نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: ح.ن اسلامي امارت په ټولو سکټورونو کې اصلاحاتو او نوښتونو د رامنځته کولو او په هېواد کې د یو شمېر اقتصادي، بنسټیزو او ملي پروګرامونو د تطبیق سربېره، په دې وروستیو کې په ښاري سیمو کې د سوالګرۍ د سترې ننګونې او ستونزې حل ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. اسلامي امارت د ګټورو تګلارو […]
لیکنه: ح.ن
اسلامي امارت په ټولو سکټورونو کې اصلاحاتو او نوښتونو د رامنځته کولو او په هېواد کې د یو شمېر اقتصادي، بنسټیزو او ملي پروګرامونو د تطبیق سربېره، په دې وروستیو کې په ښاري سیمو کې د سوالګرۍ د سترې ننګونې او ستونزې حل ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. اسلامي امارت د ګټورو تګلارو په ترتیب او عملي کولو او همدارنګه د ټولنیزې هوساینې په موخه د یو شمېر پروګرامونو د تطبیق له لارې، په سړکونو، لارو او کوڅو کې د سوالګرو د شمېر په کمولو کې پاموړ بریا ترلاسه کړې ده. په دې لیکنه کې د اسلامي امارت پر هغو ګټورو تګلارو تمرکز شوی، چې په ښاري سیمو کې د سوالګرۍ د کمولو او یا ختمولو په برخه کې موثر تمام شوي دي. د اسلامي امارت له لوري یو له لومړنیو ګامونو څخه د سوالګرو د پېژندلو او ثبتولو په موخه هر اړخیزه سرشمیرنه ترسره کول وو. اسلامي امارت د ځایي چارواکو، د ټولنې مشرانو، ټولنیزو کارکونکو او رضا کارانو سره په همغږۍ په ښاري سیمو کې د سوالګرو کره او دقیق معلومات راټول او سر شمېرنه یې ترسره کړه. همداراز، په دویم ګام کې، په ښاري سیمو کې د ساتنې، پالنې او بیارغونې د مرکزونو جوړول شامل دي، چې موخهیې سوالګرو ته د سرپناه، طبي او روغتیايي پاملرنې او حرفوي زدهکړو د اړینو فرصتونو برابرول دي. دا مرکزونه په داسې ډول ډیزاین شوي، چې په کې د سوالګرو سمدستي اړتیاو ته رسېدنه کیږي او په ټولنه کې د دوی د بیا یوځای کېدو لپاره اوږد مهاله پلانونه او حل لارې هم شاملې دي. دغه مرکزونه په حقیقت کې یو خوندي چاپېریال چمتو کړی چېرې، چې سوالګر کولی شي اړین روغتیایي او روانې درملنه او همدارنګه د اړتیا وړ حرفوي او مسلکي مهارتونه او زده او ترلاسه کړي ترڅو دوی په اسانۍ سره وشي کولی د ټولنې په کاري چاپېریال کې په موثره توګه مدغم شي. همداراز، د دې لپاره، چې د سوالګرو دوامداره اقتصادي ودې ته پاملرنه وشي، اړتیا ده ترڅو پر یو شمېر ګټورو ستراتیژیو او پروګرامونو تمرکز وشي. اسلامي امارت د سوالګرو اړتیاو او وړتیاو ته په کتو د ترکاڼۍ، خیاطۍ، کرنې او نور تجارتونو په برخه کې حرفوي زده کړو پروګرامونه دایرولو ته مخه کړې ترڅو، د سوالګرو کاري او مسلکي مهارتونه لوړ شي، او په ټولنه کې دوی ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې، د ژوند اړینو اسانتیاو په برابرولو کې له دوی سره مرسته وکړي. دا چاره له یوې خوا د سوالګرۍ ټغر له ښاري سیمو څخه راټولي او له بل پلوه، سوالګرو ته د یوه با عزت ژوند زمینه هم برابروي. د اسلامي امارت د سوالګرۍ د له منځه وړلو په تګلاره کې، د عامه پوهاوي د پروګرامونه تنظیم او پرمخ وړ هم شامل دي. اسلامي امارت د عامه پوهاوي د کمپاینونو د ترسره کولو له لارې هڅه