ماشومانو ته په درنه سترګه کتل په کار دي

غلجی ماشومان هغه څوک دي،چې زموږ د نسل بقا تضمينوي، له همدې امله زموږ راتلونکی بلل کېږي،ځکه زموږ ارزښتونه او فرهنګ په نورو نسلونو سپاري نو مهمه دا ده چې دوی ته د عمر مطابق د ټولنې فرهنګ او ارزښتونه ور زده کړل شي ځکه د ارزښتونو زده کړه او پرې رفتار د دوی شخصیت […]

غلجی
ماشومان هغه څوک دي،چې زموږ د نسل بقا تضمينوي، له همدې امله زموږ راتلونکی بلل کېږي،ځکه زموږ ارزښتونه او فرهنګ په نورو نسلونو سپاري نو مهمه دا ده چې دوی ته د عمر مطابق د ټولنې فرهنګ او ارزښتونه ور زده کړل شي ځکه د ارزښتونو زده کړه او پرې رفتار د دوی شخصیت ټاکي که چېرې دوی د اسلام د مبارک دین له غوښتنو سره سم عمل وکړي د والدینو لپاره صدقه جاریه ګرځي.

دا چې د نن ماشومان د سبا لویان دي، که لږ ورته ځیر شو دا یو شعار نه بلکې یو عمل دی ځکه ماشومان تر لویېدو پورې پر مشرانو حقوق لري چې باید ورته رسېدنه وشي ،همدارنګه په اسلام کې هم ماشوم ته ځانګړې پاملرنه شوې، د مور له ګېډې د ماشوم د ژوند خوندیتوب، د ښه نوم اېښودل ،د ژوند امکانات برابرول،عقیقه،ښوونه روزنه او نور هغه حقوق دي چې هر ماشوم یې لري.

بلخوا د ماشومانو خوندیتوب او دوی ته د حقوقو رسېدنې په پار د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون شتون لري، په یاد کنوانسیون کې د ماشومانو د ژغورنې او ساتنې په هر اړخ باندې ښکاره مادې راغلې دي چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پرې لاسلیک کړی او پلي کېدو ته يې ژمن دي .

پوښتنه دا ده چې ولې ماشومان اوس هم تر دې کچې قوانینو او مقرراتو په شتون کې بیا هم قرباني کېږي. په نړۍ کې داسې بېلګې هم ډېرې دي چې تر ټولو ډېر قربانیان یې ماشومان دي مګر موږ یې د غزې پر یادونه د بېلګې لپاره بسنه کوو چېرې چې ماشومان د ځمکې او هوا له لارې په عمدي توکه د شوبلو او الوتکو لخوا وژل کېږي،په لوړه کچه له لوږې او ناروغۍ سره مخ دي،کمپونه يې نه معياري او نه امن ځايونه دي .

په هر حال ماشوم ته په درنه سترګه کتل انساني، اسلامي او نړیوال کلتور دی ځکه د ماشومتوب دوره له یوه اړخه د عمر پسرلی دي چې ماشوم د کور د چاپېريال سره اشنا کېږي، ورو ورو ذهني او جسمي وده کوي،خاپوړي پیلوي ،پر ژبه ګوډ مات توري او کليمې وایې تر دې چې حرکت پیل کړي په ټوله کې د کور،کلي او ښوونځي له چاپېريال سره اشنا شي بلخوا دا د چمتووالي دوره هم ده، یو ماشوم بايد په دې دوره کې له جسمي او ذهني پلوه چمتو شي تر څو ښه او غوره راتلونکې ولري، مه پريږدئ چې دا پسرلي بې خونده او بې ګلو شي.

نړیوال سازمانونه د ماشومانو پر وړاندې خنډونه نړیواله تودخه ،فقر ،بېکاري، کډوالي، جګړه ماینونه او ناچاوده توکي او نور يادوي، د دوی په باوردا هغه ستونزې دي چې ماشومان ورسره مخ دي .

موږ هم باید د کوچنیانو ستونزې لکه په مختلفو برخو کې روغتیا، پوهنه وده، انکشاف، فقر او نورې جدي ونیسو او پر وړاندې یې اغېزمن ګامونه اوچت کړو