نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: ح.ن اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او رسنیو ملاتړ کوي او په تېرو درې کلونو کې یې هڅه کړې ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي، ریښتینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه، د نظام د پلان شویو، تر کار لاندې او ترسره شویو فعالیتونو او په […]
لیکنه: ح.ن
اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او رسنیو ملاتړ کوي او په تېرو درې کلونو کې یې هڅه کړې ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي، ریښتینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه، د نظام د پلان شویو، تر کار لاندې او ترسره شویو فعالیتونو او په بېلابېلو برخو کې د سالمو سیاستونو او پالېسیو څخه ملت او نړیوال خبر شي. د وروستیو درې کلونو پر مهال په سیاسي، اقتصادي، زېربنایي او پرمختیايي سکتورونو کې پام وړ ګامونه پورته شوي او په یادو سکتورونو کې د ښکېلو ادارو اړوند معلومات په منظم ډول د یوه مؤثر میکانیزم له لارې، رسنیو او د رسنیو له لارې ولس سره شریک شوي دي. دا لړۍ د دې سبب شوې، چې د اطلاع رسونې بهیر چټک او رسنیز فعالیتونه جاري وساتل شي. دغه راز، د رسنیو نشراتي تشه ډکه او هېوادوال د نظام له اجرااتو څخه خبر شي. ریښتینو معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د نظام له نوښتونو څخه یو هم د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام ده، چې دغه پروګرام د تېرو درې کلونو راهیسې، هر کال د ریاست الوزراء عالي مقام په لارښوونه او د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست په چوکاټ کې ترسره کېږي. په دغه پروګرام کې د هرې امارتي ادارې رهبري پلاوی او د بېلابېلو برخو مسئولین برخه اخلي او کلني راپورونه له رسنیو او هېوادوالو سره شریکوي. دغه لړۍ د افغانستان ملي راډیو تلویزیون او په هېواد کې د یو شمېر معتبرو خصوصي رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، چې دا کار د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې رغنده او اغېزناک رول لوبوي. د شته ارقامو پر بنسټ، د تېرو درې کلونو پر مهال د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په چوکاټ کې په ټولیز ډول ۱۲۳ مطبوعاتي کنفرانسونه تر سره شوي چې د ادارو لومړۍ درجه مسئولینو پکې ګډون کړی او د تفصیلي راپورونو وړاندې کولو ترڅنګ یې د خبریالانو پوښتونو ته هم ځوابونه ویلي دي. دغه راز د یادو کنفرانسونو له لارې د اړوندو ادارو د لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه، مفصل معلومات د رسنیو په واک کې ورکړل شوي دي. همداراز، د رسنیزو فعالیتونو او اطلاع رسونې بهیر د پياوړتیا، معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسي اسانه کولو، د نظام د پالېسۍ او لید لوري د تشرېح او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل او همکارۍ کچې د لوړولو په موخه، په تېرو درې کلونو کې یوازې د ارګ له ادرسه، د رسنیو له مسئولینو او خبریالانو سره د همغږۍ شاوخوا ۴۰ غونډې ترسره شوي، چې په دې غونډو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې پر ځینو شته ستونزو هر اړخیز بحثونه تر سره او هڅه شوې چې د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټول شي. د دې تر څنګ، اسلامي امارت له هرې ممکنه وسیلې څخه په استفادې، هڅه کړې چې د اطلاع رسونې بهیر جاري او پیاوړی وساتي او د رسنیو پوښتنو ته پر وخت ځواب وویل شي. د دې موخې د تحقق لپاره په تېرو درې کلونو کې، یواځې د ارګ په مربوطاتو کې او یا هم د ارګ په ملاتړ د امارتي ادارو د مهمو کړنو او پروژو د تشرېح لپاره، ۲۴۶ مطبوعاتي کنفرانسونه او ۷ لویې خبري غونډې تنظیم شوي دي. همدارنګه، د اسلامي امارت د مرکزي ویاند او د امارتي ادارو د ویندویانو ۵۱۲ خبري کلېپونه ثبت او پر وخت له رسنیو سره شریک شوي دي. په همدې ډول د ځینو مهم او کلیدي په موضوعاتو په تړاو له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره شاوخوا ۵۰ ځانګړې مرکې ترسره شوي دي. همداراز، د اطلاع رسونې په ډګر کې د انټرنټي او ټولنیزو شبکو (اکس او رسمي وېب پاڼو) څخه د معلوماتو خپرولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره هم په دوامداره توګه استفاده شوې ده. په یوه بل اقدام کې د امارتي ادارو د نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونو د لا مسلکي کولو لپاره، د ارګ له ادرسه، د امارتي ادارو ویندویانو ته روزنیز ورکشاپونه دایر شوي، چې موخه یې د ژورنالیزم د اساساتو او اصولو د تشرېح ترڅنګ، د اطلاع رسونې بهیر چټکتیا، رسنیو سره د ویندویانو د تعامل او همکارۍ زیاتوالی او د اطلاع رسونې بهیر جاري او منظم ساتل وو. په تېرو درې کلونو کې د ارګ له ادرسه او اړوندو ادارو په همغږۍ، مرکزي او ولایتي ویندویانو ته ۷ روزنیز ورکشاپونه جوړ شوي، چې په پایله کې یې په رسنیزو بحثونو او پروګرامونو کې د ویندویانو حضور فعال او پراخ شوی، د معلوماتو شریکولو سلسله پیاوړې او د نظام د کړنو او اجرااتو انعکاس ته ښه زمینه برابره شوې ده. د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا او معلوماتو شریکولو برخه کې، یو بل نوښت د کلنيو راپورونو چاپ او تکثیرول دي. ارګ هر کال د امارتي ادارو د یو کلنو اجرااتو راپورونه راټولوي او بیا یې د کتاب په بڼه په محلي ژبه ترتیب، چاپ او د رسنیو، امارتي ادارو او لوستونکو په واک کې ورکوي ترڅو د یادو کتابونو له محتوا څخه رسنۍ او هېوادوال ګټه پورته کړي. په تېرو درې کلونو کې په لوړ تیراژ سره کلني راپورونه چاپ او اړونده مراجعو ته وېشل شوي دي، چې دا چاره د رسنیو د معلوماتي اقناع برخه کې ګټوره ثابته شوې ده. پر کابل سربېره، په ګڼ شمېر ولایتونو کې د رسنیو او امارتي ادارو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې ترسره کیږي او هڅه پیل شوې چې د ولایتونو په کچه رسنیز فعالیتونه او د اطلاع رسونې بهیر لا اغېزناک او پیاوړی شي. پورته ذکر شوي اقدامات، د بیان له ازادۍ، اطلاعاتو ته لاسرسي او رسنیو له فعالیتونو څخه د اسلامي امارت ملاتړ په ډاګه کوي. کېدای شي په ځینو مواردو کې به ستونزې او ننګونې موجودې وي خو تېر درې کلن مزل ته په کتو، ورځ تر بلې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي کیږي، د امارتي ادارو نشراتي او مطبوعاتي چارې د مسلکي کېدو په لور روانې دي او هڅه کېږي چې د اطلاع رسونې بهیر چټک او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له اړتیا سره سم عملي او ګټور ګامونه پورته شي.#
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.