د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغاتي جګړه او پر افغانستان باندې یې ناوړه اغېزې

لیکنه: ح.ن په اوسني نړۍ کې، د هر بل وخت په پرتله، د معلوماتو د انتشار کچه خورا ډير وسعت موندلی، د اړیکو له اړخه نړۍ په یوه کوچیني کلي بدله شوې او تبلیغاتي لړۍ په لوړه کچه د ټولنو، هېوادونو او سازمانونو پام ځان ته اړولی دی. که چیرې تبلیغات او د معلوماتو د […]

لیکنه: ح.ن

په اوسني نړۍ کې، د هر بل وخت په پرتله، د معلوماتو د انتشار کچه خورا ډير وسعت موندلی، د اړیکو له اړخه نړۍ په یوه کوچیني کلي بدله شوې او تبلیغاتي لړۍ په لوړه کچه د ټولنو، هېوادونو او سازمانونو پام ځان ته اړولی دی. که چیرې تبلیغات او د معلوماتو د انتشار لړۍ په مسئولانه توګه او په ښه نیت ترسره شي، نو د خلکو د معلوماتو د غنامندۍ او عامه پوهاوي په برخه کې ډېر ګټور تمامیدای شي، خو که چېرې په ناوړه ارادې سره ترسره شي، نو په یوه ټولنه کې د هرج او مرج، بې ثباتۍ او راز راز ننګونو سبب کیدای شي. تبلیغاتي جګړه تر ډېره په سیاسي ډګر کې لیدل کیږي، چې ډېرۍ له دي لارې هڅه کیږي ترڅو په یوه هېواد کې یو نظام کمزوری وښودل شي او پر نظام د اعتماد کچه راټیټه شي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، د حکومت پر وړاندې تبلیغاتي جګړه پیل شوې او د ناسمو او دروغجنو تبلیغاتو څپې مخ په پراخېدو دي. دغه لړۍ نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې واقعیتونه تحریف کړي، بلکې په هېواد کې د اوسني نظام رېښتنې هڅې یې هم تر ډېره متاثره کړي دي.
غربي رسنۍ تل دا هڅه کوي چې د حاکم نظام غیر واقعي انځور نړیوالو ته وړاندې او د نړۍ په کچه، اسلامي امارت د یو ظالم او جابر نظام په توګه معرفي کړي. د دې سربېره، د دروغجنو تبلیغاتو له لارې، هڅه روانه ده چې په هېواد کې د سیاسي ثبات او نظم د رامنځته کولو لپاره د اسلامي امارت هڅې هم له پامه وغورځول شي.
غربي رسنۍ په تبلیغاتي جګړه کې تر ډېره هڅه کوي د بشري حقونو څخه د سرغړولو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ادعاوې پرته له کوم اسناد او کره شواهدو وړاندې کړي او ټوله هڅه پردې متمرکزه ده چې دغه موضوع په افغانستان کې د یو ملي بحران په توګه نړیوالو ته په ګوته کړي. دا ډول بې اساسه پروپاګند، نه یوازې دا چې د ناسمو معلوماتو خپرولو ته زمینه برابروي او واقعیتونه تحریفوي، بلکې د رغنده خبرو اترو پر وړاندې هم خنډونه جوړوي.
د منفي روایتونو پرله پسې خپرېدل او د غربي رسنیو له ادرسه نړیوالو ته د نظام غیر واقعي انځور ښودل، د اسلامي امارت او د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو پر اړیکو هم اغېزه کړې ده. ډېرۍ هېوادونه او سازمانونه د غربي رسنیو د جانبدارانه او غیر واقعي راپورونو له امله په ډيپلوماتیکو خبرو اترو کې ښکیلتیا یا د اړتیا وړ مرستې چمتو کولو څخه ډډه کوي. دا انزوا، نه یوازې په افغانستان کې د بیوزلۍ د کچې د کمولو او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسلامي امارت وړتیا او رېښتنې هڅې له پامه غورځوي، بلکې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کوي، چې دا چاره په مستقیمه توګه د افغانانو پر اقتصادی او ټولنیز ژوند ناوړه اغیزه درلودلای شي.
