې چارواکو غوښتل د سرچینو او پوستونو د وېش له لارې د خپلو ډلو ګټې خوندي کړي. د فساد شتون په حکومت باندې د خلکو باور کمزوری کړ او د یوې باثباته او اغېزناکې ادارې د جوړولو هڅې یې هم شنډې کړې.
بیوروکراسي: په هېواد کې د ټول شموله حکومت په جوړېدو سره، د بیوروکراسی کچه په بې‌ساري توګه لوړه شوه. دې بیوروکراسۍ اداري ثبات یې ټکنی کړ او په اداراتو کې د اصلاحاتو پلي کولو مخه یې هم ونیوله. په دولتي دستګاه کې بی‌کفایتي زیاته شوه، نه یواځې دا، چې د نظام مشروعیت یې تر سوال لاندې راوست بلکې د بې‌کفایتۍ له امله د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته او پراخ شو.
نړیواله مایوسي: په هېواد کې د ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو سره، د فساد، بی‌کفایتۍ او داخلي اختلافاتو لمنه پراخه شوه او دا چاره د دې لامل شو، چې تېر نظام خپل باور او اعتماد د نړیوالې ټولنې پر وړاندې او د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ له لاسه ورکړي. دا کار ددې باعث شو، هغه پیسې، چې د هېواد د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې وې، پر افغانستان قطع شي او پایله یې دا وه، چې تېر حکومت د خدمات د رسولو په برخه کې پاتې راغی او د هېوادوالو ستونزې نه یوازې دا، چې حل نه شوې بلکې زیاتې هم شوې.
اقتصادي بې ثباتي او بشري بحران: په هېواد کې د ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو سره هڅه روانه وه ترڅو هر چاواکۍ د خپلو ډلو او جریانونو ګټې خوندي کړي، په دې سره حکومتي چارې له ستونزو او ننګونو سره مخ شوې او دا کار په هېواد کې اقتصادي بحران او ناورین ته یې هم لاره پرانیستله. لکه څرنګه، چې جوته ده، په تېر نظام کې د افغانستان اقتصاد، چې تر ډېره په نړیوالو مرستو متکي وو، د اغېزناکه حکومتولۍ د نشتون او د اداري فساد د شتون له امله، د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، او بشري ناروین کچه ورځ تر بلې زیاته شوه. له بل پلوه، حکومت د ضرروي او اساسي خدماتو د رسولو په برخه کې پاتې راغی، چې له امله یې حکومت د خلکو باور او ملاتړ هم له لاسه ورکړ.
د اوږدمهاله پلانونو او پالیسیو تطبیق کې ناکامي: په ټول شموله حکومت کې چارواکو شخصي ګټو ته تر ډېره ترجیح ورکوله او هغه پلانونه، پروګرامونه او پالیسي‌ګانې، چې د افغانستان د ترقۍ، سوکالۍ، پرمختګ او ملي هوساینې لپاره ضروري وو، پلي نه‌شول. په داسې حال کې، چې ټول شموله حکومت په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو، ډلو او جریانونو د یووالي او ثبات په موخه رامنځته شو، خو برعکس بیا پایله یې هغسې چې تمه کېده نه وه. په ټول شموله حکومت کې ډېرۍ چارواکي د قدرت پرسر پر شخړو او د خپلو چوکیو په ساتلو بوخت ول او هغه بنیادي او اساسي کارونه، چې د هېواد د پرمختګ او ملي هوساینې لپاره ضروري وو، له بده مرغه له پامه وغورځول شول.
لنډه دا، چې په افغانستان کې ټول شموله حکومت، د ټولو قومونو او جریانونو د استازیتوب او د یوه ښه نیت په موخه رامنځته شو، خو په هېواد کې ټولنیز او سیاسي پېچلتیاو او متغییراتو ته په کتو له ګڼ شمېر ستونزو او ننګونه سره مخ وو. داخلي اختلافات، اداري فساد، بې‌کفایتي، اقتصادي او سیاسي بې‌ثباتي، او ټولنیزې ننګونې د ټول شموله حکومت له منفی پایلو او اثراتو څخه شمېرل کیږي. د پورته ذکر شویو ننګونو او ستونزه له امله له یوې خوا د حکومت له لوري هېواد او هېوادوالو ته اساسي او بنیادي کارونه په منظمه توګه ترسره نه‌شول او له بل پلوه، حکومت هم په داخلي ستیج او هم په نړیوال ستیج خپل باور او اعتماد له لاسه ورکړ.