نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: ح.ن په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره هڅه روانه ده ترڅو افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته ورسیږي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه د ګڼ شمېر اقتصادي پروژو د تطبیق چارې جریان لري. د دغو پروژو څخه یوه یې د ټاپي […]
لیکنه: ح.ن
په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره هڅه روانه ده ترڅو افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته ورسیږي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه د ګڼ شمېر اقتصادي پروژو د تطبیق چارې جریان لري. د دغو پروژو څخه یوه یې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل دی. دغه پروژه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه پروژه ده؛ د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي، چې په اقتصادي ډګر کې د افغانستان لپاره خورا ارزښتناکه پروژه ګڼل کیږي، چې په تطبیق سره به یې افغانستان په کال کې د نېږدې ۴۵۰ میلیون ډالرو د ګازو د ټرانزیټ حق او د اړتیا وړ ګاز ترلاسه کړي. همدارنګه افغانستان به د اقتصادي ځان بساینې پر لور ګام پورته کړي او شاوخوا ۱۲ زره هېوادوالو ته به د کاري فرصتونونه زمینه هم برابره شي. په همدې ډول، د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د طوطي میدان د ګازو استخراج پروژه، یو ارزښتناک نوښت دی، چې په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د اوزبیکستاني شرکت سره د همکارۍ له لارې د ګازي سرچینو پراختیا په نښه کوي. د ۱۴۰۳ لمریز کال د تله (میزان) په میاشت کې لاسلیک شوی، د ۱۰ کلن قرارداد د اټکل له مخې د دغې پروژې موخه د ۱ میلیارد ډالرو پانګونې سره د افغانستان د انرژۍ سکتور بیارغول دي. تمه کیږي، چې په دې پړاو کې به تر ډېره بریده د کورنۍ انرژۍ اړتیاوې پوره او ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونونه برابر شي. هرات – غور سړک پروژه د اسلامي امارت یو بل نوښت دی چې د یادې پروژې د رغولو چارې د ۱۴۰۳ لمریز کال د غويي میاشت کې د حکومت له لوري په رسمي ډول پیل شوې. دغه پروژه چې شاوخوا ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او پر هرات او غور سربېره، د هېواد غربي ولایتونه هم سره نښلوي، د ټرانسپورټ او اقتصادي ودې لپاره خورا ارزښتناکه پروژه ده. د دې پروژې عملي چارې د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په شدت جریان لري، چې د اړوندو ولایتونو ترمنځ د ثبات، اقتصادي ودې او هېوادوالو ته د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو لامل به شي. همداراز، د پاشدان بند د پاتې چارو دوام د اسلامي امارت یو بل نوښت دی چې د دې پروژې عملي چارې په هرات ولایت کې جریان لري. دغه پروژه یوه لویه زېربنايي پروژه ده، چې د اوبو مدیریت، کرنې، اوبو لګولو او د برېښنا تولید کې رغنده رول لوبوي. یاد بند د هرات ولایت په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت او د شاوخوا ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې د کرنې او انرژۍ په سکتور کې خورا مهمه پروژه ګڼل کېږي. تر دې دمه د دې مهمې پروژې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي او هڅه کېږي چې ټولې چارې یې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اسلامي امارت له لوري د کابل – غزني سړک دوهم لین د جوړولو چارو پیل یو بل نوښت دی، چې د دې مهمې پروژې چارې د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي میاشت کې په رسمي ډول پیل شوې. یاده پروژه د مرکزي ولایتونو د اتصال او اقتصادي ودې لپاره یوه حیاتي پروژه ده. دغه سړک چې ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري د ۹ لویو پلونو او ۵۹۴ پلچک په درلودلو سره رغول کیږي. د دې پروژې په تطبیق سره به ټرانسپورټي اسانتیاوې رامنځته، کابل او جنوبي ولایتونو به سره وصل او د هېوادوالو اقتصادي او ټولنیز ژوند کې به د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي. په پام کې ده چې دغه پروژه د درې کلونو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. پلتوني بند چې په پکتیکا ولایت کې موقعیت لري د اسلامي امارت یو بل نوښت دی چې په سیمه کې د کرنې د ودې، اوبو د مدیریت او انرژۍ د تولید برخه کې یوه مهمه او اغېزناکه پروژه شمېرل کیږي. د یادې پروژې طرحه د محمد ظاهر شاه په دوره کې جوړه او عملي چارې یې تر یوه حده په تېر نظام کې پرمخ لاړې خو د ځینو ستونزو له امله بیا دغه لړۍ په ټپه ودرېده. د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره یاده پروژه یو ځل بیا د نظام د تمرکز وړ وګرځېده. دغه بند د شاوخوا ۲۵ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، د نېږدې ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو او شاوخوا ۹۳۵ کیلوولټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. دغه پروژه د کرنې او برېښنا سکتور د ودې ترڅنګ د کارموندنې او اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو برخه کې خورا ګټوره پروژه ده. اسلامي امارت د دغې مهمې پروژې چارې بېرته پیل کړي او تمه ده چې یاده پروژه د مهندسۍ او انجنیرۍ لوړو معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ادامه لري…
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.