د غربي رسنیو دغه تبلیغاتي جګړه، د بهرنۍ پانګونې په مخنیوي، د سوداګریزو اړیکو په ګډوډولو، په مالي بازارونو کې د اندېښنو په رامنځته کولو او اقتصادي بې ثباتۍ کې مرسته کوي. دغه ناوړه کړنه، په افغانستان کې د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو مخه نیسي، د بیکارۍ کچه زیاتوي، د افغانانو لپاره اقتصادي فرصتونه کموي او د زیانمنو خلکو کړاو ژوروي او ستونزې یې لا ډېروي.
د ناسمو او دروغجنو تبلیغاتو دوام په افغاني ټولنه کې ژورې رواني اغېزې درلودلای شي. دا چاره د خلکو ترمنځ په ځانګړې توګه د ماشومانو، مېرمنو، اړمنو او زیانمنو هېوادوالو چې د جګړو او بې ثباتۍ له امله له ننګونو او ستونزو سره مخ دي، د هغوی پر روان ناوړه اغېزه کوي. سربېره پردې، د هغو ځوانانو هیلې او احساسات هم ټکنۍ کوي، چې د یوه روښانه او سوکاله افغانستان په تمه دي.
د ناسمو او دروغجنو پروپاګند خپرول، د سیمې او نړیوال امنیت لپاره هم منفي اغېزې لرلی شي. غلط، ناسم او دروغجن معلومات او تحریف شوي راپورونه، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د کړکیچ د زیاتېدو لامل کیږي. دا چاره کولای شي د سیمه یېزې همکارۍ او د شته ستونزو د هوارولو هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او په سیمه کې بې ثباتۍ ته لاره پرانیزي.
ناسم او غیرواقعي تبلیغات د اسلامي مفاهیمو او افغاني کلتور څخه ناسمو تعبیراتو ته لاره پرانیزي. دا چاره د ملتونو ترمنځ غلط فهمۍ او تعصب لامل کیږي، له دیني او اسلامي مفاهیمو څخه غلط برداشت ته زمینه برابروي او متقابل احترام د هڅولو مخه هم نیسي.
د مثبت او واقعي پیغامونو رسولو لپاره اړتیا ده چې له ټکنالوژۍ، رسنیو او ټولنیزو شبکو څخه په سالمه توګه استفاده وشي. د مستندونو د شریکولو، د واقعي راپورونو د خپرولو، او د افغاني ټولنې د پرمختګ او د اوسني وضعیت څخه د رېښتني انځور د وړاندې کولو لپاره د دغو پلټ فارمونو کارول کولای شي د واقعیتونو په انعکاس او د منفي او پارونکو تبلیغاتو په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
د ناسمو معلوماتو خپرول او د دروغجنو تبلیغاتو دوام د افغان حکومت، د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور او اعتماد د بیا جوړولو په برخه کې د پام وړ ننګونې رامنځته کولای شي. افغانان له کلونو راهیسې د منفي او ناسمو تبلیغاتو ښکار او له ګڼ شمېر روحي او رواني زیانونو سره مخ شوي دي، د دغو زخمونو د التیام لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده ترڅو د تلپاتې سولې، پرمختګ او پخلاینې لپاره لاره هواره شي.
د رسنیو مسلکيتوب او د دوی پر ظرفیت او علمي پوهې پانګونه ضروري ده، ترڅو رسنۍ خپل رسالت او مسئولت درک کړي او د واقعیتونو پربنا راپورونه چمتو او خپاره کړي. تعليمي او ظرفیتي نوښتونه چې د رسنیو مسلکي پوهې ته وده ورکوي کولای شي د دې باعث شي چې رسني د یو شمېر اصلاحي پروګرامونو او راپورونو په ترتیب او نشر سره له نظام سره همکار پاتې شي او د حقایقو په رڼا کې په مسئولانه توګه هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د افغانانو پر ژوند د ناسمو او دروغجنو تبلیغاتو اغېزې ژورې او څو اړخیزې دي، چې د هغوی ورځنی ژوند په بېلابېلو برخو کې اغېزمن کولای شي:
ناسم او غیر واقعي معلومات کولای شي په افغاني ټولنه کې د قومونو ترمنځ د تعصب، تبعیض او کړکیچ لامل شي. هغه ټولنې چې مذهبي عقیدې، یا سیاسي جوړښتونو سره تړاو لري ممکن د رسنیو د سرچینو لخوا د غلطو روایتونو پر اساس د تعصب، ګوښه کېدو او نورو ټولنیزو ننګونو او ستونزو سره مخ شي.
