د کمال خان بند ملي پروژې اوږدمهاله اغېزې

لیکنه: ح.ن د کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ د هلمند پر رود جوړ شوی چې د کرنې او انرژۍ د سکتور د ودې او پیاوړتیا او د اوبو د کمښت د منفي اغېزو د راکمولو په موخه، د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه بلل کېږي. دغه ستره پروژه، چې […]

لیکنه: ح.ن

د کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ د هلمند پر رود جوړ شوی چې د کرنې او انرژۍ د سکتور د ودې او پیاوړتیا او د اوبو د کمښت د منفي اغېزو د راکمولو په موخه، د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه بلل کېږي. دغه ستره پروژه، چې د سیمې د تاریخي شخصیت (کمال خان) په نوم نومول شوې، د هېواد د ځان بسیاینې، پرمختګ او ثبات په برخه کې مهم او حیاتي رول لوبوي او د افغانستان په ګډون د ښکېلو اړخونو لپاره بې شمېره ګټې لري.
دغه بند د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار ختيځ ته په (۹۵) کيلومترۍ د چهاربرجک په ولسوالۍ کې موقعيت لري او د نیمروز او هلمند پر ولایتونو سربېره، د ایران سیستان سیمې ته د اوبو په رسولو کې مهم نقش لوبوي. د کمال خان بند په (۱۹۷۰) لسیزه کې ډیزاین شو، خو د کورنیو جګړو، بې ثباتۍ او سیاسي تحولاتو له امله یې د تطبیق پروسه وځنډېده.
افغانستان تل د دوامداره پراختیا، کرنیزو او صنعتي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د اوبو د زېرمه کولو او له هغو څخه د معقولې استفادې په لټه کې دی، د دغه بند ځانګړتیا او اهمیت ته په کتو، د جوړولو چارې یې د یوه ملي لومړیتوب په توګه، بیرته پیل شوي دي. کمال خان بند، چې د کرنې او صنعت سکتور د ودې او پرمختګ لپاره ډیزاین شوی، د نیمروز او ګاونډیو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او شاوخوا د (۱۷۴) زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او د (۵۲) میلیونه متر مکعب اوبو د خیره کولو ظرفیت لري. څرنګه چې د افغانستان د عوایدو ډېره برخه په کرنیزو فعالیتونو پورې تړلې ده، نو د کمال خان بند د اقتصادي او کرنیزو فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لوبوي. سربېره پر دې، د اوبو خوندي سرچینو ته لاسرسی به د کرنیزو محصولاتو د تنوع د زیاتوالي، د خوراکي توکو د خوندیتوب، د بېکارۍ او بېوزلۍ د کمولو او د خلکو د ژوندانه د ښه کولو لپاره د عملي ګامونو اخیستلو فرصت برابر کړي.
همدارنګه، دغه بند د (۶) میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت سره، د ډیزلي جنراتورونو او فوسیلي موادو انحصار کموي. دوامداره برېښنا ته لاسرسی به د سوداګرۍ په خوځښت او وده، د صنعتي فعالیتونو په پیاوړتیا او د پانګونې په جلبولو کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه، د باور وړ برېښنا چمتو کول به د خلکو د ژوند او خدماتو د کیفیت لوړولو، حفظ الصحې د ساتلو، د چاپېریالي خطرونو کمولو او د زده کړې او نوې ټکنالوژۍ سره د نښلولو برخه کې مثبت او مهم اغیز ولري.
د دې ترڅنګ د هلمند رود تل د موسمي سېلابونو له خطر سره مخ دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د سیمې اوسېدونکو، کرنیزو ځمکو او زېربناوو ته ستر زیانونه اړولي دي، له همدې امله د کمال خان بند به د موسمي سېلابونو په کنټرول، د کرنیزو ځمکو په تغذیې او د وچکالۍ په لمنځه وړلو کې اساسي نقش ولوبوي او په سیمه کې به د احتمالي خطرونو او چاپېریال د تخریب مخه ونیسي.

د کمال خان بند ستراتېژیک اهمیت
د کمال خان بند نه یوازې د افغانستان لپاره له اقتصادي او ټولنیز پلوه مهم دی، بلکې له ستراتېژیک پلوه یوه مهمه او حیاتي پروژه ده. دا بند کولی شي له افغانستان سره د اوبو د سرچینو په مدیریت او د اوبو رسولو په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو د هېواد د اتکاء په کمولو کې مرسته وکړي او پر دې سربېره، په افغانستان کې د برېښنا تولید د صنعت پر پراختیا او پر وارداتي انرژۍ د اتکاء کچه راټیټه کړي.

