د غربيانو منافقت ته مو پام دی؟

سليمان سعيد غلجی غربيان چې نن سبا په چل، فريب، دوکه، درواغو او ټګي برګي کې بيخي د ابليس زامن بلل کيږي، دا ځل يې د افغانستان په اړه هم بېلا بېلې شيطاني دسيسې په کار اچولې دي. يو خوا د خپلې دجالي تبليغاتي ميډيا پر مټ نارې سورې وهي چې افغانستان کې ډېره بده […]

سليمان سعيد غلجی
غربيان چې نن سبا په چل، فريب، دوکه، درواغو او ټګي برګي کې بيخي د ابليس زامن بلل کيږي، دا ځل يې د افغانستان په اړه هم بېلا بېلې شيطاني دسيسې په کار اچولې دي. يو خوا د خپلې دجالي تبليغاتي ميډيا پر مټ نارې سورې وهي چې افغانستان کې ډېره بده ورځ ده، بشري بحران رامنځ ته شوی خلک له ډېر ناوړه حالت سره مخ دي، خو بل طرف ته خپله عملاً لګيا دي او همدغه بد حالت ته لمن وهي.
مثلاً؛ وايي: په افغانستان کې دومره ميليونه ماشومان له لوږې سره مخ دي، دومره نور د ژمي لپاره کافي پوښاک نه لري، په لسګونو ميليونه افغانان د غربت تر کچې لاندې ژوند کوي او داسې نورې ناخوالې يادوي، خو عملاً يې د افغانستان نهه نيم ميليارده ډالره پانګه کنګل کړې ده، سياسي او اقتصادي بنديزونه يې راباندې لګولي دي او له ټولو اصولي او نړیوالو شرايطو سره سره مو په رسميت نه پېژني، نو همدغه ناخوالې خو د همدوی له امله راپېښې دي.
وايي: د داعش بریدونه زيات شوي دي، داعش د طالبانو پر وړاندې جدي خطر دی، طالبان د داعش په له منځه وړلو کې ناکام شوي دي، خو عملاً لګيا دي هم په پټو استخباراتي لاسونو له داعش سره مرستې کوي او هم د خپلې ميډيا پر مټ ښه پراخ تبليغات ورته کوي.
وايي: د افغانستان داخلي امنيت موږ ته مهم دی، له افغانستان څخه بايد نورو هېوادونو ته خطر پېښ نه شي، د قاچاقو او مخدره توکو مخنيوی ضروري دی، بشري حقوق بايد تلف نه شي ، اوس چې اسلامي امارت دا ټول شرايط پوره دي، خو بيا هم په رسميت پېژندنه کې هسې بې ځايه پلمې بهانې کوي.
وايي: ګاونډي هېوادونه دې افغانانو ته خپلې دروازې خلاصې کړي، افغانان غواړي نورو هېوادونو ته پناه يوسي، امريکا تر اوسه سل زرو څخه زيات افغانان ايستلي، خو دا نه وايي چې هغه بې چاره ګان اوس هم د کويټ، قطر او يوګانډا په ګودامونو کې بې سرنوشته پراته دي!
وايي: افغانستان کې دومره ميليونه خلک وږي دي، خوراک نه لري او قحطي سره مخ دی، خو بل طرف ته لګيا دي؛ شپه ورځ افغانان هڅوي چې زعفران، ينجه، الوويرا، مرخيړي او نورې غير ضروري توکي وکري. داسې نه وايي چې غنم وکرئ، د خپلې خېټې غم وکړئ او پر ځان بسيا شئ.
وايي: د ښځو حقوق بايد خوندي وي، په حکومتونو کې دې برخه ورکړل شي، ښځې بايد دباندې راووځي، خپلې خوښې ته دې پرېښودل شي او په دې توګه د بشپړ اختلاط لپاره تبليغات کوي، خو دا نه وايي چې غولېدلو ښځو سره بيا څه ډول غير اخلاقي چلند کيږي، په کومه سترګه ورته کتل کيږي او څه ډول کار ترې اخيستل کيږي.
د کفارو، خصوصاً د غربيانو پاليسي دا ده، چې نجونې او ځوانې ښځې له کورونو را وباسي او خپل هوسونه پرې خړوبوي، طبعاً دا ډول ښځې هم بيا د خپلو نفسي خواهشاتو له امله ښې پکې خوشحاله وي، خو دوی له موږ سره بيا د هغو ښځو غږ او راپور نه شريکوي چې زړې شوې دي، ځواني يې خزان شوې ده او اوس هيڅ د بشر په سترګه نه ورته کتل کيږي، هيڅ ډول حقوق يې نه دي خوندي، بې سرنوشته ګرځي او حتی د «سپيو» قدر پرې زیات دی. حال دا چې په اسلام کې چې ښځه هر څومره زړه شي، قدر يې هومره زياتيږي.
وايي: د افغانستان اقتصاد د ضعف په حالت کې دی، ورځ تر بلې حالت خرابيږي او افغانان له اقتصادي ناورين سره مخ دي، خو په تېرو شلو کلو کې يې نه خپله هيڅ بسنټيز اقتصادي کار وکړ او نه يې نور څوک پانګونې او زيربينايي کارونو ته پرېښودل. د ټاپي پروژې پر وړاندې يې تل خنډونه جوړول، چينايانو ته يې د معدنونو د اخراج اجازه نه ورکوله، د سيمې او ګاونډ هېوادونه يې ټول موږ سره دښمنان ساتلي وو، هيچا ته يې نه د ترانزيټ لاره ورکوله او نه يې نور هېوادونه افغانستان سره اقتصادي ملګرتيا ته پرېښودل، افغانستان يې تل فقط خپل ځان ته محتاج ساتلی ؤ، افغانستان ته يې داسې مصنوعي اقتصاد جوړ کړی ؤ چې د دوی په نغدو ډالرو ولاړ ؤ او چې څرنګه دوی ولاړل بيرته زوړ حالت راغی، د خود کفايي لپاره يې هيڅ کار ونه کړ، دوه ميليارده ډالر يې صرف د برېښنا په لينونو ورکړل، اوس نو موږ تل د نورو برېښنا ته محتاج یو، ولې يې په دغو پيسو د هېواد په داخل کې په مختلفو سيمو کې بندونه نه جوړول، هم به مو برېښنا خپله وه او هم به ځمکې خړوب شوې وې. خو حقيقت دا دی، چې غربيان د افغانستان د پرمختګ لپاره نه ؤ راغلي او تپلي رژيم يې هم نه هيڅ واک او صلاحيت درلود او نه د افغانستان د ابادۍ څه غم ورسره ؤ، بس د بادارانو او غلامانو دواړو هدف دا ؤ چې د غربيانو ګټې خوندي کړي، افغانستان وځپي، بې ديني خپره کړي، نوی نسل بې لارې کړي او د افغانستان د پرمختګ او اسلامي نظام د حاکميت مخه ډب کړي.
نو ښايي اوس د غربيانو بشردوستي در معلومه شوې وي او د هغوی په منافقت به پوهېدلي ياست.
د بشر حقونو، د ښځو د حقونو، د ماشومانو حقونو، د بښنې نړۍ واله اداره، د بشري حقونو اداره، د مرستو او خيريه کارونو بنسټونه او نورې دغه ډول دجالي ټولنې يې په حقيقت کې د دې لپاره جوړې کړې دي، چې ساده زړي مسلمانان پرې وغولوي او تر شا يې د اسلام او مسلمانانو خلاف خپل اهداف تطبيق کړي.