د ناسمو او غیر واقعي معلوماتو پرله پسې خپرول، پر نظام باور له منځه وړي. د باور نشتوالی کولای شي د اړینو خدمتونو وړاندې کولو او ټولنیزو مسئلو حل کولو بهیر، له ننګونو سره مخ کړي، چې دا چاره د ټولنو ترمنځ د ناهیلۍ لمنه پراخولی شي.
د ناسمو او دروغجنو تبلیغاتو دوام کولای شي د پخلاینې او سولې د هڅو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي. ناسم او دروغجن معلومات کولای شي په ټولنه کې تاوتریخوالی او بې باوري ژوره کړي، او د قومونو ترمنځ د خبرو اترو بهیر له ننګونونو سره مخ او د تفاهم، بخښنې، سولې او ثبات پر وړاندې ستونزې زیاتې کړي.
د ناسمو او دروغجنو راپورونو او تبلیغاتو د منفي اثراتو د اغېزو د کمولو لپاره، د بې طرفه راپورونو ترتیب او نشر او د حقایقو پر بنسټ تحلیل او ارزونې ته جدي اړتیا ده. د افغانستان سیاسي او ټولنیز جوړښت او پېچلتیاو د پوهېدو لپاره باید رېښتنې هڅې وشي، نه دا چې له درواغو او پارونکو تبلیغاتو څخه کار واخیستل شي.
غربي رسنۍ پرځای د دې، چې ناسمو معلوماتو خپرولو ته وده وکړي باید تر ډېره په دې متمرکزه شي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سالمو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي ترڅو له دې لارې، ګډ تفاهم او متقابل احترام ته لاره هواره شي، په افغانستان کې د حکومتوالۍ د ښه کولو لپاره د یو شمېر نوښتونو ملاتړ وشي او د یوه باثباته راتلونکي لپاره اړین فرصتونه برابر شي.
د اسلامي امارت پر وړاندې منفي او پارونکي تبلیغات نه یوازې دا چې نظام زیانمنوي، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي. رسنیو لپاره دا اړینه ده چې په خپلو نشراتي او تبلیغاتي فعالیتونو کې واقعیتونو او بې طرفۍ ته لومړیتوب وکړي، راپورونو د حقایقو پر اساس ترتیب او خپاره کړي او د مثبت بدلون لپاره مناسبت چاپېریال رامنځته کړي.
سربېره پردې، چې اسلامي امارت له راز راز اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخ دی، اوسنی نظام د شته امکاناتو څخه په استفادې د یوه سوکاله، پرمختللي او پرځان بسیا افغانستان لپاره هر اړخیزه هڅه پیل کړې. د غربي رسنیو له ادرسه د ناسمو او غیر واقعي معلوماتو او راپورونو خپرول نه یوازې دا چې د هېواد او هېوادوالو لپاره ممد نشي واقع کیدای، بلکې دا چاره د دې باعث کیږي چې په افغاني ټولنه کې ستونزې لا ژورې او ګڼ شمېر افغانان له انساني حقونو څخه بې برخې او محروم پاتې شي. د کره او پر حقایقو ولاړو راپورونو د ترتیب او نشر د ترویج، او همدارنګه د خبرو اترو او باور رامنځته کولو لپاره د رسنیو جدي او رېښتنو هڅو ته اړتیا شته ترڅو د رسنیو له لارې د افغانستان د اوسني وضعیت رېښتنۍ انځور هېوادوالو او نړیوالو ته وړاندې شي، د اعتماد فضا لا پیاوړې او د یوه سوکاله او سوله ییز افغانستان لپاره اړین فرصتونه برابر شي.