اقتصادي اړخونه او اوږدمهاله اغېزې
د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو خوندیتوب: کرنه د افغانستان د اقتصاد له مهمو ارکانو څخه ده او ډېری وګړي د خپلو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کرنه بوخت دي. دغه بند به د ابیارۍ په برخه کې د ډاډ وړ اوبه برابرې کړي، چې په دې سره به د کرنیزو محصولاتو په تولید کې پام وړ زیاتوالی راشي. دا کار به په هېواد کې د خوړو خوندیتوب تامین او له نورو هېوادونو څخه د محصولاتو د واردولو کچه راټیټه کړي.
صنعتي پراختیا او کارموندنه: د اوبو د سرچینو شتون، په ځانګړې توګه د برېښنا په تولید او په هېواد کې د خصوصي سکتور په وده کې مرسته کوي. د باثباته او ارزانه برېښنا رسول په افغانستان کې یو له سترو ننګونو څخه ده او د کمال خان بند به دا ستونزه تر ډېره حده حل کړي. دغه بند به نه یوازې د خصوصي سکتور په وده او پرمختګ بلکې خلکو ته د کارموندنې په برخه کې ګټور تمام شي.
د صادراتو او سیمه ییزې سوداګرۍ زیاتوالی: افغانستان یو ستراتېژیک جغرافیایي موقعیت لري چې کولای شي د ایران او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي. د کمال خان بند له امله د کرنیزو او صنعتي تولیداتو زیاتوالی؛ کولی شي د افغانستان د صادراتو د پیاوړتیا او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو فرصتونو زمینه برابره کړي.
د چاپېریال ګټې: د کمال خان بند کولی شي د موسمي سېلابونو مخه ونیسي او د زیانونو کچه په بې ساري توګه راټیټه کړي. همدارنګه، دا بند کولی شي چې د ایکوسیستم په ساتنه او د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د بهرنۍ پانګونې راجلبول: د کمال خان بند په څېر د یو شمېر نورو پروژو د بشپړولو لپاره د بهرنۍ پانګونې راجلبول اړین دي. د افغانستان اقتصادي شرایطو ته په کتو، د نړیوالو همکاریو او د نړیوالو سازمانونو او دوستو هېوادونو د مالي مرستو جلبول کولای شي په هېواد کې د نیمګړو زېربنایي پروژو د پلي کېدو او بشپړېدو په چټکتیا کې مرسته وکړي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره د زېربنایي، انکشافي او ملي پروژو پلي کول د حکومت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري، او د نورو انکشافي او زېربنایي پروژو ترڅنګ، د کمال خان بند د پروژې د پاتې چارو بشپړول د اوسني حکومت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. اسلامي امارت د دې مهمې پروژې د اهمیت په درک کولو سره ژمن دی چې د سالمې تګلارې په جوړولو، د اوبو د سرچینو د مدیریت، د سیمه ییزو همکاریو د ښه والي، تلپاتې پراختیا، د اوبو د عادلانه وېش او د دې پروژې د موثریت په زیاتولو سره، د دغې ګټورې پروژې تطبیق او ګټه اخیستنې ته ډاډمن چاپېریال برابر کړي.
د کمال خان بند د افغانستان د ملي پرمختیايي پروګرامونو لپاره یوه ستراتېژیکه شتمني ده، چې د خوراکي توکو او انرژۍ د تولید برخه کې هېواد د ځان بسیاینې پر لور بیایي. د دې پروژې بریالی تطبیق به د لویو ملي پروژو په پلي کولو کې به د حکومت وړتیا په ډاګه او د پراختیایي او زېربنایي پروژو د تطبیق لپاره به د پانګونې او نړیوالو مرستو د جلبولو زمینه برابره کړي.
د کمال خان بند په سیمه کې د اقتصادي پراختیا او ثبات لپاره د اسلامي امارت د هڅو بنسټ دی. دا پروژه د کرنې د ودې، د برېښنا د تولید او د موسمي سېلابونو د کنټرول په برخه کې ډېره مهمه ده او اسلامي امارت د دې مهمې پروژې په بریالي تطبیق کې اساسي رول لوبولی دی. د دې زېربنایي پروژې اغېزناک مدیریت به د سیمې له پرمختګ او ثبات سره مرسته وکړي او د سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره لاره هواره کړي.#