په تعلیمي مراکزو د دښمن د بریدونو په اړه د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون اعلامیه

په تعلیمي مراکزو د بریدونو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې اړوند د خوست ضربتي عسکرو پلان نیولی چې غواړي د امنیت په پلمه په دیني مدارسو باندې عملیات وکړي، په مدارسو، لارو او کورونو کې د دیني مدارسو طالب العمان ونیسي چې تر اوسه يې ګڼ شمیر نیولي او شهیدان کړي هم دي. […]

په تعلیمي مراکزو د بریدونو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې اړوند د خوست ضربتي عسکرو پلان نیولی چې غواړي د امنیت په پلمه په دیني مدارسو باندې عملیات وکړي، په مدارسو، لارو او کورونو کې د دیني مدارسو طالب العمان ونیسي چې تر اوسه يې ګڼ شمیر نیولي او شهیدان کړي هم دي.
د کابل اداره له دينی مراکزو، تعلیمي ځایونو او علماء کرامو سره د خپلې عقدې او دښمنۍ له امله دا ډول وحشتونه تر سره کوي او په تیر کې يې هم علمي او تعلیمي مرکزونه له کومې توجیه پرته د حملو او وحشتونو ښکار ګرځولي دي. داچې په دې وروستیو کې د هغوی دا ډول جنایتونه نور هم زیات شوي او په ډېرو ځایونو کې د بې ګناه او بې دفاع زده کوونکو او ولسي خلکو د شهادت سبب ګرځېدلي دي، اسلامي امارت دا وحشتونه او جنایات په کلکه غندي، او په دې اړه له نړیوالو بشري، حقوقي، تعلیمي او آزادو بنسټونو څخه غواړي چې د دغه راز ظلم په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي او د کابل ادارې د اسلام ضد عناصرو داسې کړنې محکومې کړي.
تعلیمي او ښوونیز مرکزونه او ادارې چې یوازې تعلیمي پروګرامونه پر مخ بیایي او هېڅ ډول نظامي تحرکات په کې نشته باید د نظامي موخو هدف ونه ګرځي او پرېښودل شي ترڅو د ډاډ او امن په فضاکې علمي خدمت وکړي.
د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون یو ځل بیا اعلانوي چې په مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو هر ډول تیری چې په هره پلمه سره وي د توجیه وړ نه دی او نه باید د کابل اداره د دې جنایتونو لپاره کومه پلمه ولټوي.
د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم، تربیې اوعالي تحصیلاتو کمېسیون په ټول ولس، د علم او پوهې په پالونکو ادارو او سازمانونو غږ کوي ترڅو په دې برخه کې متوجه اوسي او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د دې ډول وحشتونو په مخنیوي کې لاسونه سره ورکړي.

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون
۲۸/۸/۱۴۴۲هـ ق
۲۱/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۴/۱۰م