کړې ترڅو سوالګرۍ اړوند موضوعاتو او د زیانونو په اړه یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې سربېره، هېوادوال دې ته وهڅوي ترڅو د حکومت سره د دغه تګلارې په تطبیق او عملي کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي. اسلامي امارت د راډیوګانو، تلویزیونو، ټولنیزو رسنیو او ټولنیزو جوړښتونو له ادرسه د اړینو پیغامونو په انتقال او خلکو ته یې په رسولو کې ورڅخه استفاده کوي. اسلامي امارت په ښاري سیمو کې د سوالګرۍ د له منځه وړولو لپاره د سوالګرۍ پر ضد یو شمېر اړین مقررات نافذ کري دي. د قانون پلي کوونکو اداراتو ته دنده سپارلې شوې، چې له ښاري سیمو څخه څارنه ترسره کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې سوالګر له سړکونو او کوڅو راټول او مناسب بیارغونې مرکزونو ته لېږل شوي دي. دغه کړنلاره نه یوازې د عامه نظم په راوستلو او ساتلو کې مرسته کړې بلکې دا ډاډ هم ترلاسه شوی، چې سوالګر په سړکونو کې د ژوند کولو پر ځای، یو باعزته ژوند غوره کړي او هغه مرستې ترلاسه کړي، چې دوی ورته اړتیا لري. د اسلامي امارت له لوري د دې ستراتیژیو پلي کول ډیری مثبتې پایلې لري، چې څو یې په لاندې ډول دي: په سړکونو او کوڅو کې د سوالګرو کمښت: د دغه تګلارې تر ټولو سمدستي اغېزه، په سړکونو، لارو او کوڅو کې د سوالګرو په شمیر کې پام وړ کمښت دی. دا په دې معنی ده، چې په ښاري سیمو کې د بېوزلۍ کچه ورځ تربلې مخ په کمېدو ده. د سوالګرو د ژوند کیفیت ښهوالی: هغه کسان، چې د بیارغونې په پروګرامونو کې یې برخه اخیستې، اوس د ښه روغتیا، با ثباته ژوند، درناوی او انساني کرامت څخه برخمن شوي دي. حرفوي زدهکړې او د کاري فرصتونو برابرول دوی ته د په ژوند کې د هدف ټاکلو او خپلواکۍ احساس زمینه برابره کړې ده. د ټولنې ملاتړ او ښکیلتیا: د عامه پوهاوي کمپاینونه د خلکو ترمنځ ټولنیز مسئولیت احساس رامنځته کړی، او اوس خلک د دې پدیدې د لهمنځه وړولو په موخه له حکومت سره همکاري کوي او د پیسو د ورکړې پرځای سوالګر د بیارغونې مرکزونو ته استوي. عامه نظم او خوندیتوب: په لارو، کوڅو او سړکونو کې د سوالګرو کمښت د عامه خوندیتوب او ښاری نظم په ښه کولو کې یې مرسته کړې او اوس په ښاري سیمو کې د ښاریانو لپاره یو خوندي او خوندور چاپېریال رامنځته شوی دی.
د ستراتیژیک پلان جوړونې، بیارغونې، حرفوي زده کړو، عامه پوهاوي او د قانون د پلي کولو له لارې، د سوالګرۍ د کمولو لپاره د اسلامي امارت هر اړخیزه کړنلاره د یو منظم، خوندي او خوندور ښاري چاپیریال په رامنځته کولو کې بریالۍ ثابته شوې ده. اسلامي امارت د سوالګرۍ د سمدستي اړتیاوو او اصلي لاملونو دواړو ته په رسېدو سره، د دوامدارې ټولنیزې هوساینې لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یوه ښکاره بېلګه وړاندې کړې ده. اسلامي امارت هڅه کوي، د کاري ژمنتیا او د سرچینو د تخصیص له لارې دا لړۍ لا پیاوړې وساتي ترڅو د دغه ناورین لمنه په پوره توګه له ښاري سیمو څخه راټوله شي او سوالګرو ته یو داسې چاپېریال رامنځته کړي ترڅو هر وګړی (سوالګر) د وقار او ځان بسیار ژوند کولو فرصت ولري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.